افغانستان
طالبانو په سرپل کې د موسیقۍ شاوخوا سل الې سوځولي
![دا الې د امربالمعروف وزارت د لارښوونو پر بنسټ راټولې او سوځول شوي دي.](https://gdb.rferl.org/01000000-0a00-0242-e344-08db9e2fb41e_cx0_cy4_cw0_w250_r1_s.jpg)
طالبانو په سرپل ولایت کې د موسیقۍ شاوخوا سل الې سوځولي دي.
د افغانستان کورنیو رسنیو نن د جولای ۱۵مه د دې ولایت د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د بیان په حواله ويلي: "د موسیقۍ، ساز او سرود الې او ورته نورو وسایل له راټولېدو وروسته سوځول شوي دي."
په بیان کې وړاندې ویل شوي، دا الې د امربالمعروف وزارت د لارښوونو پر بنسټ راټولې او سوځول شوي دي.
طالبانو په افغانستان کې پر هر ډول موسیقۍ بندیز لګولی او له دې وړاندې يې د کابل په ګډون په یو شمېر نورو ولایتونو کې د موسیقۍ الې سوځولي دي.
د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ
ایران وايي افغانستان ته یې صادرات ۱۶۷ ملیون ډالرو ته رسېدلي
![ارشیف](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-2a26-08dc807734d9_w250_r1_s.jpg)
د ایران د ګمرکونو یوه چارواکي ویلي، سږکال د لیندۍ/ قوس تر پایه افغانستان ته د ایران صادراتو اندازه له ۱۶۷ ملیون ډالرو زیاته وه.
د دوغارون تایباد سرحدي ګمرک عمومي مدیر سید حسن رحیميزاده ویلي، چې یوازې د دوغارون ګمرک له لارې د ۱۶۷ ملیون ۷۱۳زره او ۷۲۳ ډالرو په ارزښت صادرات شوي دي.
د ده په وینا دا د تېر کال په نسبت افغانستان ته د ایران په صادراتو کې شا و خوا ۵۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
د ایران د ګمرکونو دغه چارواکي ویلي چې په دې موده کې له افغانستانه هم د ۱۴ ملیون او ۳۵۰ زره ډالرو په ارزښت ایران ته مالونه وارد شوي دي.
افغانستان چې مصرفي اقتصاد لري، تر ډېره د ګاونډیو هېوادونو پر وارداتو ولاړ دی او خپل صادرات یې کم دي.
د سالنګونو اصلي مسیر د سې شنبې په ورځ پرانیستل کېږي
![سالنګ](https://gdb.rferl.org/02490000-0aff-0242-b21b-08daf3f805fc_w250_r1_s.jpg)
د طالبانو ټولګټو وزارت وايي د سالنګونو لویه لار به د پلان شوي کار له بشپړاوي وروسته د سې شنبې په ورځ د ټولو موټرو پرمخ پرانیستل شي.
د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس پرون په یوه ویډیويي پیغام کې وویل، د لار تر پرانیستل کېدو پورې به کوچني او باروړونکي موټر په نوبتي ډول پر جلا مسیر د ټاکلي مهالوېش له مخې تګ راتګ کوي:
«لوی او کوچني مسافروړونکي موټر هره ورځ له دواړو مسیرونو تګ راتګ کولی شي، خو باروړونکي موټر یوه ورځ له شمال څخه د جنوب پر لوري او بله ورځ له جنوب څخه د شمال پر لوري د حرکت اجازه لري. د سې شنبې په ورځ د مرغومي/ جدي پر څلورمه بارړونکي موټرونه له شمال څخه جنوب ته د حرکت اجازه لري.»
د طالبانو ټولګټو وزارت له خلکو او موټرچلوونکو غوښتنه کړې، چې پر دغه لار د سفر پر مهال د وسایطو زنځیر، تودې جامې، د ژمي توکي او نور ضرور وسایل له ځان سره ولري.
د سالنګ لویه لار هر کال د اورښتونو او توفانونو له کبله د موټرو پرمخ د لنډې مودې لپاره تړل کېږي.
تخار کې چاودنه وشوه
![ارشیف](https://gdb.rferl.org/1acba367-63b8-4a3c-9a26-cc3c7959328b_w250_r1_s.jpg)
د تخار ولایت په مرکز تالقان ښار کې نن ماښام چاودنه وشوه.
ځايي سرچينې وايي، چاودنه سراى سنګ او لومړۍ امنيتي حوزې ته نږدې يوه ريکشا کې د ځاى پر ځاى شوي ماين له امله شوې ده.
د چاودنې شدت د ځايي اوسېدونکو تر منځ وېره خپره کړې او طالبانو امنيتي ځواکونه سيمې ته لېږلي دي.
تر اوسه طالب چارواکو د چاودنې د څرنګوالي او د مرګ ژوبلې د شمېر او احتمالي زیان په اړه څه نه دي ویلي.
د ارزو ټلویزیون ۷ نیول شوي کارکوونکي خوشې شول
![](https://gdb.rferl.org/dcf24f47-ff79-4ad4-8cb7-1312f89409af_cx0_cy12_cw50_w250_r1_s.jpeg)
د افغانستان د خبریالانو مرکز د آرزو ټلویزیون د نیول شویو کارکوونکو د خوشې کېدو خبر ورکړ.
دغه مرکز د شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه خصوصي ټلویزیون دا ۷ کارکوونکي په ضمانت خوشې شوي، خو په کابل کې لا هم د دغه ټلویزیون دفتر ته د فعالیت اجازه نه ده ورکړل شوې.
وړاندې لیکل شوي، چې د دغو کسانو محاکمه به یوه اوونۍ وروسته وشي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د آرزو ټلویزیون د کارکوونکو د خوشې کېدو هرکلی کړی او د طالبانو له حکومت یې غوښتنه کړې چې دا قضیه پای ته ورسوي.
ترکي چارواکي: ۶۰ غیرقانوني افغان کډوال مو نیولي دی
![](https://gdb.rferl.org/ED9D1943-D12C-4EB1-8F54-324B866DC65C_w250_r1_s.jpg)
ترکي چارواکي وايي، ۶۰ غیرقانوني افغان کډوال يې نیولي دي.
د ترکي ین ټي وي تلویزیون د جمعې په ورځ راپور ورکړی چې دغو کډوالو په ترکیه کې د پاتي کیدو قانوني اسناد نه درلود.
د ین ټي وي د راپور پر بنسټ، د دې کډوالو له ډلې ۲۱ يې افغانستان ته ډپیورټ شوي دي.
بل پلو، ترکي چارواکو ویلي، درې کسان يې د انساني قاچاق په تور نیولي او عدلي او قضايي اروګانو ته يې سپارلي دي.
د رسمي شمیرو له مخې څه باندې درې لکه افغانان په غیرقانوني توګه په ترکیه کې ژوند کوي.
ترکیه چې اروپا ته د رسیدو پر لار پروت هیواد دی، ډیر کله په کې د افغان کډوالو د نیولو سربیره، د دغو کډوالو د تښول کیدو او وژل کیدو راپورونه هم ورکړل شوي دي.
کرزی: طالبان دې د نجونو پر مخ د پوهنتونونو دروازې خلاصې کړي
![د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی](https://gdb.rferl.org/0D837DBF-8BD5-4099-9F55-549DDE479F83_w250_r1_s.jpg)
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلي، "د پوهنتونونو د پرانستلو لپاره د افغانو نجونو غږ تاییدوم".
ښاغلي کرزي نن د (ډیمسبر۲۱مه) پر خپلې ایکس پاڼې/پخواني ټویټر لیکلي، "تعلیم د نجونو اساسي حق دی او افغانستان به د دې نجونو له زده کړو پرته روښانه راتلونکی ونه لري.
هغه وړاندې د طالبانو له خوا د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د بندیدو د دوه کلنۍ په مناسبت غوښتي، نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړئ.
طالبانو دوه کاله وړاندې د ډیسمبر په ۲۲مه د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د بندیدو فرمان صادر کړ. که څه هم دا طالبانو دا بندیز له کورنیو او بهرنیو غبرګونونو سره مخ شو، خو طالبانو خپله پریکړه بیرته وانخیسته.
د ملګرو ملتونو د کډوالو لوی کمشنرۍ له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو پر وضعیت خبرې کړي دي
![](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-43f1-08dc28b5d342_w250_r1_s.jpg)
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي د افغان کډوالو پر موضوع د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمشنرۍ له استازي سره خبرې وکړې.
محمد صادق د شنبې په ورځ پر خپلې ایکس پاڼې (پخواني ټویټر) لیکلي، په اسلام اباد کې یې د (UNHCR) له استازې فلیپا کنډلر (Philippa Candler) سره، په پاکستان کې د افغان کډوالو پر موضوع خبرې وکړې.
په دغه کتنه کې د شویو بحثونو په اړه معلومات نه دي خپاره شوي، خو دا کتنه داسې وخت کېږي چې له پاکستان څخه د ۲۰۲۳م کال د نومبر له لومړۍ نېټې د بې اسناده افغان کډوالو ډله ییز اخراج روان دی.
د افغانستان لپاره د امریکا سفارت: افغانان له تصوره لوړ له اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ دي
![](https://gdb.rferl.org/C6035AB2-5176-464A-B785-9B59F57C7E30_w250_r1_s.jpg)
د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو سفارت، د بشري پیوستون نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي، په افغانستان کې له تصور لوړ، په ملیونونو وګړي له اقتصادي او بشري ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
دغه سفارت د جمعې په ورځ پر خپلې ایکسپاڼه/ پخواني ټویټر لیکلې، د حقونو، فرصتونو او سرچینو پر ګډ ملاتړ ټینګار کړی، چې افغانستان د دغه هېواد د وګړو هیلو ته ورنږدې کوي.
وړاندې لیکل شوي، «موږ کولی شو دا وښیو، چې پیوستون کوم سرحد نه پېژني».
د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته په ملیونونو نجونې او ښځې د تعلیم، تحصیل او کار له حقونو بې برخې کړای شوې دي.
د راپورونو له مخې له دې سره په دغه هېواد کې د بېوزلۍ او بېکارۍ سطحه لوړه شوې ده.
په هلمند کې د موټر د ټکر په پېښه کې دوه تنه مړه او څلور نور ټپیان شول
![د روان کال د سپټمبر په نهمه د بدخشان ولایت په کشم ولسوالۍ کې په یوه ترافیکي پېښه کې څلور کسان مړه شول](https://gdb.rferl.org/7504c811-b31a-4226-a169-f6a9225e8f3a_w250_r1_s.jpg)
د کندهار-هرات پر لویه لاره د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ په دوراهۍ سیمه کې د دریو موټرو ترمنځ ټکر شوی دی چې په پایله کې یې دوه تنو ځای پر ځای خپل ژوند له لاسه ورکړی او څلور نور ټپیان شوي دي.
د هلمند ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا پېښه د تیزرفتارۍ او د موټر چلوونکو د بېاحتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.
د پېښې ټپیان نژدې روغتون ته لېږدول شوي او د ځینو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
د سیمې اوسېدونکو پر موټر چلوونکو غږ کړی چې د لویو لارو په اوږدو کې د موټر چلولو پر مهال د ترافیکي قوانینو مراعات وکړي ترڅو ورته پېښې بیا تکرار نهشي.
د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې سبا شنبې دریمه یو ورځنۍ سیالي لوبوي
![افغان بالر عظمت الله عمرزی په هرارې کې د ډسمبر په ۱۷مه د زیمبابوې پر وړاندې د لومړۍ یوورځنۍ لوبې پرمهال](https://gdb.rferl.org/ecc30cb4-e4ad-42c6-b7ce-07d1e242a6d2_w250_r1_s.jpg)
ټاکل شوې ده چې د افغانستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې سبا شنبه( د مرغومي لومړۍ نېټه) د دریو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ وروستۍ لوبه ترسره کړي.
سیالي به د کابل پر وخت غرمه ۱۲:۰۰ بجې د زیمبابوې په پلازمینې هرارې کې پیل شي.
د دې لوبلړۍ په دوهمې سیالۍ کې افغانستان په لوی توپیر خپل کوربه ته ماتې ورکړه، خو د دوی لومړۍ لوبه د ورښت له امله بشپړه نشوه.
د ویلو ده چې د یو ورځنیو سیالیو تر لوبلړۍ وروسته به دواړه لوبډلې د ډسمبر په ۲۶مه نېټه د دوو ټیسټ سیالیو لوبلړۍ پیل کړي.