د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۶

اې‌ایس‌آی‌ایس‌سي:: داعش په افغانستان کې دننه او بهر د حملو وړتیا لري


د داعش بیرغ
د داعش بیرغ

په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې د ځپلو په اړه د طالبانو حکومت له ادعاوو سره سره، د اسټرالیا د سټراټیژیکو مطالعاتو انسټېټیوټ راپور ورکړی چې داعش خراسان ډله په افغانستان کې دننه او بهر د حملو وړتیا لري.

که څه هم د طالبانو حکومت یو ځل بیا ادعا کوي چې په افغانستان کې یې د داعش خراسان ډله له‌منځه‌ وړې، خو د اسټرالیا د سټراټیژیکو مطالعاتو انسټېټیوټ وايي، نه یوازې دا چې په افغانستان کې د دې ډلې وړتیا زیاته شوې، بلکې کولای شي چې په نړیوالو اهدافو حملې هم وکړي.

دې انسټېټیوټ په یوه نوي راپور کې چې وري په نهمه یې خپور کړی لیکلي، داعش خراسان ډله "له طالبانو سره د خونړي رقابت سربېره لا هم قوي ده."

د دې انسټېټیوټ په راپور کې زیاته شوې، په کندهار او مسکو کې د داعش بریدونو د دې ډلې قدرت او وړتیا وښوده او د طالبانو هغه ادعا یې "بې‌‌بنسټه" ثابته کړه چې وايي، داعش خراسان ډله یې له‌منځه وړې.

په کندهار کې د وري په دوهمه د کابل بانک مخ‌ته د ځانمرګي برید مسوولیت د داعش خراسان ډلې منلی و، خو د مسکو په کیراکوس کې د وسله‌والې ډله‌ییزې حملې پړه د داعش رهبرۍ په غاړه واخیسته.

سرچینې: د کندهار په نننۍ ځان وژونکې حمله کې ۱۹ کسان مړه او ۱۸ ټپیان دي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:21 0:00

خو د اسټرالیا د سټراټیژیکو مطالعاتو انسټېټیوټ د راپور بر عکس د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پرون طلوع نیوز کورنۍ سره خبرو کې یو ځل بیا په افغانستان کې د داعش خراسان څانګې د ځپلو ادعا کړې ویلي: "د اسلامي امارت له بریا وروسته، داعش په افغانستان بشپړ ځپل شوی دی. که په کومه سیمه کې دوه درې سلنه شيندلي پاتې وي، نور یې ټول قوت او ځواک له‌منځه تللی دی."

مجاهد داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د اسټرالیا د سټراټیژیکو مطالعاتو انسټېټیوټ بیا په خپل راپور کې له داعش سره د طالبانو مبارزه او له القاعده ډلې د اړیکو پرېکون "بې‌بنسټه او پوچه" ادعا بللې ده.

په دې راپور کې ادعا شوې، طالبان القاعده ډلې سره وفادار پاتې دي او دې شبکې د افغانستان په ډېرو ولایتونو کې خپل مرکزونه جوړ کړي دي.

په راپور کې دا ادعا هم شوې چې په افغانستان کې ۲۱ نورو ترهګرو ډلو هم خپل مرکزونه فعال کړي دي.

خو د طالبانو حکومت بیا په ځلونو له القاعده ډلې سره خپلې اړیکې او په افغانستان د بهرنیو ترهګرو شتون رد کړی او دا یې هم ویلي، اجازه به ور نه کړي چې د افغانستان خاوره د بل کوم هېواد پر ضد وکارول شي.

په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې د فعالیت او حملو په اړه اندېښنې داسې مهال مطرح کېږي چې د بحران نړیوالې ډلې څېړونکو په خپلو نویو څرګندونو کې ویلي، احتمالا په افغانستان کې دننه د داعش خراسان څانګې عملیاتي وړتیا کمه شوې، خو د دوی په ټکو دا ډله له افغانستانه د باندې د لویو بریدونو وړتیا لري.

د دې کارپوهانو په نویو څرګندونو چې نن یې په خپله ویبپاڼه خپرې کړي په مسکو کې د تېرې اوونۍ حملې ته په اشاره راغلي، که څه هم د دې برید مسوولیت د داعش خراسان څانګې نه‌، بلکې د داعش لویې رهبرۍ منلې، خو د بحران ډلې د څېړونکو له قوله سرچینې وايي چې د امریکا متحده‌ایالات د داعش خراسان څانګې ته د یوې داسې ډلې په سترګه ګوري چې ممکن دې حمله کې ښکېله وي.

د بحران نړیوالې ډلې کارپوهان د اروپا په ګډون د سیمې هېوادونو لپاره هم د داعش خراسان څانګه د یوه خطر په توګه مني.

دا په داسې حال کې ده چې د سنټکام مشر جنرال مایک کوریلا دوه اوونۍ وړاندې د امریکا متحده‌ایالاتو کانګرس ته ویلي و، داعش خراسان څانګه به په شپږ میاشتو کې د دې وړتیا ولري چې له افغانستانه د باندې عملیات وکړي.

د سنټکام مشر جنرال مایک کوریلا
د سنټکام مشر جنرال مایک کوریلا

تېره یک‌شنبه د امریکا متحده‌ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې مشر مایکل مک‌کال "سي‌بي‌ایس CBS "تلوېزیون "Face the Nation "خپرونه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا داعش کولای شي په امریکا برید وکړي ویلي وو چې "هغه ته داسې برېښي."

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG