د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۲ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۷

د جلا وطنه خبريالانو يو سازمان: طالبانو تېرو درې کلونو کې ۳۰۹ خبريالان نيولي


د يو طالب عسکر انځور
د يو طالب عسکر انځور

په اروپا او شمالي امریکا کې جلا وطني افغان خبریالان وايي، د طالبانو حکومت په تېرو درېیو کلونو کې ۳۰۹ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نیولي دي.

په اروپا او شمالي امریکا کې افغان جلا وطني خبریالان وايي، د دوی د سازمان موندنې ښېي چې طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې ۳۰۹ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي بنديان کړي دي.

د دغه بنسټ د اعلاميې پر بنسټ چې د چهارشنبې په ورځ د اګست په ۱۴مه خپره شوې، طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې ۶۹ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په دوامداره توګه په زندانونو کې ساتلي دي.

د دې بنسټ د اعلاميې په ټکو، د رسنیو زیات شمېر کارکوونکو او خبریالانو د نیول کېدو د خبر له خپرېدو وروسته د معلوماتو په بانک کې د بندیانو د نوم له شاملولو ډډه کړې ده.

اعلاميه زياتوي چې، نيول شوي کسان ټول د رسنيو کارکونکي وو خو هيڅ بنسټ او سرچينه يې د نيول کېدو په اړه معلومات نه‌لري.

په اعلاميه کې وړاندې ویل شوي، چې د طالبانو د واکمنۍ په درې کلنه موده کې د ۳۰۹ تنه تایید شوي خبریالانو نیول چې دا شمېر په افغانستان کې د تېر جمهوري نظام په ۲۰ کلنو کې د ټولو نیول شویو خبریالانو د شمېر درې برابره دی.

اعلاميه زياتوي یوازې د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۱۷ پېښې ثبت شوي، چې د تېرو دوو کلونو په پرتله ۸۰سلنه زیاتوالی ښيي، چې په ترتیب سره د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۶۳ او ۱۳۲ پېښې ثبت شوې دي.

يو شمېر افغان خبريالان، انځور - ارشيف
يو شمېر افغان خبريالان، انځور - ارشيف

دغه شان په اعلاميه کې راغلي، چې په ١٤٠١ کال کې هره ورځ د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي یوه پېښه، په ١٤۰۲ کال کې په هرو درې ورځو کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي یوه پېښه او سږ کال په هرو څلورو ورځو کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي یوه پېښه رامنځته شوې.

"تللې وم يوې سيمې ته د خبر د پوښښ لپاره، خو د امر بالمعروف چارواکو له ما يو عکس اخيستى وو چې دې مانتو یا لنډه لمن والا جامې اغوستي، کله يې چې زه وغوښتم تر څلور ساعته بندۍ وم
يوه افغان ښځينه خبرياله

په اروپا او شمالي امریکا کې جلا وطني افغان خبریالان وايي، د دې شمېرو له‌مخې د خبریالانو او رسنيو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتوالی په مسلکي کړکېچ بدلېدونکى دى.
د دغه بنسټ په خبره کومې رسنۍ چې په جمهوري نظام کې وې اوس يې له ۳۵سلنې څخه کمې فعالیت کوي او پاتې نورې یې د محدودیتونو له امله تړلي دي.

خو هغه رسنۍ چې د طالبانو د رژيم په ګټه يې خپرونې کولې، بيا فعالې شوي دي.

اعلاميه زياتوي، په جمهوري نظام کې د رسنیو له ۱،۸۰۰ ښځینه کارکوونکو او خبریالانو څخه یوازې ۵۰ تنه یې د طالبانو تر سختو محدودیتونو لاندې کار کوي.

په همدې حال کې، په جلاوطنۍ کې افغان خبریالان د ځان د وضعیت په اړه اندېښمن دي چې په تېرو درې کلونو کې ورسره مخ دي.

یوې افغان ښځینه خبریالې چې نه‌یې غوښتل د امنيتي ستونزو له امله يې نوم په راپور کې واخیستل ازادي راډیو ته وویل: "تللې وم يوې سيمې ته د خبر د پوښښ لپاره، خو د امر بالمعروف چارواکو له ما يو عکس اخيستى وو چې دې مانتو یا لنډه لمن والا جامې اغوستي، کله يې چې زه وغوښتم تر څلور ساعته بندۍ وم، بالاخره زموږ يو خپلوان راغى او له ما يې ضمانت وکړ او دا د دې لامل شو چې زه څه موده د خبريالۍ له دندې لرې شم او نور سيمې ته د خبرونو د پوښښ لپاره ولاړه نه‌شم، سره له‌دې چې حق مې دى."

انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

یو نارینه خبریال چې دا هم د موضوع د حساسیت له امله د نوم له څرګندولو ډډه کوي، ازادي راډیو ته وویل چې، د طالبانو ګواښونو او ناوړه چلند د رسنیو او حکومت ترمنځ باور زیانمن کړی دی.

هغه وايي: "په تېرو درې کاله وړاندې چې حکومت ديکتاتورډوله و، خبريالانو تر ټولو ډېر زيانونه وليدل او دا د دې لامل شو چې د بيان ازادي په‌دې درې کلونو کې په‌داسې موقیعت کې اوسي چې د خبريالان رسنيو او حکومت تر منځ باور له‌منځه لاړ شي."

په‌همدې حال کې د افغانستان د خبريالانو مرکز وايي، په تېرو درېیو کلونو کې د خبریالانو او رسنیو وضعیت ډېر ستونزمن شوى دی.

د افغانستان د خبريالانو د مرکز د اړيکو او عدالت غوښتنې د کمېټې مشرې سمیې ولي‌زاده ازادي راډیو ته وویل: "که همدا وضيعت همداسې دوام وکړي هغه رسنۍ چې فعالې دي او کوم خبريالان چې فعال دي او د بيان ازادۍ د ژوندي ساتلو په موخه کار کوي، د دې احتمال شته چې د هغوى فعاليت هم ودرول شي. د افغانستان د خبريالانو مرکز په‌دې اړوند اندېښنه لري او د دې غوښتنه کوي چې د رسنيو او خبريالانو قانونوي ازادي د افغانستان دننه خوندي شي."

خو له‌دې سره په اروپا او شمالي امریکا کې جلا وطني افغان خبریالان ژوره اندېښنه څرګندوي، چې طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې د هېواد د شل کلن جمهوریت ستره لاسته‌راوړنه، د بیان ازادي او رسنۍ په بشپړه توګه له‌منځه وړې ده.

دا په‌داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ درې کاله وروسته هم طالبان ادعا کوي، چې د ملي ګټو پر بنسټ د رسنیو له فعالیتونو ملاتړ کوي.

د طالبانو په خبره، هیڅ خبریال د دوی د رسنیزو فعالیتونو په تور نه‌دی نیول شوی او ډېرى رسنۍ د محدودیتونو له امله نه، بلکې د اقتصادي ستونزو او د مالي ملاتړ د نشتوالي له امله تړل شوي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG