د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۸

ګرمسیرو سیمو کې د نوي ښوونیز کال پیل؛ نجونې زده‌کوونکې: له ژور خپګان او مایوسۍ سره مخ یوو


په هلمند کې د یوه ښوونځي نجونې زده‌کوونکې
په هلمند کې د یوه ښوونځي نجونې زده‌کوونکې

نن پنجشنبه د سنبلې د میاشتي ۱۵مه د افغانستان په ګرمسیرو سیمو کې نوی تعلیمي کال پیل شو، خو هغه نجونې چې تېر کال له شپږم ټولګي فارغه شوي، د طالبانو له‌خوا پر زده‌کړو د بندیز له امله نه شي کولای ښوونځیو ته ولاړې شي.

دغه نجونو ازادي رادیو ته ویلي چې دوی له ژور خپګان او مایوسۍ سره مخامخ دي.

د هلمند اوسېدونکې پلوشه، چې په مرکز لښکرګاه کې ژوند کوي، تېره کال له شپږم ټولګي فارغه شوه او د اووم ټولګي د پیل په تمه وه.

هغه وایي د نوې تعلیمي کال پیل ته سترګې په لار وه او د لوړو زده‌کړو هیله یې لرله.

پلوشه وایي، له شپږم ټولګي وروسته دا او د دې دوه نورې خویندي ښوونځي ته د تګ اجازه نه لري چې له امله یې سختې خواشني او مایوسه دي.

پلوشه وايي: زما خویندې هم دوه درې کاله کېږي چې پر کور ناستې دي، د هغو هم ارمان وو چې لوړې زده‌کړې وکړي، موږ ډېرې خواشني یوو.

پلوشه زیاتوي: "لکه څرنګه چې زه تېر کال د شپږم ټولګي زده‌کوونکې وم او سږ کال اووم صنف ته کامیابه کېدم، خو متاسفانه د حکومت له‌خوا ماته اجازه نه راکول کېږي چې زه نورې زده‌کړې هم وکړم، زما خویندې هم دوه درې کاله کېږي چې پر کور ناستې دي، د هغو هم ارمان وو چې لوړې زده‌کړې وکړي، موږ ډېرې خواشني یوو."

د پلوشې مور، زهره چې خپله هم یوه ښوونکې ده، وایي، غواړي چې لور یې ښوونځي ته ولاړه شي او خپل راتلونکی جوړ کړي، خو د طالبانو د حکومت له‌خوا پر لوړو زده‌کړو د بندیزونو له امله یې د لور هیلي مړاوې شوي او یوځای ته د رسېدو لیدلي خوبونه یې نیمګړي پاتې دي.

زهره زیاتوي: "زه یوه مور یم، زما لور د اووم ټولګي زده‌کوونکې وه چې اوس نه‌شي کولای مکتب ته ولاړه شي، هیلي یې ټولې ماتې شوي، دې چې یوځای ته د رسېدو خوبونه لیدل هغه خوبونه یې نیمګړي پاتې او نه‌شي کولای خپلو لوړو زده‌کړو ته ادامه ورکړي، زه د دولت څخه دا هیله لرم چې ژر تر ژره دا بندیزونه مات کړي او د دوی پر مخ ټولګي خلاص شي."

د افغانستان د ګرمسیرو سیمو یوه بله زده‌کوونکې مریم، چې په کور ناستې ده، وايي، له دولسم ټولګي وروسته یې غوښتل چې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي او د یوې ډاکترې د جوړېدو هیله یې لرله، خو اوس پر کور ناسته ده او د ژور خفګان سره مخامخ ده.

مریم زیاتوي: "سږ کال درېیم کال دی چې زه په کور کې ناسته یم، دا درې کاله داسې راباندې تېر شوي لکه زه چې په زندان کې یم، په داسې څلورو دېوالونو کې چې هېڅ دروازه هم ونه لري، د ډېرې افسردګۍ احساس راته پیدا شوی، خپلو خوبونو ته مي قبر کښلی. ما هیله لرله چې ډاکتره شم او خپلو هېوادوالو ته خدمت وکړم، زما مور او پلار غوښتل چې یوه ورځ ما د ډاکترۍ په سپینو جامو کې وویني."

د افغانستان جنوب کې د نجونو د یوه ښوونځي زده‌کوونکې
د افغانستان جنوب کې د نجونو د یوه ښوونځي زده‌کوونکې

نرګس، چې د کندهار په یو محلي ښوونځي ښوونکې ده، زده کړې د یوه هېواد لپاره لویه پانګه بولي او وایي، د طالبانو له‌خوا د نجونو پر لوړو زده‌کړو د بندیز روان وضعیت اندېښمنه کړې ده.

د نرګس په وینا، د نجونو ښوونه یوازې د هغوی شخصي ژوند نه، بلکې د ټولنې لپاره هم مهمه ده.

نرګس زیاتوي: "د تېرو څو کلونو راهیسې تر شپږم ټولګي پورته نجونو ته د لوړو زده‌کړو اجازه نه ورکول کېږي چې متاسفانه دا یو ډېر بد حالت دی، موږ او تاسي پوهېږو چې علم د یوې رڼا په څېر دی چې د انسان ژوند روښانه کوي."

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې واک ته د رسېدو وروسته لومړی له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي وتړل او بیا له څو میاشتو تېرېدو وروسته یې نجونې پوهنتونونو ته له تګ هم راوګرځولې.

طالب چارواکي د نجونو په لوړو زده‌کړو بندیز موقتي بللی دی.

د طالبانو پر دې پرېکړه نړیوال غبرګونونه هم دوام لري.

ملګرو ملتونو، یونېسف او ګڼو نورو نړیوالو ادارو په ځلونو له طالبانو غوښتي چې دا بندیز لېرې کړي او نجونو ته د زده‌کړو اجازه ورکړ، خو تراوسه د طالبانو حکومت په دې اړه خپل دریځ نه دی بدل کړی.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG