د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۹

امربالمعروف پر قانون د نیوکو دوام؛ ځینې مېرمنې: طالبانو د ټولنې عیني واقعیتونه په پام کې نه دي نیولي


د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت
د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت

په افغانستان دننه ځینې ښځې د طالبانو د حکومت د امر بالمعروف پر نوي قانون نیوکه کوي، وایي چې د ټولنې عیني واقعیتونه په کې په پام کې نه دي نیول شوي.

وروسته له هغه چې د طالبانو حکومت په افغانستان د امر بالمعروف نوي قانون کې د ښځو پر غږ او مخ ښکارېدو بندیز ولګاوه، یو شمېر ښځې نیوکه کوي، وایي چې طالبانو په دې قانون کې د دوی ستونزې په پام کې نه دي نیولي.

د لوګر یوه اوسېدونکې وايي: کله چې ښځې یو چېرې ځي موټران ته به څنګه وایي چې زه چېرې ځم، که سودا اخلي نو دوکاندار سره که خبرې ونه کړي نو څنګه به ترې سودا اخلي؟

د لوګر ولایت یوې اوسېدونکې د نوم نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وویل: "طالبانو چې په خپل دغه قانون کې د ښځو پر مخ او غږ بندیز لګولی، ښځې یې له زیاتو ستونزو سره مخ کړي دي؛ مثلاً کله چې ښځې یو چېرې ځي موټران ته به څنګه وایي چې زه چېرې ځم، که سودا اخلي نو دوکاندار سره که خبرې ونه کړي نو څنګه به ترې سودا اخلي؟ همداسې ډېرې نورې ستونزې شته. زما په باور د دوی دې قانون له مخې حتی ټولنه کې د ښځو ژوند کول ښایي ناممکنه وي، دا ډېر ناسم قانون دی."

د ننګرهار ولایت یوه اوسېدونکې چې دا هم نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي، نیوکه کوي چې طالبان د اسلام په نوم د خپل تفسیر په اساس پر افغان ښځو او نجونو داسې شرایط وضع کوي چې په خبره یې په هېڅ ډول په ټولنه کې د پلي کېدو نه دي.

هغه وايي: "د افغان ښځو په اړه د طالبانو وروستي بندیزونه دا واقعاً د نه منلو دي چې حتی ښځې نه شي کولای په اوچت اواز قرائت وکړي نو په ټولنه کې دا( ښځه) څه پاتې شوه؟ دا بندیزونه یوازې ښځې له ټولنې حذفوي، دوی نورې هم لرې کوي، یوې ښځې ته دې انسان په سترګه وکتل شي."

د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت د امربالمعروف نوی قانون د اګست په ۲۱مه اعلان کړ چې د قانون په متن کې راغلي دا قانون یې مشر ملاهبت‌الله اخندزاده توشېح کړی او د اجرا وړ دی.

د طالبانو مشر ملاهبت‌الله اخندزاده
د طالبانو مشر ملاهبت‌الله اخندزاده

د دې قانون په ۱۳مه ماده کې د ښځو د ټول بدن پټول "لازمي" بلل شوي او د قانون په ټکو "د فتنې له وېرې" د ښځو مخ پټول هم اړین دي.

د دې قانون د ۱۳مې مادې په بل بند کې د ښځو غږ هم عورت بلل شوی او له مخې یې ښځې حق نه لري چې سندرې ووايي او ان په لوړ غږ نعتونه ووایي یا قرائت وکړي.

دا قانون ټول څلور فصلونه او ۳۵ مادې لري.

د کابل ښار یوې اوسېدونکې ډاکترې سونیتا بهرام ازادي راډیو ته وویل، دوی د خپلو ناروغانو لپاره د سمو خدمتونو وړاندې کولو او په درملو خوړولو پوهولو لپاره اړې دي چې د خپلو ناروغانو نارینه پایوازانو سره خبرې وکړي.

هغه وايي: "دې ماده کې ستونزې شته، له اسلامي امارته زموږ غوښتنه ده چې پر دې مادې دې له سره غور وکړي، ځکه کله چې زموږ روغتون ته ناروغان راځي د اوسنیو شرایطو کې د اکثرو افغان ښځو ذهني وضعیت ښه نه دی نو موږ مجبورېږو چې د دوی له نارینه‌وو سره خبرې وکړو او د درملو کارولو طریقه وروښیو، نو چې دا بندیز وي موږ خپل کارڅنګه وکړو؟"

د هرات ولایت اوسېدونکې او د معترضو ښځو د یوې ډلې مسووله حلیمه پژواک بیا وایي، هغې ښځې چې د کورنۍ سرپرستان نه لري او مجبوره دي چې د خپلو کورنیو نفقه ګټلو لپاره له کوره بهر کار وکړي دا ډول قوانین به پر ځان څنګه عملي کړای شي؟

مېرمن پژواک وايي: "هغو افغان ښځو مېړونه چې د دې ډلې (طالبانو) په انتحاري حملو کې وژل شوي، مجبوره دي چې د خپلو ماشومانو او کورنیو د نفقو ګټلو لپاره کار وکړي او کله کله دوی مجبورېږي چې درانه او سخت کارونه وکړي، خو طالبانو د دوی پر غږ هم بندیز لګولی نو دوی به څه کوي؟"

د ازادي راډیو خبریالې هڅه وکړه څو په دې اړه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد او د دوی د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د ویاند عبدالغفار فاروقي ځواب ولري، خو پوښتنې یې ځواب نه کړې.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف نوی قانون په افغانستان کې دننه او بهر ګڼو ښځو، د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوالوسازمانونو، هېوادونو او آن یو شمېر دیني عالمانو غندلی دی.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌‌الله مجاهد په دې اړه خپر کړې خبرپاڼه کې د نړیوالو اندېښنې او غندنې "بې اساسه او ګستاخي" بللې، ویلي چې دا اندېښنې او نیوکې به د دوی په دریځ اغېز ونه کړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌‌الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌‌الله مجاهد

وړاندې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست خالد حنفي هم ادعا کړې چې دا قانون یې د اسلامي شریعت په رڼا کې جوړ شوی او په بشپړ ډول به عملي کېږي.

خو یو شمېر دیني عالمان په ټینګار سره وايي چې د اسلامي شریعت او حنفي فقې په هېڅ ځای کې د ښځو پر غږ او مخ بندیز نه‌شته.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG