د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۰

کندهار کې ولې د لاسي خامکي غاړو پېر او پلور کم شوی؟


کندهار کې د لاسي خامکي غاړو یوه دوکان
کندهار کې د لاسي خامکي غاړو یوه دوکان

په کندهار کې د کمپیوټري خامک غاړو پلورونکي وايي، په‌دې وروستیو کې د دوی کاروبار ښه شوی او ډېری خلکو د لاسي غاړو پر ځای کمپیوټري غاړو ته مخه کړې ده.

په کندهار کې د ښځو په لاس جوړ شوي خامکي غاړې، چې ځانګړی شهرت لري، اوس یې بازار کمپیوټري خامکي غاړو پیکه کړی دی.

په دغه ولايت کې له تېرو څو کلونو راهیسې کمپیوټري غاړې دود شوې دي، چې زیاتره یې له هرات او کابل ولایتونو راوړل کېږي.

محمد چې د کندهار ښار په چهارسو کې د یادو غاړو یو پلورونکی دی وايي، په‌دې وروستیو کې کاروبار غوړېدلی او ډېر خلک ورڅخه کمپیوټري خامک غاړې او څادرونه پېري.

محمد ازادي راډيو ته وويل: "د کمپیوټري غاړو پلور په‌دې وروستیو کې زیات شوی دی، خلک د ارزانه غاړو په لټه کې دي، نو ځکه کمپیوټري غاړې اخلي، دا غاړي پخوا یوازې کابل او هرات کې خلکو اغوستې خو اوس دا څو کاله کېږي کندهار کې هم رواج شوي."

د لاسي او کمپیوټري خامک غاړو ترمنځ توپير څه دی؟

یوه کندهارۍ لاسي خامکي غاړه له ۵ زره افغانیو نیولې تر ۴۰ زره افغانیو هم لوړه بیه لري، خو کمپیوټري غاړې بیا له ۵۰۰ افغانیو تر ۱۵۰۰ افغانیو بیه لري چې د ماشین په وسیله په څو ساعتونو کې جوړیږي او د کمپیوټري غاړو په نوم یې شهرت موندلی.

یوه کندهارۍ لاسي خامکي غاړه له ۵ زره افغانیو نیولې تر ۴۰ زره افغانیو هم لوړه بیه لري، خو کمپیوټري غاړې بیا له ۵۰۰ افغانیو تر ۱۵۰۰ افغانیو بیه لري چې د ماشین په وسیله په څو ساعتونو کې جوړیږي او د کمپیوټري غاړو په نوم یې شهرت موندلی.
یوه کندهارۍ لاسي خامکي غاړه له ۵ زره افغانیو نیولې تر ۴۰ زره افغانیو هم لوړه بیه لري، خو کمپیوټري غاړې بیا له ۵۰۰ افغانیو تر ۱۵۰۰ افغانیو بیه لري چې د ماشین په وسیله په څو ساعتونو کې جوړیږي او د کمپیوټري غاړو په نوم یې شهرت موندلی.

خو کندهارۍ لاسي خامکي غاړې بیا ځانګړې تاریخي او فرهنګي ارزښت لري.

د نسيمې په نوم د کندهار ښار یوه اوسېدونکې وایي خامکي غاړې د ښځو له‌خوا په ځانګړي مهارت او زحمت سره جوړیږي او هره غاړه یې ځانګړی ډیزاین او رنګونه لري چې جوړول یې له څلورو میاشتو څخه تر شپږو میاشتو پوري وخت نیسي.

د هغې په وینا د دې غاړو جوړول نه یوازې د یوې کورنۍ عاید زیاتوي، بلکې د ښځو لپاره یو تخلیقي او هنري فعالیت هم دی.

مېرمن نسیمه وایي: "د یوې غاړي جوړول څلور یا پنځه میاشتي وخت نیسي، سترګې او ګوتې یې په وتلي خو بیاهم دوکاندار یې د رانیولو پر وخت بهانې ورته کوي."

"د یوې غاړي جوړول څلور یا پنځه میاشتي وخت نیسي

په کندهار ښار کې د لاسي غاړو دوه پلورونکي صبغت‌الله او قدرت‌الله وايي، اوس‌مهال په هېواد کې اقتصادي ستونزې ډېرې دي او خلک د لاسي غاړو د رانیولو وس نه‌لري، نو ځکه یې پر ځای کمپیوټري غاړې استفاده کوي.

صبغت‌الله وایي: "خلک اقتصادي ستونزې لري او د لاسي غاړو پېرودلو توان نه‌لري، کمپیوټري غاړې ارزانه دي خو کیفیت کې د لاسي غاړو په ډول نه‌دی."

په ورته وخت کې، د کندهار د معدن او صنایعو خونې مشر سید سرور اماني وايي، کندهارۍ لاسي غاړې د بې‌وزله مېرمنو د روزۍ یو وسیله ده او نه باید بازار یې خراب شي.

د اماني په خبره، صنعت‌کاران باید هغه توکي تولید کړي چې له بهره راوړل کېږي او هېوادوال ډېر ضرورت ورته ولري.

سید سرور اماني ازادي راډيو ته وويل: "موږ باید د لاسي غاړو ارزښت وساتو، دا نه یوازې زموږ فرهنګ دی، بلکې د ښځو د ژوند یوه وسیله هم ده. حکومت او صنعت‌کاران باید په ګډه کار وکړي ترڅو د لاسي غاړو بازار وساتل شي."

د خامکي غاړو اغوستل د ځوانانو ترمنځ له پخوا راهيسې رواج هم لري.

کندهاري ځوانان خامکي غاړې په اخترونو، ودونو او نورو مذهبي او ټولنیزو مراسمو او پروګرامونو کې اغوندي، چې اوس تر ډېره د کمپیوټري غاړو څخه استفاده کېږي.

د اقتصادي چارو ماهرین وړاندیز کوي چې، د طالبانو حکومت او اړونده مرستندویه بنسټونه دي د لاسي صنایعو لپاره بودیجه ځانګړې کړي او په ځانګړې توګه د لاسي خامکي غاړو لپاره دي بازار مونده وکړي، تر څو د ښځو لپاره د روزګار فرصتونه برابر او دا اقتصاد دا سرچینه یې پیاوړي شي.

  • 16x9 Image

    محمد صادق رښتينى

    صادق رښتینی (په انګرېزۍ کې: Sadiq Rishtinai) د ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی، چې د افغانستان له جنوبي ولایتونو راپورونه ورکوي. 

    نوموړی له ۲۰۱۰م کال راهیسې له ازادۍ راډیو سره کار کوي. 

XS
SM
MD
LG