د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۶ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۸

د المپيک نړيوالې کمېټې يوه غړې: نړۍ بايد افغان نجونې او ښځې هېرې نه‌کړي


د المپیک د نړیوالې کمېټې افغانه غړې سمیرا اصغري
د المپیک د نړیوالې کمېټې افغانه غړې سمیرا اصغري

د المپیک نړیوالې کمېټې یوه غړې وايي، نړۍ باید د افغانستان ښځې او نجونې چې له خپلو بنسټیزو حقونو بې‌برخې دي هېرې نه‌کړي.

په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه د اندېښنو په دوام د المپیک د نړیوالې کمېټې یوه غړې وايي، د ۲۰۲۴ کال په المپیک او پارالمپیک کې د ورزشکارانو د هڅولو پر مهال باید هغه ۲۰ میلیونه افغانې ښځې او نجونې چې له خپلو بنسټیزو حقونو بې‌برخې دي، هېرې نه‌شي.

د المپیک د نړیوالې کمېټې افغانه غړې سمیرا اصغري په یوې مقاله کې چې د شنبې په ورځ د جولای په ۲۷مه د المپیک له لورې خپره شوې ویلي، افغان نجونې او ښځې د کار، زده‌کړو او سپورټ په ګډون له خپلو ټولو اساسي حقونو بې‌برخې دي.

مېرمن اصغري ټینګار کړی چې، ملګري ملتونه او حکومتونه باید د دغو ښځو او نجونو د اساسي حقونو د بېرته ترلاسه کولو لپاره فشار راوړي.

هغې همدا راز د المپیک په سیالیو کې د افغان ښځینه ورزشکارانو ګډون د افغان ښځو د ځواکمنتیا ښه بېلګه بللې ده.

يلدوز هاشمي هغه افغانه نجلۍ ده چې سږ کال يې د المپيک سياليو کې ګډون کړی، خو د طالبانو حکومت ويلي د المپيک سياليو کې د نجونو ګډون د دوی استازيتوب نه‌کوي.
يلدوز هاشمي هغه افغانه نجلۍ ده چې سږ کال يې د المپيک سياليو کې ګډون کړی، خو د طالبانو حکومت ويلي د المپيک سياليو کې د نجونو ګډون د دوی استازيتوب نه‌کوي.

له ورزش څخه بې‌برخې شويو یو شمېر نجونو ازادي راډيو ته وویل، که څه هم دوی له بندیزونو سره مخ دي، خو خوښ دي چې د المپیک په سیالیو کې یې استازو برخه اخيستې ده.

په افغانستان کې يوه ښځينه ورزشکاره چې نه‌یې غوښتل نوم یې په راپور کې واخېستل شي ازادي راډیو ته وویل: "اوس افغان نجونې له زده‌کړو، کار او سپورټ څخه بې‌برخې دي، په کور ناستې دي، خو دا چې د ذکیې په څېر زموږ اتلانې په المپیک سیالیو کې ګډون کوي موږ ورته خوښ یو او دا پخپله موږ ته حوصله راکوي چې خپلو زده‌کړو او سپورټ ته دوام ورکړو."

دغه راز يوه بله افغان ښځينه ورزشکاره چې دا هم نه‌غواړي نوم يې خپور شي، وايي: "زموږ یوه مهمه غوښتنه دا ده چې دوی زموږ غږ واوري او زموږ غږ شي، ځکه په افغانستان کې دننه طالبان موږ سپورټ ته نه‌پرېږدي او دلته زموږ فعالیتونه څوک نه ګوري او نه مو دلته څوک غږ اوري."

د المپيک سياليو کې د افغانستان ملي بيرغ، انځور - ارشيف
د المپيک سياليو کې د افغانستان ملي بيرغ، انځور - ارشيف

که څه هم د طالبانو حکومت ادعا کوي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د افغان ښځو حقونه تامین شوي، خو واک ته د طالبانو له بياځلي رسېدو وروسته په هېواد کې نجونې له شپږم کاله پورته له زده‌کړو منع شوي او په ورته وخت کې د کار او سپورټ په ګډون له نورو ګڼو ټولنیزو حقونو محرومې شوې دي.

د المپیک نړیوالې کمېټې د طالبانو له‌خوا د نجونو پرسپورټ او نورو ټولنیزو چارو د بندیزونو په غبرګون کې هيڅ طالب چارواکی سږنیو لوبو ته نه‌دی دعوت کړی.

په سږني المپیک سیالیو کې د افغان ښځینه ورزشکارانو ګډون په افغانستان کې د سپورټ د بندیز له امله په پراخه کچه ستایل شوی دی.

په سږنیو المپیکي سیالیو کې د افغانستان په اسازیتوب شپږ تنو چې درې یې نجونې دي ګډون کړی او پناه غوښتونکو افغانانو په استازیتوب ۷ تنو چې څلور یې نجونې دي د مډالونو د ترلاسه لپاره برخه اخيستې ده.

فریبا او یولدوز هاشمي، هغه خویندې چې په المپیک کې د افغانستان استازیتوب کوي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:07 0:00

د المپیک د نړیوالې کمېټې غړې همدا راز پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې، افغان مېرمنې او نجونې چې له خپلو اساسي حقونو بې‌برخې دي هېرې نه‌کړي، خو دې ته ورته غوښتنې تر دې وړاندې هم ګڼو نړیوالو بنسټونو کړي دي.

دا په‌داسې حال کې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له تېرو شاوخوا دریو کلونو راهیسې د ښځو د حقونو په اړه پر خپل دریځ ټینګار کړی دی او د دوحې په ناسته کې د طالبانو ویاند او ددغه ډلې د پلاوي مشر ذبیح‌الله مجاهد ویلي چې، د افغان نجونو د زده‌کړو مسئله یوه داخلي موضوع ده، خو د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیال یې په غبرګون کې ویلي و چې د افغان ښځو او نجونې د زده‌کړو مسئله داخلي موضوع نه‌ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG