د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ سلواغه ۱۳۹۹ کابل ۰۸:۰۱

افغانستان

اترا ادارې د 'پاب جي' انټرنیټي لوبې د بندولو پرېکړه وکړه

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې دغه هېواد کې د پاب جي ( PubG) انټرنیټې ګېم د بندولو پریکړه وکړه.

اترا نن پنجشنه (د لېندۍ ۲۷مه) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دغه پریکړه ېې له ولسي جرګې، حج او اوقافو وزارت او ګڼ شمېر نور ښکېلو اړخونو سره د مشورې له مخې کړې.

دوی د خپلې دې پریکړې لامل نه دی څرګند کړی، خو ویلي یي دي چې د پاب جي په ګډون یو شمېر ګېمونه یا انټرنیټي لوبې د کاروونکو په ځانګړې ځوانانو او ماشومانو په ذهن بد اغیز کوي او باید مخه یې ونیول شي.

له دې وړاندې د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو او یو شمېر دیني علماو ویلي، پاب جي ګیم کې د اسلام خلاف ځینې صحنې شته.

د ولسي جرګې ځینو غړو له دې وړاندې له مخابراتو وزارته غوښتي و چې دغه ګېم بند کړي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

"ارزګان کې هدف ته له رسېدو مخکې ځانمرګو ځانونو ته چاودنه ورکړه"

ارشیف

د ارزګان چارواکي وایي، ترینکوټ ښار کې دوو ځانمرګو برید کوونکو هدف ته له رسېدو مخکې په ځانونو پورې تړلي چاودیدونکي توکي چوولي دي.

د ارزګان د امنیت امر محمد ګل همت ازادي راډیو ته وویل، نن پنجشنبه (د سلواغې ۹مه) ماسپښین مهال دغو ځانمرګو هغه مهال دا توکي وچوول چې د ملي امنیت ځواکونو یې د نیولو هڅه کوله.

ښاغلي همت زیاته کړه: "دلته دوه تنه وو، زموږ امنیت ملي او د حوزې پولیسو تعقیب کړي وو، کله یې چې غوښتل هغوی ونیسي، ځانونو ته یې انفجار ورکړی، یو کس له منځه تللی او بل زخمی دی."

معلومه نه ده چې د بریدګرو هدف څوک وو؟ د دولت کومې مخالفې ډلې هم په دې اړه تبصره نه ده کړې.

کابل کې د جوجیتسو د لوبڅارانو سیمینار پیل شو

ارشیف، جوجیتسو لوبه، عکس تئزیني بڼه لري

د جوجیتسو د لوبڅارانو سیمینار په کابل کې د ملي المپیک د کمېټې د رهبرۍ په موجودیت کې پیل شو.

د المپیک ملي کمېټه وايي چې دغه سیمینار د لوبڅارانو د لاپوهاوي په موخه د ۲۷ تنه داوطلبانو په ګډون دوه ورځې ادامه مومي.

د دغو لوبو هدف د جوجیتسو لوبې ته د لوبغاړو پاملرنه او د دغې لوبې وده ښودل شوې ده.

د افغانستان ملي امنیت بامیانو کې د بمي چاودنو یو عامل نیولی

بامیانو کې د شوې چاودنې عکس

د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست وایي، په بامیانو کې یې د څه مودې وړاندې بمي چاودنو یو عامل نیولی دی.

دغه ریاست نن پنجشنبه (د سلواغې ۹مه) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د عارف حسین په نوم نیول شوی دا کس د طالبانو د ګلاب الدین د ډلې غړی دی.

ملي امنیت ګلاب الدین د طالبانو د استخباراتو مسول بللی دی.

خبرپاڼه کې راغلي، نیول شوي کس څو مقناطیسي او بوشکه یي ماینونه بامیان ولایت ته انتقال کړي او نورو ملګرو یې د ولي عصر مارکیټ او د سرک نو روغتون سره ځای پرځای کړي دي.

د تېرې لیندۍ میاشتې په ۱۵مه شوېو دې چاودنو کې لږ تر لږه ۱۵ کسان ووژل شول او ۶۰ نور ټپیان شول.

هغه مهال طالبانو دې بریدونو کې لاس لرل رد کړل او بلې کومې ډلې یې هم مسولیت ونه مانه.

د ایران د ملي امنیت شورا ته د افغانستان د لوی درستیز غبرګون!

د افغانستان لوی درستیز یاسین ضیا

د افغانستان لوی درستیز د ایران د ملي امنیت عالي شورا د منشي علي شمخاني هغو خبر ته غبرګون ښودلی چې ویلې یې دي، طالبان او د دغې ډلې مشران له امریکا سره مبارزې ته ژمن دي.

لوی درستیز یاسین ضیا نن پنجشنبه (د سلواغې ۹مه) د شمخاني له ټویټ سره لیکلي: "د ایران د ملي امنیت عالي شورا د منشي په توګه د افغانستان د جګړې په اړه ستاسې درک ناسم دی."

ښاغلي ضیا خپل دې ټویټ کې وړاندې لیکلي، طالبان د امریکا نه، بلکې د افغانستان د خلکو پر ضد جنګېږي.

ایران ته د طالبانو د یوه پلاوي له سفر سره هم مهاله علي شمخاني ویلي، طالبانو سره له ملاقات وروسته ورته څرګنده شوې چې دغه ډله له امریکا سره مبارزې ته ژمنه ده.

شمخاني ویلي، د طالبانو هغه غړي هم له امریکا سره له مبارزې لاس نه دی اخیستی چې ۱۳ کلونه یې تر شکنجې لاندې ګوانتانامو زندان کې تېر کړي دي.

د افغانستان د ولسمشر سلاکار شاه حسین مرتضوي هم ویلي: "تېر یوه کال کې پر هېڅ امریکایي برید نه دی شوی او د افغانستان د خلکو د وژنې لپاره باید د طالبانو اراده ونه ستایل شي."

"افغانستان فساد سره د مبارزې په برخه کې ۱۹ امتیازه ترلاسه کړي"

ارشیف، عکس تئزیني بڼه لري

د روڼتیا نړیوال سازمان وایي، افغانستان له فساد سره د مبارزې په برخه کې د ۱۹ امتیازونو په درلودو، په فساد د ککړو ۱۸۰ هېوادونو په ۱۶۵مه پوړۍ کې دی.

د دغه سازمان د ۲۰۲۰ کال راپور ښيي چې افغانستان له فساد سره د مبارزې په برخه کې تېرکال ته په کتو، ښه ځای لري.

۲۰۱۹ کال کې افغانستان د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې د فساد له اړخه ۱۷۳م ځای درلود.

په راپور کې راغلي، افغانستان د نړۍ د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د کورونا وبا پر مهال د روغتیایي خدمتونو د رسېدو په چارو کې یې فساد شوی دی.

د جرمني صدر اعظمې افغانستان کې پر اوربند ټینګار کړی

مېرکل له ولسمشر محمد اشرف غني سره د ویډیو کانفرانس له لارې خبرې وکړې

د جرمني صدر اعظمې انګېلا مېرکل په افغانستان کې پر روان تاوتریخوالي اندیښنه ښودلې او دغلته یې پر اوربند ټینګار کړی دی.

مېرکل دا خبرې پرون چهارشنبه (د سلواغې ۸مه) له ولسمشر محمد اشرف غني سره د ویډیو کانفرانس له لارې وکړې او ويې ویل، د سولې خبرې او هم مهاله ورسره تاوتریخوالی د منلو نه دی.

د ارګ په خبرپاڼه کې د مېرمن مېرکل په حواله لیکل شوي چې جرمنې د یوه داسې خپلواک او پرمختللي افغانستان ملاتړ کوي چې ډیموکراټیک نظام پرې مسلط وي.

د جرمني صدر اعظمې په دغو خبرو افغانستان ته د خپل هېواد د ملاتړ د دوام ډاډ ورکړی دی.

له دې وړاندې د افغانستان د دولت ځینو نورو نړیوالو ملګرو هم پر تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې، خو تراوسه د پام وړ کموالی په کې نه دی راغلی.

دولت طالبان او برعکس طالبان بیا امنیتي ځواکونه د تاوتریخوالي د دوام لامل بولي.

چارواکي: بغلان کې د طالبانو پر یوه زندان عملیاتو کې له ۳۰ تنو زیات ازاد شول

ارشیف، بغلان کې د طالبانو له یوه بل زندانه یو شمېر خوشې شوي کسان

چارواکي په بغلان ولایت کې د طالبانو د یوه زندان د ماتېدو او له هغه له ۳۰ زیاتو بندیانو د ازادېدو خبر ورکوي.

د ۲۱۷ پامیر قول اردو په دې اړه نن په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې ځانګړو کمانډو ځواکونو تېره شپه د طالبانو پر دغه زندان د ډنډ شهاب‌الدین په سیمه کې عملیات ترسره کړل چې په نتیجه کې یې د امنیتي ځواکونو ۱۲ غړي او ۲۰ ملکي وګړي له دې زندانه ازاد کړل.

دغه‌راز ویل شوي چې ځواکونو دغه زندان بشپړ ویجاړ کړ.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ويلي.

د کورنیو چارو وزارت: طالبانو د مقناطیسي ماینونو "وحشي کمپاین" پیل کړی

ارشیف، کابل کې پر یو پوځي موټر شوې ماین چاودنه

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، طالبانو کابل کې د دوی په ټکو د مقناطیسي ماینونو "وحشي کمپاین" پیل کړی او په شدت سره روان دی.

دا څرګندونې د دغه وزارت مرستیال صدیق صدیقي پرون ماښام وروسته تر دې وکړې چې په یوه ورځ دې ښار کې دوه چاودنې وشوې او د درېیمې هغې مخه ونیول شوه.

صدیقي پر ټویټرپاڼه لیکلي، امنیتي ځواکونو د دغو ماینونو د ایښودو پر مهال یو شمېر طالبان نیولي او په خبره‌یې، هڅه کوي چې دغه کمپاین په بشپړ ډول شنډ کړي.

له تېرو څو اوونیو راهیسې نږدې هره ورځ کابل ښار کې چاودنې کېږي چې تر ډېره دولتي موټر په نښه کوي.

طالبانو تر اوسه د حکومت د دغې ادعا په اړه څه نه‌دي ویلي.

د هرات-کندهار پر لویه لاره ترافیکي پېښې ۹ تنه مړه کړل

ارشیف، ۲۰۱۴ کال کې د هرات-کندهار پر لویه لاره په یوه ټرافیکي پېښه کې مړه شوي کسان.

د هرات-کندهار پر لویه لاره ترافیکي پېښې ۹ تنه مړه کړي دي.

پېښه پرون مازدیګر د یوه سراچه ډوله موټر او ملي بس ترمنځ د ټکر له کبله شوې.

د هرات د عامې روغتیا ریاست ویاند محمد رفیق شېرزي ازادي راډیو ته وویل، مړو شویو کسانو کې درې ښځې، یو ماشوم او پنځه سړي شامل دي.

ښاغلی شېرزی زیاتوي: "د هرات-کندهار ترمنځ پر لویه لاره د ادرسکن په سیمه کې ترافیکي پېښه شوې چې نهه تنه په‌کې مړه شوي او دوه نور ټپیان دي، د پېښې د قربانیانو هویت په سیمه کې تثبیت شوی او کورنیو ته‌یې سپارل شوي دي."

له دې یوه ورځ وړاندې په همدې سیمه کې د ترافیکي پېښې له کبله یو تن مړ او ۲۶ نور ټپيان شول.

د دغسې پېښو لامل د لارو خرابوالی او د چلوونکو بې‌احتیاطي ښودل کېږي.

ارګ: د باختر ګنجینې د ناخوندیتوب په اړه اندېښنې بې‌ځایه او د "تأسف" وړ دي

د باختر ګنجینې د قیمتي توکو یوه نمونه

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، د باختر ګنجینې د ناخوندیتوب په اړه اندېښنې بې‌ځایه او د "تأسف" وړ دي.

ارګ پرون وروسته تر دې په دې اړه اعلامیه ورکړه چې د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني وویل، دغه ګنجینه خوندي نه‌ده او د مصونیت لپاره‌یې باید له هېواده بهر ولېږدول شي.

د ارګ په اعلامیه کې راغلي، "باختر ګنجینه د افغانانو له لویو پانګو څخه ده چې د تاریخ په لوړو ژورو کې هغه مهال چې د هېواد پانګې لوټ شوې، خوندي پاتې شوې ده".

ارګ ویلي، دغه قیمتي ګنجینه د افغانستان د خلکو ملکیت دی او بل هېواد ته‌یې د سپارلو وړاندیز غیر مسؤلانه او د هېواد د ګټو خلاف دی.

باختر ګنجینه (یا د افغانستان د سرو زرو تاریخي زېرمه) د نړۍ له پنځو لویو ګنجینو څخه ده او څه باندې ۴۰ کاله مخکې په افغانستان کې کشف شوه.

دا زېرمه افغانستان ته تاریخي او معنوي ارزښت لري او پر دغې سیمې د یونان د حاکمیت له میراثونو ګڼل کېږي.

ایران: طالبان امریکا سره په خپله مبارزه کې ولاړ دي

د ایران د ملي امنیت شورا مشر علي شمخاني

د ایران د ملي امنیت شورا مشر وایي، د طالبانو ډله له امریکا سره په خپله مبارزه ولاړه ده.

علي شمخاني نن چهارشنبه (د سلواغې ۸مه) د طالبانو له سیاسي پلاوي سره په تهران کې تر خبرو وروسته په ټویتر کې ولیکل چې د طالبانو له سیاسي پلاوي سره تر لېدو وروسته مې دوی داسې وموندل چې د امریکا پرضد پر خپله مبارزه ولاړ دي او هغه څوک چې ۱۳ کاله یې په ګوانتنامو کې تر شکنجې لاندې تېر کړي دي، کله هم د امریکا پرضد له مبارزې لاس نه اخلي.

بل لور ته د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي چې طالبانو په قطر کې د سولې خبرې پرې ایښې دي او سفرونه یې پيل کړي دي.

د ملي امنیت د شورا ویاند رحمت اله اندړ په یوه پیغام کې چې رسنیو ته یې استولی ویلي، پرته له دې چې ایران ته د طالبانو د پلاوي تازه سفر ته اشاره وکړي، زیاته کړه: "د دې معنا دا ده چې طالبان مذاکراتو او سولې ته ژمن نه دي دوی ته د جګړې اوږدېدل او د افغانانو د وژلو دوام هېڅ ارزښت نه لري سره له دې چې تر اوسه امریکا د دوحې هوکړه لیک نه دی ارزولی، خو داسې ښکاري چې طالبان وار له مخه له پایلو ویریږي، سفرونو ته یې مخه کړې ده."

د طالبانو د سیاسي دفتر د مشر ملابرادر په مشرۍ د پلاوي نن دوهمه ده چې په ایران کې دی.

د ناټو سرمنشي سټولټنبرګ له جوبایډن سره پر افغانستان غږېدلی

ارشیف، د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د امریکا د متحد ایالتونو له نوي ولسمشر جوبایډن سره

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د امریکا د متحد ایالتونو له نوي ولسمشر جوبایډن سره په ټیلیفون د یو شمېر نورو موضوعاتو ترڅنګ د افغانستان په اړه خبرې وکړې.

په دې ټیلیفوني مکالمه کې چې تېره شپه وه، ینس سټولټنبرګ ښاغلي بایډن ته د امریکا د شپږ څلویښتم ولسمشر په توګه مبارکي ورکړه او د نړیوال ترورېزم په ارتباط یې هم خبرې ورسره وکړې.

راتلونکې میاشت په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزیرانو غونډه ده.

تمه ده چې دې غونډه کې ناټو په افغانستان کې د خپلو ځواکونو د ماموریت په اړه پریکړه وکړي.

امریکا له طالبانو سره د تېر کال فبروري په تړون کې منلې ده چې خپل ټول ځواکونه به له افغانستانه باسي، خو د جوبایډن په مشرۍ نوې اداره غواړي چې دې تړون ته بیا کتنه وکړي.


ملي امنیت شورا: طالبانو د سولې خبرې پرې ایښي او په سفر وتلي

محمد نعیم ویلي، د ملابرادر په مشرۍ طالب پلاوی ایران ته تللی

د افغانستان د ملي امنیت شورا وایي چې طالبانو په قطر کې د سولې خبرې پرې ایښې دي او سفرونه یې پيل کړي دي.

د ملي امنیت د شورا ویاند رحمت الله اندړ په یوه پیغام کې چې رسنیو ته یې استولی دی، پرته له دې چې ایران ته د طالبانو د پلاوي تازه سفر ته اشاره وکړي، زیاته کړه: "د دې معنا دا ده چې طالبان مذاکراتو او سولې ته ژمن نه دي، دوی ته د جګړې اوږدېدل او د افغانانو د وژلو دوام هېڅ ارزښت نه لري سره له دې چې تر اوسه امریکا د دوحې هوکړه لیک نه دی ارزولی، خو داسې ښکاري چې طالبان وار له مخه له پایلو ویریږي، سفرونو ته یې مخه کړې ده."

بل لور ته د طالبانو د قطر د دفتر ویاند محمد نعیم په یوه پیغام کې چې رسنیو ته یې لیږلی دی، ویلي دي چې د دوی د سیاسي دفتر د مشر ملا برادر په مشرۍ پلاوي نن ایران ته د دې هیات د سفر په دوهمه ورځ د ایران د ملي امنیت شورا له مشر علي شمخاني سره کتلي دي.

هرات کې د تنکیو ځوانانو ترمنځ د فوټبال سیالۍپیل شوې

هرات کې نن چهارشنبه (د سلواغې ۸مه) د ١٢ کلنو تنکیو ځوانانو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.

د هرات د ورزش ریاست فني مدیر ضیاالحق ضیا ازادي راډیو ته وویل\ چې دغه سیالۍ د هرات د ١٤ لوبډلو ترمنځ کېږي.

ښاغلی ضیا وایي، د سیالیو موخه ولایتي سیالیو لپاره د غوره استعدادونو موندل دي.

د نوموړي په وینا، د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې نن د اریانا او انصاري ټیمونو سیالي وکړه او اریانا ټیم درې د صفر په وړاندې لوبه وګټله.

ټاکل شوې، چې سبا دوه لوبې تر سره شي.

په دغو سیالیو کې به باختر له هیواد او اتک انرژی له افغان لوبډلې سره مخ شي.

د ۱۴ لوبډلو له منځه به یوه غوره لوبډله ولایتي سیالیو ته انتخاب شي.

د ننګرهار په کرنيز نندارتون کې ۳۵ هوکړه ليکونه لاسليک شول

په ننګرهار کې د کرنيزو توکو د نندارتون يوه څنډه

د ننګرهار په کرنيز نندارتون کې ۳۵ هوکړه ليکونه لاسليک شول.

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمي نن ازادي راډیو ته وویل، چې د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو اومالدارۍ ریاست په نوښت په دې ولايت کې "کرنه د وطن ابادي" تر شعار لاندې دوه ورځنۍ کرنيز نندارتون جوړ شوی و، چې په ترڅ کې يې د سوداګرو، پانګه والو او بزګرانو ترمنځ ۳۵ هوکړه ليکونه لاسليک شول.

ياد نندارتون د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د کرنې وزير ډاکتر انوارالحق احدي او د ننګرهار والي ضياالحق امرخېل له خوا پرانيستل شو چې نن پای ته ورسېد.

یاد نندارتون په ۱۷۳ غرفو کې کرنيز توکې لکه سابه، وچې او تازه مېوې، شات، زراعتي او تیلي نباتات، کرنيزې توکي او درمل، تصدیقي نیالګي، د نجارۍ برخې تولیدات، لبنیات او نور ګڼ شمېر توکې نندارې ته اېښودل شوي وو.

د مسوولينو په وينا نندارتون د جوړولو موخه کورنيو تولیداتو ته په کور دننه بازارموندنه او هېوادوالو ته د اصلي باکيفيته توليداتو پېژندل و.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG