د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

اترا: د بېلابېلو ارګانونو د سپارښتنو پر بنسټ پابجي انلاین لوبه بندیږي


زده کوونکي وايي پابجي جنګي او تخییلي ګېم دی.
زده کوونکي وايي پابجي جنګي او تخییلي ګېم دی.

پابجي هغه لوبه یا ګېم دی چې یو شمېر ځوانان او تنکي ځوانان ساعتونه پرې بوخت وي. دغه تنکي ځوانان چې تر ډېره د ښوونځیو زده کوونکي دي وایي چې د ورځې ان اووه ساعته هم په دې لوبه بوخت وي.

ساحل او علي چې د یوولسم ټولګي زده کوونکي دي په دې اړه یي ازادي راډیو ته وویل: "پابجي جنګي او تخییلي ګېم دی. زه هره ورځ یو نیم تر اووه ساعته پورې په دې ګېم مصروف یم.

-زه هره ورځ له خپلو ملګرو سره پابجي ګېم وهم. دا لوبه زما ډېر خوښیږي او هره ورځ شپږ اووه ساعته بوخت یم."

خو اوس د مخابراتي خدماتو د تنظیم اداره (اترا) وایي چې د بېلابېلو ادارو د سپارښتنې له مخې یې پریکړه کړې چی دا لوبه په افغانستان کې بنده کړي.

د پابجي انټرنیټي لوبې یوه صحنه
د پابجي انټرنیټي لوبې یوه صحنه

د دې ادارې ویاند سعید شینواري ازادي راډیو ته وویل چې د ملي شورا، د ښوونځیو د مدیرانو، ارواپوهانو او کورنیو په غوښتنه دا لوبه ډير ژر بندیږي: "پریکړه وشوه چې تر څو د لوبو د تنظیم یوه جامع پالیسي جوړیږي دا ګېم به تر هغې بند وي. په دې موده کې به نور ګېمونه هم ارزول کېږي چې کومې لوبې جنګي او خشن ذهنیت او اخلاقي بې لاریو ته زمینه برابروي."

خو ښاغلي شینواري د پابجي لوبې د بندولو دقیقه نېټه په ګوته نه کړه.

کورنۍ هم له دې پریکړې هرکلی کوي.

عمرخان وایي چې پابجي او ځینو نورو انلاین لوبو تر ډېره د ښوونځیو د زده کوونکو پر زده کړو بده اغیزه کړې:

"دا ګېم ډېر زیان رسوونکی دی، ځوانان او تنکي ځوانان یې له درس نه لېرې کړي. څومره ژر چی امکان لري باید دا لوبه بنده شي چی ځوانان مو درس ته مخه کړي."

په ورته وخت کې د افغانستان د حج او اوقافو وزارت وایي چې د پابجي په څېر لوبې سربېره پر دې چې تنکي ځوانان تاوتریخوالي ته هڅوي په فرهنګي او اقتصادي لحاظ هم ډېر زیان لري.

د دې وزارت د خپرونو رئیس فضل محمد حسیني ازادي راډیو ته وویل چې د پابجي انلاین لوبه به سر له نننه په افغانستان کې بنده شي: "ګېم یو ناروا عمل دی دا د اسلام له اصولو سره په ټکر کې دی. دا هم وخت ضایع کوي او هم بې ځایه لګښت پرې کېږي. د حج او قافو وزارت په دې اړه فتوا ورکړې او نن به دا فتوا له ټولو رسنیو سره هم شریکه شي."

پابجي انلاین ګېم یا لوبه ده چې لوبوونکي یې د الوتکې له لارې یوه ټاپو کې ښکته کېږي. دوی وسلې او مهمات ترلاسه کوي او له نورو سره جګړه پیلوي.

ارواپوه خالد حیدري وایي چې ټول انلاین لوبې په تېره پابجي له تاوتریخوالي ډکه لوبه ده، ذهن ناارامه کوي او د هېجان، جسمي کمزورتیا او احساساتي کړنو لامل ګرځي.

XS
SM
MD
LG