د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۲

انټوني بلېنکن يوځل بيا له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د وتلو مسئله کې احضار شوی


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د انتقادونو په دوام، یوځل بیا د دې هېواد بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن دغه کمېټې ته احضار کړی دی.

د يادې کمېټې مسوولينو ویلي چې نوموړی د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتلو په اړه، د توضیحاتو لپاره دې کمېټې ته نه‌دی حاضر شوی.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې جمهوري غوښتونکی مشر، مایکل مک‌کال پرون سه‌شنبه د سپټمبر ۳مه په یوه لیک کې چې د دې کمېټې پر وېب‌پاڼه خپور شوی ویلي، د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن باید د روانې سپتمبر په ۱۹مه کمېټې ته حاضر شي، کنه نو جرګې ته په سپکاوي به تورن شي.

جمهوري غوښتونکی مایکل مک‌کال چې د ډیموکرات جوبایډن د ادارې د سرسخته منتقدینو څخه دی زیاته کړې، چې د کمېټې پر وړاندې په شهادت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اوسني او پخوانیو چارواکو تایید کړې چې له افغانستانه د وتلو او تخلیې په اړه، انتوني بلېنکن د بهرنیو چارو وزارت وروستی پرېکړه کونکی و.

مایکل مک‌کال د لومړي ځل لپاره د مۍ په ۲۳مه د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انټوني بلېنکن څخه غوښتنه وکړه، چې له افغانستانه د امریکا د وتلو په اړه د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې په غونډه کې حاضر شي، خو د ښاغلي مک‌کال په خبره یاد وزارت د بلېنکن د حاضرېدو د نېټې په ورکولو کې پاتې راغی.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ريیس مایکل مکال
د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې ريیس مایکل مکال

د رویټرز خبري اژانس د راپور له‌مخې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر بیا په یوه بیان کې ویلي: "دا د مایوسۍ وړ ده چې کمېټه د دې پر ځای چې په ښه نیت له‌دې وزارت سره ښکېلتیا ته دوام ورکړي، یو بل غیر ضروري احضاریه یې صادره کړې."

دا په‌داسې حال کې ده چې په امریکا کې د راروانې نومبر میاشتې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په درشل کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو مسئله یوځل بیا توده شوې ده.

خو افغان کارپوهان له افغانستانه د امریکا د وتلو پرېکړې په اړه څه نظر لري؟

یو شمېر سیاسي او د د نړیوالو اړیکو کارپوهان دا یوه عاجله پرېکړه بولي او وايي، دې پرېکړې د افغانستان سیاسي او ډيپلوماتیکي حیثیت ته زیان رسولی.

"په‌دې برخه کې د بې‌ځایه بېړې څخه کار اخیستل شوی او د پایلو په اړه یې فکر نه و شوی، چې خپله امریکايي چارواکو هم وخت په وخت د دې موضوع په اړه اعتراف کړی
غوث جانباز

پخواني افغان ډیپلوماټ غوث جانباز ازادي راډيو ته وویل: "په‌دې برخه کې د بې‌ځایه بېړې څخه کار اخیستل شوی او د پایلو په اړه یې فکر نه و شوی، چې خپله امریکايي چارواکو هم وخت په وخت د دې موضوع په اړه اعتراف کړی، د افغانستان سیاسي او ډيپلوماتیک حیثیت ته ډېر لوی او تاریخي زیان رسېدلی، افغانستان عملاً د یوې لویې او ژورې انزوا خوا ته روان دی."

د سیاسي چارو کارپوه اسحاق اتمر وویل: "امریکا په ډېره عجله خپل سرتیري له افغانستانه وویستل، تر څو د دوی زیان په سیمه کې کم شي، خو دا تل د افغانانو له‌خوا هم او په امریکا کې د دې هېواد د خلکو او سیاستمدارانو له‌خوا هم د بایډن په حکومت انتقاد شوی چې دا وتل ډېر په بېړه و او افغانانو او امریکایانو ته یې ډېرې ستونزې پیدا کړې."

دا په‌داسې حال کې ده چې د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېتې مشر مایکل مک‌کال د تېرې اګست د ٣٠مې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د بشپړ لېږد د درې کلنۍ په مناسبت په یوه بیان کې ویلي و، افغانستان د امریکا له وتلو وروسته یو ځل بیا د ترهګرو لپاره په یوه خوندي پټن‌ځای بدل شوی، چیرې چې ښځې په‌کې د ده په خبره، د طالبانو د واکمنۍ تر ظالمانه اسارت لاندې ژوند کولو ته اړې شوې دي.

نوموړي د امریکا د ولسمشر جو بایډن پر ادارې په انتقاد سره ویلي و، د بایډن او هریس ادارې له افغانستانه د پوځیانو په ايستلو خپل لسګونه زره افغان متحدین د طالبانو ښکار ته پرېښي دي.

د طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵مه نېټه په افغانستان کې بیاځلي واک ته ورسېدل.

د سپينې ماڼۍ د معلوماتو له‌مخې، له افغانستانه د دې هېواد د ځواکونو وتل د ۲۰۲۱ کال د اګست په ١٤مه پيل او د اګست په ٣١مه بشپړ شول.

  • 16x9 Image

    ثنا کاکړ

    ثنا  کاکړ(په انګرېزۍ کې: Sana Kakar) د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو خبریاله چې د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه ورکوي.  

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG