د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۱

د طالبانو د واکمنۍ په تېرو درې کلونو کې د دوی ترمنځ کوم خپل‌منځي اختلافات رامنځته شوي؟


يو شمېر طالب مشران
يو شمېر طالب مشران

پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو په تېرو درې کلونو کې د نور موضوعاتو تر څنګ د دوی تر منځ په څوځلي د اختلافاتو موضوع هم د پام وړ وه.

پر افغانستان د ۲۰۰۱ لومړي کال د اګست له ۱۵مې نېټې ورسته، د طالبانو له بېا واکمنېدو په تېرو درې کلونو کې د دوی د حکومت د لوړ پوړو چارواکو تر منځ خپل‌منځي اختلافات هغه څه دي چې، وخت نا وخت یې د مشر او بېلابېلو سرپرست وزیرانو او چارواکو له لوري مطرح شوي دي.

دې مسئلې ان د ځینو پخوانیو او اوسنیو طالبانو اندېښنې راوپارولې او ټینګار کوي، چې که دا اختلافات پراخيږي، پلویان به یې ترې واټن واخلي.

د طالبانو د حکومت د لومړۍ دورې واکمنۍ د امر بالمعروف او نهي عن المنکر وزیر مولوي قلم‌الدین ازادي راډیو ته وویل: "زما په عقیدې دا نظریاتي اختلافات دي، عقیدوي او د قدرت د زیاتولو اختلافات نه‌دي، نظریات دي څوک یو څه وایي څوک بل څه، څوک وایي د نجونو مکتب دې عاجل خلاص شي، څوک وایي نه‌دې وي، همداسې داسې ډېر نور مسایل شته."

"زما په عقیدې دا نظریاتي اختلافات دي، عقیدوي او د قدرت د زیاتولو اختلافات نه‌دي
مولوي قلم‌الدين

ښاغلی قلم‌الدین وایي چې د طالبانو په حکومت ‌کې په لوړه کچه په سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او ډيپلوماتیکو چارو کې ګڼې ستونزې موجودې دي چې، په خبره یې دا هم وخت نا وخت د خپل‌منځیو اختلافاتو لامل ګرځي.

په کندهار کې د طالبانو د حکومت د لومړۍ دورې واکمنۍ لوړپوړی قوماندان او د خلاصون لارې شورا مشر سید اکبر اغا بیا مني چې د طالبانو د حکومت چارواکو تر منځ اختلافات شته، خو ټینګار کوي چې که دا اختلافات پراخيږي د طالبانو حکومت به په خبره یې "قصیر المدت" وي.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل: "د چارواکو تر منځ اختلافات ډېر علتونه لري، بهرنی بُعد هم لري او داخلي هم، خو د دې ټولو اختلافاتو د له‌منځه وړلو لپاره زما په فکر په عمومي کچه یو اتفاق ته اړتیا شته، باید ولس ته پام وشي، بل دوی خپله باید په‌دې فکر وکړي چې مخکېني حکومتونه ولې قصیر المدت وو؟ هغه ولې داسې ژر له‌منځه ولاړل؟ هغه دې ځان ته تجربه کړي او ترې کار دې واخلي، زه فکر کوم چې په‌دې صورت کې به بیا دا اختلافات له‌منځه ولاړ شي."

خو د دې اختلافاتو خبره یوازې دا طالب پخواني چارواکي نه‌کوي، بلکې د طالبانو د حکومت اوسني مشر ملا هبت‌الله اخندزاده هم په خپلو بېلابېلو څرګندونو په ځانګړي ډول وروستیو ویناو کې د اختلافاتو د له‌منځه وړلو پر موضوع ټینګار کړی.

تازه د روان کال د اګسټ میاشتې په لومړی نېټه د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت په خپله ايکس‌پاڼه په کندهار ولایت کې د دوی د اردو ۶۰۰ مسوولینو ته د اصلاحي غونډې په اړه خپرو کړیو معلوماتو کې د ملا هبت‌الله اخندزاده له قوله لیکلي، چې نوموړي د دې غونډې په ترڅ کې طالب مسوولینو ته په وینا کې ویلي: "سیمه‌يیز تبعیض پرېږدئ، ځکه چې اختلاف او بې اعتمادي ستاسو د ماتې سبب ګرځي."

همدارنګه ملا هبت‌الله اخندزاده د روان کال د جون میاشتې په ۱۷مه د لوی اختر په لومړۍ ورځ هم د کندهار ولایت په عیدګاه جومات کې په خپله اختریزه وینا کې وویل، ان که د ده لرې کولو لامل هم کېږي خو باید له اختلافاتو لاس واخیستل شي.

هغه وویل: "زه په‌دې نه یم خوښ چې په نظام کې دننه یا د باندې، عام مسلمانان وي خاص مسلمانان وي اختلاف یې نه‌غواړم، په یوه ورځ دې ټول ما ته متفق شي، ما دې له دې منسبه لرې کړي، معضول مې دې کړي، زه په‌دې خوشحاله یم، خو په‌دې نه یم خوشحاله چې د دوی په منځ کې دې اختلاف وي، تفرقه وي."

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده
د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده

ملا هبت‌الله اخندزاده په‌داسې حال کې دا څرګندونې کړي چې یو شمېر سیاسي شنونکي او د طالبانو پر حکومت څارګر په‌دې باور چې د دوی حکومت په دوو برخو وېشل شوی چې، په خبره یې هغه د کوټې شورا د طالبانو د مؤسس او امیر ملا محمد عمر په مشرۍ کندهاري طالبان او بل ډله بیا د حقاني شبکې د مشر جلال‌الدین حقاني او د هغه د زوی او اوسني حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني په مشرۍ د پکتیا او ننګرهار ولایتونو طالبان دي.

سیاسي شنونکي وایي دا دوه ډلې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه مختلف نظریات لري، چې وخت نا وخت يې تر منځ اختلافات رامنځته کېږي.

د پاکستان پخوانی سناتور او پښتون سیاست‌وال افراسیاب خټک چې ډېر کله د طالبانو حکومت اړوند مسایلو په اړه تبصرې کوي، ازادي راډیو سره یې خبرو کې وویل: "دا خو یوه اشغالي ډله ده، ملېشه ده، نو اختلافات خو په دوی کې طبیعي دي، دا خو یوازې د ټوپک په زور پادشاهي ده، نو هر قوماندان غواړي چې یو بل نه یې اختیار او قدرت زیات وي، لکه دا د طالبانو لوې ډلې چې یوه یې له کوټې او کندهار نه او بله یې پکتیا، ننګرهار نه راغلې وه، اوس کابل دغې ډلې سره دی چې پکتیا او ننګرهار نه راغلې، د دوی تر منځ لا هم تصمیم نه‌دی نیول شوی چې دا (حکومت) به څنګه په ګډه چلوو، نو له همدې امله په دوی کې ډېر اختلافات شته."

ښاغلی خټک وایي، د طالبانو تر منځ د نورور موضوعاتو تر څنګ ژور قبیلوي او سیمه‌ییز اختلافات هم موجود دي.

دا هغه څه دي چې ازاد خبریال او شنونکی سمیع یوسفزی چې ډېری وخت د طالبانو د حکومتي چارواکو ترمنځ بېلابیل موارد خپروي، هم په‌دې باور دی چې د طالبانو د حکومت د مشر ملا هبت‌الله سخت دریځه کړنو او فرمانونو د طالبانو تر منځ خپل‌منځي اختلافات رامنځته کړي.

نوموړی وايي: "د مشرتابه د عام دریځ له امله چې د ښځو په اړه ضد دریځ لري، دې د طالبانو مشرانو ترمنځ ناباوري رامنځته کړې او دا وضعیت ورځ په ورځ پراخېږي، اکثره مشران د موجوده حالاتو ذمه‌وار شیخ هبت‌الله اخندزاده بولي او دا فکر کوي چې شیخ اخندزاده طالبانو ته، د طالبانو نظام ته او افغانستان خلکو ته د خپلو سختو پالیسو له امله مشکلات زېږونکی دی، نه دا چې د دوی ستونزې اسانه کوي."

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې مخکې تر دې یو شمېر طالب چارواکو د نجونو د تعلیم، د پر واکمنانو د نقد او نیوکو، د واک انحصار او دغه شان د یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه اختلافي څرګندونې کړې دي.

د تېر ۲۰۲۳ کال په لومړیو کې د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج‌الدین حقاني د دوی د واکمنۍ روانه وضعه د نه منلو وړ بللې وه او د اصلاحاتو غوښتنه یې کړې وه.

هغه د واک پر انحصار او منحصر کولو هم نیوکه کړې وه، چې وروسته د طالبانو د حکومت د ځینو چارواکو غبرګونونه یې هم راوپارول.

د سراج‌الدین حقاني د دې څرګندونو یوه ورځ وروسته د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې، پر امیر یا هم دولتي چارواکو باید نیوکې په پټه مطرح شي.

مجاهد که څه هم په ښکاره دا و نه ویل چې دا څرګندونې یې د ښاغلي حقاني د خبرو په ځواب کې دي که نه، خو زیاته یې کړه: "که څوک په امیر، مسوول، وزیر، معین یا رییس نیوکه ولري، غوره ده او اسلامي اخلاق دا ایجابوي چې د هغه بې احترامي و نه کړي، عزت یې وساتي او په پټه او خوندي توګه ورته نږدې شي چې بل څوک یې وا نه وري او خپلې نیوکې ورته ووايي."

د طالبانو د حکومت د دفاع سرپرست وزیر محمد یعقوب مجاهد، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي او د هغه مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي، د لوړو زده کړو پخواني وزیر عبدالباقي حقاني او د ریاست الوزرا مرستیال عبدالسلام حنفي هم د رسنیو تر مخ په خپلو خبرو کې په‌دې تېرو دریو کلونو کې د نجونو د ښوونځيو، د ښځو د کار او له نړۍ سره د تعاملاتو او پخواني دولت کارکوونکو د ادغام غوښتنې کړې وې چې، وروسته یې د مشر ملا هبت‌الله اخندزاده له لوري له غبرګون سره مخ او په کابل کې د علماو په غونډه کې په خپله لومړنۍ وینا کې وویل چې دی به په هيڅ صورت د نړیوالو فرمایشونه ونه مني او تعامل به ورسره ونه‌کړي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اکست په پنځلسمه کابل ته ننوتل او په‌‌دې سره يې پر افغانستان بياځلي واک ترلاسه کړ.
طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اکست په پنځلسمه کابل ته ننوتل او په‌‌دې سره يې پر افغانستان بياځلي واک ترلاسه کړ.

هڅه مو وکړه د طالبانو د حکومتي چارواکو تر منځ د خپل‌منځیو ادعاو او لاملونو په اړه د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیح‌الله مجاهد نظر ولرو، خو نوموړي په‌دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

مخکې بیا ښاغلي مجاهد رسنیو سره په خبرو کې دا ادعاوې رد کړي دي.

دا په‌داسې حال کې ده چې د ګڼو کورنیو مبصرینو او چارواکو په ګډون تېر ۲۰۲۳ کال کې د امریکا بروکینګز څېړندويي موسسې هم ویلي و، چې د طالبانو رهبر ملا هبت‌الله تقریباً ټول واک په لاس کې لري او د نورو طالب مشرانو خبرو او نظریاتو ته اهمیت نه ورکوي.

د بروکینګز په څېړنه کې اشاره شوې چې د طالبانو د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر، د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراج‌الدین حقاني او د دفاع د سرپرست وزیر ملا یعقوب په شمول یو شمېر لوړپوړي چارواکي دا فکر لري چې د نړیوالې انزوا زیاتوالی او د بهرنیو مرستو وچېدل به دوی د چارو په مخته وړلو کې پاتې کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG