د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۷

نیوزویک مجله: د افغانستان د جګړې ورېځې په اوکراین کې پر روسیې او امریکا سیوری غوړوي


د اوکراین د روان جګړې یو انځور
د اوکراین د روان جګړې یو انځور

مېل انلاین:

د بریتانیا مېل انلاین د افغانستان په اړه د اسوشېټېډپرېس خبري اژانس راپور خپور کړی دی.

په دې راپور کې راغلي، په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر یوناما د بشري حقونو د نړیوالې ورځې او د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې د ۷۵مې کالیزې په مناسبت له طالبانو غوښتي د افغانستان د سوکاله، سوله‌ییزې او باثباته راتلونکې د بنسټ په توګه د بشري حقونو مکلفیتونه ومني او ننګه یې وکړي.

په دوام کې ویل شوي چې طالبانو د ۲۰۲۱ په اګست کې له واک ته رسېدو وروسته د ښځو او نجونو لومړني او اساسي حقونه تروړلي دي.

ښځې له ډېرو عامه ځایونو او ورځني ژونده محرومه شوي دي.

د طالبانو له لوري پر ښځو او نجونو لګول شوي بندیزونه په ټوله نړۍ کې غندل شوي دي.

په راپور کې همداراز راغلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر د بشري حقونو د ژمنو په برخه کې د طالبانو ناکامۍ یادې کړي او ویلي چې بې محاکمې اعدامونه، شکنجې او بدسلوکۍ، په خپل سر نیونې او نورې سرغړونې مستندوي.

یوناما ویلي، هغه کسان چې د بشري حقونو د دفاع لپاره غږ پورته کوي نیول کېږي، بندیان کېږي او ګواښل کېږي.

د بشري حقونو د نړیوالې ورځې په درشل کې امریکا د طالبانو دوه چارواکي د جمعې په ورځ تحریم کړل.

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر پر سرپرست وزیر او د علومو اکاډمۍ پر ريیس فریدالدین محمود د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو او نجونو د حقونو د سرغړونو په خاطر بندیز ولګول شو.

نیوزویک مجلې:

د افغانستان د جګړې ورېځې په اوکراین کې پر روسیې او امریکا سیوری غوړوي.

دا د نیوزویک مجلې د یوې تحلیلي لیکنې سرلیک دی چې دیوید برینان کښلې ده.

په دې لیکنه کې لومړی د اوکراین او روسیې په روانه جګړه کې ولاړ حالت ته اشاره شوې او د اوکراین د یوه جګپوړي قوماندان په قول ویل شوي چې اوکرایني پوځیانو د روسي پوځیانو د پرمختګ مخه نیولې، خو اوکراین هم نه دی توانېدلی چې خپله هغه شل سلنه خاوره بېرته ونیسي چې روسي پوځیانو د جګړې په پیل کې نیولې ده.

د دې شننې لیکوال په امریکا کې د اوکراین د جګړې په اړه د نظر اختلاف ته اشاره کوي او وايي، په داسې حال کې چې پخوانی ولسمشر دونالډ ټرمپ او یو شمېر جمهوریپال دا جګړه د افغانستان د شل کلنې جګړې په شان بې ګټې بولي ولسمشر بایډن او نور استدلال کوي چې په اوکراین کې څوک له دوی څخه ځواکونه نه غواړي بلکې یوازې پرمختللې وسلې او مالي ملاتړ غواړي. د دوی په نظر د اوکراین ملاتړ د لوېدیځ له امنیت سره مرسته کوي.

د لندن کالج پوهنتون د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو استاده جولي نورمن وايي چې د بایډن جمهوریپال مخالفان به یقیناً هڅه وکړي چې په افغانستان کې ماته په اوکراین کې له اوسني ولاړ حالت سره ورته وښيي.

دا په عین حال کې وايي چې احتمالاً افغانستان د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ تر ټولو لویه ناکامي وه.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG