د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۰

د طالبانو د واکمنۍ درې کاله؛ افغان وېټنس: دغه موده کې د ښځوژنې نږدې ۳۳۲ پېښې ثبت شوي


ارشیف: په بامیان کې د یوې وژل شوې مېرمنې مړی
ارشیف: په بامیان کې د یوې وژل شوې مېرمنې مړی

د "افغان وېټنس" بنسټ وايي، د طالبانو د واکمنۍ په درېیو کلونو کې په افغانستان کې د ښځوژنې یا "فیمیسایډ" نږدې ۳۳۲ پېښې ثبت شوي دي.

دغه سازمان د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ د کلیزې په مناسبت په خپل نوي راپور کې ویلي، شاوخوا ۸۴۰ افغان مېرمنې له جنسیتي تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.

خو د ځینو افغان نجونو او د هغو ښځو خپلوان چې د ځان وژنې هڅه یې کړې، د دې کړنو لامل د طالبانو د حکومت محدودیتونه او د ښځو پر وړاندې سخت تاوتریخوالی بولي.

د "افغان وېټنس" په نوم بنسټ وايي چې د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ پر مهال په بېلابېلو برخو کې د جنسیت پر بنسټ د افغان مېرمنو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

دغه بنسټ پرون پنجشنبه د اګست ۱۵مه د ورځنیو پېښو په نوم د یوه راپور په خپرولو سره ویلي چې د طالبانو په درې کلن حاکمیت کې نږدې ۳۳۲ د ښځوژنې "فیمیسایډ" پېښې ثبت شوي او مېرمنو په سیسټماتیک ډول د دوی د ونډې له منځه وړلو شکایت کړی دی.

د دغه بنسټ د راپور له مخې، د ۲۰۲۲م کال د جنورۍ له میاشتې د ۲۰۲۴م کال د جون تر ۳۰مې نېټې ۸۴۰ مېرمنې او نجونې د جنسیت پر بنسټ له تاوتریخوالي سره مخ شوې دي.

د راپور له مخې، په ټول افغانستان کې له مېرمنو سره د جنسیت پر بنسټ تاوتریخوالی کېږي او هره میاشت ۲۸ مېرمنې له دا ډول تاوتریخوالي سره مخ کېږي.

راپور وړاندې د ۱۱۵ جبري ودونو، جنسي برده‌ګۍ، جنسي تېریو او همدا راز ۷۳ غیر جنسي ځورونو او د ۱۱۳ نیونو له پېښو یادونه کوي چې د طالبانو پر وړاندې اعتراضونه یې کړي دي.

په راپور کې د راټولو شویو معلوماتو له مخې، د طالبانو د درې کلن حاکمیت پر مهال، په سړکونو او کوڅو کې د لاریونونو په شمېر کې د پام وړ کموالی راغلی او اوس اعتراض کوونکي هڅه کوي چې په خپلو کورونو کې د ویډیو په اخیستلو سره غږ پورته کړي.

ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوې اعتراضیه غونډې انځور
ارشیف: په کابل کې د معترضو مېرمنو د یوې اعتراضیه غونډې انځور

د افغان‌ وېټنس په راپور کې وړاندې راغلي چې افغان ښځو او نجونو تل هڅه کړې چې د طالبانو د بندیزونو پر وړاندې د عدالت غوښتنې لپاره خپل غږ پورته کړي، خو په تېرو درېیو کلونو کې د افغان ښځو او نجونو دغه اعتراضونه او لاریونونه په ډراماټیک ډول کم شوي دي.

افغان وېټنس وايي، طالبانو په تېرو درېیو کلونو کې د ښځو پر وړاندې خپل محدودیتونه په شدیده توګه ډېر کړي دي.

رقیه ساعي، د طاهرې یوه نږدې ملګرې او خپلوانه ده، هغه نجلۍ چې د طالبانو له زندانه تر خوشې کېدو وروسته یې د ځان وژنې هڅه وکړه.

اغلې ساعي ازادي راډیو ته وویل، طاهره د حجاب نه کولو په تور نیول شوې وه.

هغې زیاته کړه: "د جبري حجاب په پلمه یې چې ویل یې ته حجاب نه لرې، د پنجاب ولسوالۍ ته بوتله او له هغه ځایه بامیانو ته او یو څه موده یې زنداني کړه، له خوشې کېدو وروسته چې له ډېرو ستونزو او ضمانت سره خوشې شوه، کور ته ولاړه، له بده مرغه هغې ځان وواژه، هغه تل هڅه کوله او راتلونکي لپاره هیله‌منه وه."

خو له دې سره یو شمېر افغان معترضې مېرمنې وايي چې د سختو بندیزونو، زنداني کېدو، بې‌کارۍ، او بې‌وزلۍ له امله یې د ځان وژنې هڅه کړې ده.

یوه معترضه مېرمن وايي: خپل ژوند پای ته ورسوم.

له دې ډلې څخه یوې معترضې مېرمنې، چې نه یې غوښتل د امنیتي ستونزو له امله نوم یې په راپور کې یاد شي، په دې اړه ازادي راډیو ته وویل: "زه د ۲۰۲۳م کال د اګست په دویمه زنداني شوم، هر څه مې له لاسه ورکړل، ډېرې پیسې مې ورکړې، له زندانه خوشې شوم، د کار صاحب مې له همدې امله له دندې ګوښه کړ، ځکه پوه شول چې زه یوه معترضه ښځه یم، مېړه مې پرېښود، ځکه یې ویل ته د طالبانو په زندان کې وې، خدای خبر څه به درسره شوي وي، زه له خپلو دوو ماشومانو سره په بد روحي او رواني حالت کې یم، هره شېبه مې زړه وايي چې خپل ژوند پای ته ورسوم."

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د ښځو برخې په خپل یوه تازه راپور کې، چې د اګست په ۱۳مه د طالبانو د واکمنۍ د درېیمې کلیزې په مناسبت خپور شوی، ویلي چې د هغې ټولپوښتنې له مخې، چې په ۲۰۲۳م کال کې شوې، ۸ سلنه ښځو ویلي چې دوی لږترلږه یوه داسې افغانه ښځه یا نجلۍ پېژني چې د اګست له ۲۱مې وروسته یې د ځان وژنې هڅه کړې.

که څه هم د طالبانو حکومت تل ادعا کوي چې په افغانستان کې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه تامین شوي، خو د ۲۰۲۱م کال د اګست له میاشتې راهیسې یې په تېرو درېیو کلونو کې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له ښوونځي او پوهنتون ته له تلو منع کړي او په افغانستان کې یې په ټولو نادولتي او ځینو دولتي ادارو کې له کار کولو منع کړي.

دغه شان یې په ښځینه سینګارتونو کې هم د نار کولو مخه نیولې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG