د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۶

ملګروملتونو افغان ښځو ته د دوی د حقونو د اعادې لپاره د همکارۍ د دوام ژمنه کړې


يو شمېر افغان نجونې د اعتراض پر مهال
يو شمېر افغان نجونې د اعتراض پر مهال

د ملګروملتونو سازمان د ښځو د جنسیتي برابرۍ او پیاوړتیا اداره "UN women" وایې، له افغان ښځو او نجونو سره د هغوی د حقونو د اعادې لپاره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

پر افغانستان د طالبانو د بیاځلي واکمنۍ د درېیو کلونو د پوره کېدو په درشل کې د ملګروملتونو د ښځو د جنسیتي برابرۍ او پیاوړتیا اداره "UN women" وایي افغان ښځې په په افغانستان کې په تېرو درېیو کلونو کې د خپلو حقونو د تر لاسه کولو په هدف له هڅو لاس نه‌دی اخیستی.

دغې ادارې ټینګار کړی چې: "افغان ښځې غواړي د نارینه‌و په شان کار وکړي، دوی نه یوازې په خپلو کورونو کې بلکې په دولت او نورو فضاو کې هم د تصمیم نیونې د حق غوښتونکي دي او دوی د زده‌کړو او خپلو حقونو په لټه کې دي."

"افغان ښځې غواړي د نارینه‌و په شان کار وکړي
يو اين ومن

"یو این ومن" پرون دوشنبه د اګسټ ۱۲مه د یو راپور په خپرولو ویلي چې، دغه اداره به د افغان ښځو د ازادیو او د هغوی د حقونو د اعادې لپاره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

د ملګروملتونو د ښځو د جنسیتي برابرۍ او پیاوړتیا ادارې له شپږم ټولګیو پورته د نجونو پر ښوونځیو، د ښځو پر کار او له محرم پرته یې پر سفر بندیزونو ته په اشارې ویلي، د طالبانو د حکومت محدودونکې پالیسۍ د دې لامل شوي چې ۱،۱ میلیونه د زده‌کړو په شرایطو برابرې نجونې له زده‌کړو بې‌برخې شي او د نارینه‌و په پرتله د ښځو کار کولو کچه هم په نا متناسبه توګه راټیټه شي.

د ملګروملتونو د ښځو برخې همداراز زیاته کړې چې، په ۲۰۲۳ کال کې د یوې نظر پوښتنې اته سلنه ځواب ویونکو ویلي چې حد اقل یوه ښځه یا انجلۍ پېژني چې د تېر ۲۰۲۱ راهیسې یې په ځان وژنه لاس پورې کړی دی.

ډېری نجونې او مېرمنې د طالبانو په واکمنۍ کې د کار کولو اجازه نه‌لري.
ډېری نجونې او مېرمنې د طالبانو په واکمنۍ کې د کار کولو اجازه نه‌لري.

په کورونو کې د ښځو د محدودېدو ته په اشارې ویل شوي، ۱۸ سلنه ښځو راپور ورکړی چې د تېر کال په درېیو میاشتو له اګسټ نه تر اکتوبره د دوی د کورنیو ځینو اصلي غړو له ځینو ښځو سره نه‌دي لیدلي.

"زموږ افغان ښځو مبارزه واحده او د یو هدف درلودونکې ده
حميرا

له‌دې سره یوه افغانه ښځه چې نه‌یې غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل: "درې کلونه کېږي هغه نجونې چې ښوونځي او پوهنتون ته تلې بې‌برخلیکه شوې دې، د ټولو افغان نجونو او ښځو مسلم حق دی چې باید په دولت او ټولنه کې ونډه ولري او له خپلو اساسي حقونو بې‌برخې نه‌شي، خو باید په‌‌دې اړه ملګري ملتونه، مدني ټولنه او بشري حقونه ځانګړی پام ولري او له دوی ملاتړ وکړي."

بل‌خوا د ښځو او بشري حقونو فعاله حمیرا فرهنګپاله وایي، افغان ښځو په تېر دریو کلونو کې د ګڼو ستونزو سره سره په بېلابېلو لارو خپلو مبارزو ته دوام ورکړی دی.

هغې ازادي راډیو ته وویل: "زموږ افغان ښځو مبارزه واحده او د یو هدف درلودونکې ده، زموږ د ټولو واحد هدف همدا دی چې د هېواد ټولو نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې پرانیستل شي، ښځې بېرته کار ته او د هېواد په سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي او کلتوري برخه کې مدغمې شي، موږ افغان ښځې تر هغه له خپلې مبارزې نه په شا کېږو چې حقونه مو اعاده شوي نه وي او تر بریالیتوبه به خپلې لارې ته دوام ورکوو."

هغه نجلۍ چې د طب محصله وه، اوس یې په هرات کې قهوه خانه جوړه کړې
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:31 0:00

سره له‌دې چې د طالبانو حکومت ادعا کوي چې په افغانستان کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه خوندي کړي، خو په تېرو دریو کلونو د ۲۰۲۲ کال د اګسټ میاشتې راهیسې تر اوسه نجونې له شپږم ټولګیو پورته تر پوهنتونه له زده‌کړو بندې شوي او په ډېری دولتي، يو شمېر غیردولتي ادارو او سینګارتونو کې یې د ښځو پر کار او فعالیتونو بنذیزونه لګولي دي.

د طالبانو حکومت افغان ښځې تفريحي ځایونو، پارکونو، ورزشي کلپونو، عمومي ښځینه حمامونو او له محرم پرته له لرې واټن سفرونو راګرځولي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG