د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۳

افغانانو لپاره د بریتانیا د چیونېنګ بورسونو ځنډېدل؛ یو شمېر افغان محصلانو پرې خواشيني وښوده


ارشیف: په افغانستان کې یو شمېر زده‌کوونکې
ارشیف: په افغانستان کې یو شمېر زده‌کوونکې

د افغانانو لپاره د بریتانیا د چیونېنګ Chevening تحصیلي بورسونو ځنډېدلو یو شمېر افغانې محصلانې، خواشینې کړي دي.

۲۵ کلنه ثریاخان محصله وه چې طالبان پر افغانستان واکمن شول او د ۲۰۲۲م کال له ډسمبر میاشتې راهیسې پوهنتون ته له تلو څخه بې برخې شوې ده.

ثریا وايي چې د یوه تحصیلي بورس ترلاسه کول یې د ژوند لوی ارمان دی، خو دا زیاتوي چې د افغانانو لپاره د چیونېنګ د تحصیلي بورسونو د ځنډېدو له کبله ډېره ناامیده شوې ده.

هغې وویل: "دا هېوادونه د دې پرځای چې خپل شرایط لږ آسانه کړي، د افغان نجونو او ښځو لپاره بورسیې زیاتې کړي، هغه بورسیې چې دوی پخوا اعلان کړي هغه هم پرې بندوي. دا ډېره زیاته ناامېدونکې ده. زه خپله له هغو محصلینو څخه یم چې هیله لرم د همدې بورسیو له لارې خپل تحصیل پوره کړم. نو زما په څېر زرګونه نور محصلان دي. نو دا پر افغان نجونو هم یو ډول داخلي او هم بهرنی فشار دی چې راځي او په دواړو کې د افغانې نجلۍ او مېرمنې تاوان دی."واقعاً د ډېر افسوس ځای دی چې موږ په افغانستان کې اجازه نه لرو پوهنتون یا ښوونځي ته ولاړې شو خپل تحصیل بشپړ کړو او ماسټرۍ ته اپلای وکړو، نو په دې صورت کې زموږ سترګې بهرنیو هېوادونو ته یا بورسونو ته وي."

د بریتانیا بیرغ
د بریتانیا بیرغ

ثریا له هغو میلیونونه نجونو څخه ده چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې له تعلیم او تحصیل څخه بې برخې شوې، خو په داسې حال کې چې د ثریا په څېر نجونو بهرنیو بورسونو ته د امېد سترګې نیولي، د برتانیا حکومت د افغان محصلانو لپاره دا مهم تحصیلي بورس ځنډولی دی.

د افغانستان لپاره د چېونېنګ د تحصیلي بورسونو پر ویبپاڼه په یوه بیان کې راغلي چې د ۲۰۲۵م او ۲۰۲۶م تعلیمي کال لپاره د غوښتنلیکونو د منلو بهیر د اوس لپاره ځنډېدلی دی.

د دې پرېکړې لپاره کوم مشخص دلیل نه دی وړاندې شوی.

په بیان کې راغلي چې د سږني تعلیمي کال لپاره د افغان محصلانو د منل کېدو د شرایطو څرنګوالی هم تراوسه تر غور لاندې دی او له مینه‌والو څخه غوښتل شوي چې د تازه معلوماتو لپاره دې دا پاڼه تعقیب کړي.

د نورو هېوادونو د محصلانو د غوښتنلیکونو منل د روانې اګست میاشتې په شپږمه پیل شوي دي.

د چیونېنګ بورسونو د یوې تېرې دورې فارغ نعمت ظفر چې اوسمهال د برتانیا په ساسکس پوهنتونو کې د نړیوال پرمختګ په برخه کې پر خپله دوکتورا کار کوي، له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، دوی هلې ځلې پیل کړې چې برتانوي چارواکي دې ته وهڅوي چې دې بورسونو ته د افغان محصلانو د منلو بهیر بیا پیل کړي.

ظفر وايي: "ما دوی ته ایمیل ولېږه ورته ومې ویل، تاسو اوسنۍ سهمیه چې د ۲۰- ۲۵ کسانو لپاره ده، باید دوه برابره کړئ او پنځوسو ته یې لوړه کړئ او مخصوصاً افغانو نجونو ته مو باید ورکړې وای، نو په داسې حال کې چې طالبانو د افغان نجونو پرمخ د تعلیم دروازه بنده کړې ده په دې کار سره موږ کولای شو نورو فرصتونو ته دروازې خلاصې کړو. دا او نور بورسونه به یوڅه ونډه ترسره کړي او افغانې نجونې به له دې فرصت څخه استفاده وکړي."

چیونېنګ د بریتانیا د حکومت د تحصیلي بورسونو پروګرام دی چې د ماسترۍ د دورې لپاره د بېلابېلو هېوادونو محصلانو ته ورکول کېږي.

د چیونېنګ نښان
د چیونېنګ نښان

د راپورونو له مخې د سوریې، سودان او روسیې په څېر د نورو هېوادونو لپاره په دې پروګرام کې د محصلانو د منلو بهیر پیل شوی او روان دی.

په راپورونو کې راغلي چې د چیونېنګ د ماسترۍ له پروګرام څخه څه باندې پنځوس تنه فارغانو په یوه لیک کې د بریتانیا د بهرنیو چارو له وزارت څخه د دې اقدام د علت په اړه وضاحت غوښتی دی.

په لیک کې دا پرېکړه د هغو کسانو لپاره چې د نړۍ بدلون یې هیله ده، یوه لویه ضربه بلل شوې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG