د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۶

له بېکارۍ او بنديزونو تېښته؛ افغان ځوانانو کمپيوټري ګېمونو ته مخه کړې


ارشيف
ارشيف

ګڼو اوزګارو افغان ځوانانو د وخت د تېرولو لپاره د PUBG او نورو کمپيوټري ګېمونو ته مخه کړې ده.

فرانسپرس په کابل کې له یوه ډله همداسې ځوانانو سره خبرې کړي.

ګېم کوونکي ځوانان وايي د طالبانو له زیاتېدونکو محدودیتونو د خوندیتوب او د وخت تېرولو لپاره ګېمونه وهي.

په یوه وړه خونه کې ځوانان ناست دي او په بوبجي PUBG انلاین ګیم بوخت دي.

د دغو افغان ځوانانو د مبایلونو او ټبلیټونو له وړو سپیکرونو د مجازي جنګونو غږونه راوځي هغه هم داسې یوه ښار کې چې خلک یې د حقیقي چاودنو، ډزو او بریدونو له غږونو سره زیات اشنا دي.

د لوبغاړو د جګړې ګمنامه ډګر یا PlayerUnknown's Battlegrounds چې په پوبجي PUBGمشهوره دی د جنګونو او بریدونو یو مشهوره لوبه یا ګېم دی چې په ګرده نړۍ کې تر یو میلیارد واره ډېر په مبایلونو کې ډاونلوډ شوی او لکونه خلک پرې وخت تېروي.

دا چې افغان ځوانان ولې د دې ګېمونو لېواله دي له ځینو سره یې د فرانسې خبري اژانس خبرې کړي دي.

شهیره غفوري د پوهنتون محصله ده او وايي نجونې بهر ډېرې نه‌شي تللی نو ځکه یې پوبجي ته پنا ور وړې.

نوموړې ويلي: "او

س چې وضعیت خرابه شوی او نجونې ډېر په کورونو کې پاتې دي او بهر نه وځي. نو پوبجي یوه ښه لاره ده چې پرې وخت تېر شي

او په کور کې له یوازې ناستې او په خپګان له اخته کېدو د تېښتې لپاره بدیله لاره ده او یو ښه مصروفیت دی."

شهیره بیا اندېښمنه ده چې ګیم بازۍ به یې ټنبلې اموخته کړي.

د طالبانو په بیا واکمنېدو سره له شپږم ټولګي پورته نجونې په کورونو ناستې دي او د پوهنتونو یو شمېر محصلینې هم شکایت لري چې د پخوا په څېر پوهنتون ته په ارام زړه نه‌شي تللی.

یو شمېر نور د پوبجي لوبغاړي وايي له دې چې د طالبانو له مخ په زیاتېدونکو محدودیتونو او بندیزونو په امان و اوسي نه‌غواړي له کوره ډېر بهر ووځي.

دوی په کور کې د پاتې کېدو او د وخت تېرولو لپاره پوبجي یوه ښه لار بولي.

له دې ډلې ګېمر عبدالمصور رووفي وايي کومې ساتېرۍ او خنداوې چې دوی پخوا له ملګرو سره درلودې هغه اوس ټولې ختمې دي او یوازې همدا ګېم دی چې وخت پرې تېریږي.

نوموړی وايي: "

په دغه هېواد کې موږ ژوند کوو خو ژوندي نه یو.

موږ نه پوهېږو چې یوه دقیقه وروسته به څه پېښیږي. دا د وخت د تېرولو یوازینۍ لار ده. یوازینۍ لار ده چې موږ له خپلو ملګرو سره وخت تېر کړو."

د راپورونو له مخې طالبانو که څه هم د خپلې لومړۍ دورې په نسبت لا تر اوسه د ساتېریو او لوبو په وړاندې پراخ بندیزونه نه دي لګولي خو په دې لټه کې دي چې پوبجي ګېم او ټیک ټاک د ویډیو کلیپونو جوړولو اپلیکشن بند کړي.

پوبجي د نړۍ په ځینو هېوادونو کې بند شوی له هغې ډلې په هندوستان کې.

که د پوبجي په څېر انلاین ګیمونه له یوې خوا له ستړیاوو د تېښتې زمینه برابروي او په لوبغاړو کې د سیالانو په وړاندې د یو لاس او متحد کار احساس پياوړی کوي له بلې خوا بیا د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې ګېمونه د روږدتیا یا اعتیاد سبب ګرځي او ځوانان له زده کړو او ورځنیو کارونو پاتې کوي.

XS
SM
MD
LG