د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۵

د امریکا د کانګرس یوې غونډې ته د افغان ښځو وضعیت په اړه معلومات ورکول کېږي


ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوه لاریون انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوه لاریون انځور

ټاکل شوې چې د سه شنبې په ورځ څلور مېرمنې د امریکا د کانګرس یوې غونډې ته په افغانستان کې د ښځو د روان وضعیت په اړه څرګندونې وکړي.

د بشري حقونو د څار د سازمان د ښځو د برخې مرستیال مشره هیدربار وايي، هغه ښځې چې سبا سه شنبې د امریکا د کانګرس د بشري حقونو کمېسیون ته بلل شوي څو په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه معلومات ورکړي، هغه کسان دي چې د افغان ښځو له وضعیت سره تر ټولو ډېرې نژدې پاتې شوي دي.

تمه ده چې وحیده امیري هغه مېرمن چې په افغانستان کې یې د طالبانو پر ضد په اعتراضونو کې برخه اخیستې، د عفوې د نړیوال سازمان د افغانستان د برخې څېړونکې میترا مهران به د کانګرس د بشري حقونو کمېسیون ته په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه معلومات ورکړي.

همداراز د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د بهرنیوچارو د وزارت ځانګړې استازې رینا امیري او هیدربار چې په تېرو نژدې درېیو کلونو کې یې بشري حقونو د څار د سازمان له لوري د افغان ښځو ملاتړ غږ اوچت کړی، هم دې غونډې ته بلل شوې دي.

د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړې استازې رینا امیري هم د کانګرس د یادې شوې کمېټې غونډې ته بلل شوې ده.
د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړې استازې رینا امیري هم د کانګرس د یادې شوې کمېټې غونډې ته بلل شوې ده.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین پرون له طلوع نیوز خصوصي تلوېزیون سره په خبرو کې وویل، هغه کسان چې د امریکا د کانګرس په غونډه کې ګډون کوي یا هلته څه وايي، د افغانستان د ښځو استازولي نه کوي بلکې د ده په وینا، د بشري حقونو تر شعار لاندې د خپلو شخصي او سیاسي اهدافو لپاره ګډون کوي.

شاهین پر لوېدیځو هېوادونو انتقاد وکړ چې د ښځو لپاره د روغتیايي تاسیساتو په جوړولو کې مرسته نه کوي، خو د ده په ټکو یوازې د بشري حقونو شعارونه ورکوي.

شاهین دا غونډه نمایشي وبلله.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین

خو د بشري حقونو د څار د سازمان د ښځو د برخې مرستیاله دا نه مني.

هیدر بار بېګا له ازادي راډیو سره په خبرو کې وحیده امیري هغه اتله مېرمن وبلله چې د دې په وینا، د اعتراضونو پر مهال یې خپل ژوند په خطر کې واچاوه.

امیري د مظاهرو پرمهال د طالبانو له‌خوا نیول شوې او د ځینو ادعاوو له مخې په زندان کې شکنجه شوې وه.

مېرمن بار د میترا مهران په اړه هم وویل چې هغه د بشري حقونو پېژندل شوې څېړونکې ده او زیاته یې کړه چې کانګرس باید د دواړو په بللو وویاړي.

د بشري حقونو د څار د سازمان د ښځو د برخې مرستیاله هیدربار
د بشري حقونو د څار د سازمان د ښځو د برخې مرستیاله هیدربار

هغه زیاتوي: "کانګرس باید ډېر وویاړي چې د وحیدې او میترا خبرې واوري. زه د افغان ښځو استازې نه یم خو دا ویاړ راسره دی چې شپږنیم کاله په افغانستان کې اوسېدلې یم او له اتلسو کلونو راهیسې د دې هېواد لپاره کار کوم. زه ویاړم چې د کانګرس دې کمېټې ته به د افغان ښځو په اړه د امریکا د حکومت د ناکامو او د راتلونکو مثبتو اقداماتو پر لارو چارو خبرې وکړم."

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG