د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۲

نورستان کې د ښځينه خياطانو ستونزې؛ سلما: خياطي مې زده کړه چې اقتصاد مې ښه شي، خو مارکېټ نه‌شته


نورستان کې يوه ښځينه خياطه
نورستان کې يوه ښځينه خياطه

په نورستان کې ښځینه خیاطانې د خپل کار لپاره د بازار نشتوالي له امله له ستونزو سره مخامخ دي.

د دوی په وینا، که څه هم دوی هر ډول ښځینه جامې ګنډلی شي، خو د مارکېټ نشتوالي یې ستونزې زیاتې کړې دي.

سلما چې په پارون کې یې د جامو ګنډلو کسب زده‌کړی، له تېرو څو کالو راهیسې ښځینه او د ماشومانو کالي ګنډي.

"زه هر قسم جامې ګنډلی شم لکه اوریب، امریلا، پنجابي او نور.
سلما

هغې د خپلې خټينې او لرګینې کوټې پر دېوال د خپلو ګنډل شوو جامو څو نمونې ځړولي دي.
سلما ازادي راډیو ته وویل: "زه هر قسم جامې ګنډلی شم لکه اوریب، امریلا، پنجابي او نور. خپلوان مې راته ټوکرونه د ګنډلو لپاره راوړي او وړیا یې ورته ګنډو، نورو خلکو ته یې په یو نیم سل افغانیو ګنډو او پیسې ترې اخلو، موږ غواړو چې زموږ ګنډل شوو جامو ته یو مارکېټ جوړ شي، څو ټولې ګنډل شوې جامې هلته وپلورو او یو څه ګټه تر لاسه کړو."

نوموړې وايي، خیاطي يې د دې لپاره زده کړه چې اقتصادي حالت به یې ورسره ښه شي او له شاقه کارونو به خلاصه شي، خو د بازار نشتوالي له کبله يې هغه هیله تر اوسه نه‌ده پوره شوې.

دا ښځينه خياطانې وايي، کالي په ارزانه بيه ورکوي، خو تر اوسه ورته د مارکېټ پيدا کولو برخه کې هيڅ کار نه‌دی شوی.
دا ښځينه خياطانې وايي، کالي په ارزانه بيه ورکوي، خو تر اوسه ورته د مارکېټ پيدا کولو برخه کې هيڅ کار نه‌دی شوی.

دا یوازې سلما نه‌ده چې د کالیو ګنډلو کسب یي زده کړی او د بازار نشتون خفه کړې ده، بلکې د هغې په څېر ډېری ښځينه خیاطانې ورته ستونزو سره مخ دي.

۲۵ کلنې زاهدې هم مخې ته د کالیو ګنډلو ماشین ايښی دی وايي، د ښځينوو هر ډول کالي ګنډلی شي خو د بازار نشتوالي په وجه ستونزې ګالي.

زاهده وايي: "د ښځینه‌و هر ډول کالې ګنډل مې زده دي، اوریب شو، امریلا شوه او ډېرې نور قسمه جامې مې ګنډلې دي، خو څوک نه‌شته چې چمتو شوې لباسونه واخلي او دوی خپل کار ته دوام ورکړي. موږ له حکومت غواړو چې زموږ په لاسونو جوړوو شوو جامو ته بازار پیدا کړي. ځیني جامې په درې سوه، ځیني يي په دوه نیم سوه، څه يي په یو نیم سل هم پلورو،خو له ټولو ګرانې يي زموږ وطنۍ یا نورستاني کالي دي چې قیمت يي څلور سوه افغانۍ دی."

دا زياتوي، بې روزګاري او غربت د دوی په چارو هم بد سیوری غوړولی دی، پخوا یو څه بازار ښه و، خو اوس یې مزه نه‌شته او کارونه يې په نشت حساب دي.

د دغو ښځینه خیاطانو په وینا، په جمهوریت کې د ښځو د ژوند ښه والي په نوم وزارت، د مېرمنو او نجونو په نوم جوړو شوو ټولنو او موسساتو سره بهرنیو مرستندویانو په سلګونه ميلیونه ډالر مرستې وکړې، خو د دوی په څېر د ژوند په کړاونو کې راګیرو او بې وسو ښځو ته یې هیڅ ګټه ونه رسېده.

د ازادي راډيو خبريال هڅه وکړه، چې د یاد ولایت د ټولنیزو چارو ریاست چارواکو سره د دغو ښځینه خیاطانو ستونزې شریکې کړي، خو په اړیکه نیولو او ځواب ترلاسه کولو بریالی نه‌شو.

نورستان د هېواد په ختیځ کې یو لرې پروت او غرنی ولایت دی چې ښځې یې د کرکيلې په ګډون په ډېرو سختو او درندو کارونو بوختې دي.

XS
SM
MD
LG