د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

طالبانو په مزارشريف کې "روضه شريف" ته د ښځو پر ورتګ بنديز لګولی


ارشيف
ارشيف

د بلخ ولایت یوشمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې طالبانو په مزارشريف کې ښځو ته روضه شریف ته د ننوتو اجازه نه ورکوي.

په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو حکومت له‌خوا پر ښځو د محدودیتونو په دوام، تازه د بلخ ولایت د مزارشریف ښار یوشمېر ښځې او اوسېدونکي ادعا کوي، چې طالبان په دغه ښار کې روضه شریف یا د حضرت علي "رض" په نوم نومول شوې مقبرې ته ښځو د ننوتلو اجازه نه ورکوي.

يادې مېرمنې دغه شان وايي، سره له‌دې چې حجاب کړې ځي او مخونه یې پټ وي، خو بیا هم د ننوتلو اجازه نه ورکول کېږي.

"موږ اته ورځې مخکې مزارشریف ته ولاړو، غوښتل مو روضې شریف ته ننوځو، خو اجازه یې را نه‌کړه
له کابله بلخ ته تللې يوه مېرمن

د مزارشريف ښار يوه اوسېدونکې، چې نه‌غواړي د موضوع د حساسيت له امله یې نوم په‌دې راپور کې واخيستل شي، ازادي راډيو ته وويل: "زما هغه ځای خوښېږي، ارام ځای دی، ښځو ته د لمونځ کولو لپاره بل ځای نه‌شته، هلته کولای شو ولاړ شو او لمونځ وکړو، څو ځل مې وغوښتل چې ولاړه شم، خو پلمه یې وکړه، پرې یې نه‌ښودم چې دننه ولاړه شم، مخکې چې ممانعت کم و په ډېر عذر او زاریو به یې اجازه ورکوله، خو یو څه موده ورسته مو پام شو، چې په بشپړ ډول تړل شوې، له ساتونکو مو چې پوښتنه وکړه، اجازه ده چې ولاړ شو، ویل نه اجازه نه‌شته."

په ورته وخت کې د نورو ولايتونو يوشمېر مېرمنې هم ادعا کوي، چې بلخ ولايت ته د سفر پر مهال يې په څوځلي هڅه کړې، چې د عبادت او دعا لپاره روضې ته ننوځي، خو اجازه نه‌ده ورکړل شوې.

يوه مېرمن چې په‌دې وروستيو کې له کابله بلخ ولايت ته تللې وه او نه‌غواړي نوم يې خپور شي وايي: "موږ اته ورځې مخکې مزارشریف ته ولاړو، غوښتل مو روضې شریف ته ننوځو، خو اجازه یې را نه‌کړه، ځینو کورنیو موږ ته وویل چې ورته ووایاست مسافر یو ښايي اجازه درکړي، خو کله چې لاړو، موږ ورته وویل چې موږ مسافر یو، موږ له کابل څخه راغلي یو او موږ غواړو چې روضې شریف ته ننوځو، خو یوازې يې زموږ سړیو ته اجازه راکړه او موږ ډېر خپه شوو."

‌د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو مخکې روضه شریف یا د حضرت علي "رض" په نوم نومول شوې مقبرې ته ښځو د ننوتلو اجازه وه او دوی به دعاوو لپاره ورتللې.
‌د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو مخکې روضه شریف یا د حضرت علي "رض" په نوم نومول شوې مقبرې ته ښځو د ننوتلو اجازه وه او دوی به دعاوو لپاره ورتللې.

دغه راز يوه بله مېرمن چې دا هم په وروستيو کې له تخار څخه بلخ ته ورغلې وه او دا هم نه‌غواړي نوم يې ياد شي ازادي راډيو ته وويل: "موږ مزار ته لاړو، روضې شریف ته لاړو، خو هغوی اجازه رانه‌کړه او بله ورځ کابل ته راغلو، هر څومره چې مو عذر او زاري وکړه، هغوی موږ ته د روضې دننه اجازه رانه‌کړه، موږ ته یې وویل چې بېرته ولاړې شئ."

‌د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو مخکې روضه شریف یا د حضرت علي "رض" په نوم نومول شوې مقبرې ته ښځو د ننوتلو اجازه وه او دوی به دعاوو لپاره ورتللې.

د دې تر څنګ خلک به تفریح ته هم ورتلل او د نوروز په ورځ د جنډې پورته کولو تر ټولو لوی مراسم هم همدلته ترسره کېدل.

ومو غوښتل په مزار شريف ښار کې روضې ته د ښځو د ورتګ د بنديز په اړه د سيمه‌ييزو طالب چارواکو نظر واخلو، خو دې ولايت کې د امر بالمعروف د رياست مشر شيخ نورمحمد حقاني او د بلخ ولايت لپاره د اطلاعات او کلتور رييس مولوي ذبيح‌الله نوراني په‌دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

په بلخ ولايت کې د ښځو پر مخ د روضې يا "سخي زیارت" د دروازو تړل کېدو ادعاوې په‌داسې حال کې کېږي، چې د طالبانو سخت بنديزونو چې ورځ بلې ته سختيږي د ښځو ژوند له ستونزو سره مخ کړى.

سره له‌دې چې طالبان ادعا کوي چې د ښځو ټول حقونه يې د اسلامې شريعت په چوکات کې خوندي کړي خو د کار، زده‌کړو، له شرعي محرم پرته سفر د بنديزونو تر څنګ يې تازه د ښځو غږ او مخ هم عورت ګڼلي.

هغه څه چې د نړيوالو له‌خوا د ښځو له حقونو پراخه سرغړونه بلل شوې.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG