د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۴

په ننګرهار کې دوو ځوانانو د پخواني پاچا "امان‌الله خان" په عکس لګول شوی تور رنګ پاک کړی


یوه ویډیو کې ښکاري چې دوه ځوانان په تورخم کې د امان‌الله خان پر عکس لګول شوی تور رنګ پاکوي.
یوه ویډیو کې ښکاري چې دوه ځوانان په تورخم کې د امان‌الله خان پر عکس لګول شوی تور رنګ پاکوي.

د ننګرهار په تورخم ښارګوټي کې یو شمېر ځوانانو د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ګټونکي او پخواني پاچا امان‌الله خان په عکس لګول شوی تور رنګ پاک کړی دی.

وروسته له هغې چې په ټولنیزو رسنیو په تورخم کې د افغانستان د پخواني او خپلواکۍ ګټونکي پاچا امان‌الله خان او د عدم تشدد فلسفې د مخکښ خان عبدالغفار خان د عکسونو د تورولو پر وړاندې توند غبرګونونه وښودل شول، تېره ورځ یو شمېر ځوانانو د امان‌الله خان له عکس تور رنګ پاک کړ.

په ټولنيزو رسنیو په یوه ویډیو کې دوه ځوانان ښودل کېږي چې د نوموړي له عکسه تور رنګ د ټوکر په وسیله پاکوي.

د تورخم ښارګوتي یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې دا کار د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر ریاست د محتسبینو دی، خو د امنیتي ستونزو له امله یې په دې اړه ازادي راډیو سره له خبرو کولو ډډه وکړه.

خو د ننګرهار یوه اوسېدونکي چې ده هم نه غوښتل د ورته ستونزې له امله یې نوم په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته وویل: "په تورخم ښارګوټي کې چې طالبانو کوم کار کړی او د غازي امان‌الله خان او باچا خان عکسونه یې په تور رنګ لړلي دي دا یې ښه کار نه دی کړی. شاه امان‌الله خان افغانستان ته خپلواکي راوړې او باچا خان ټول عمر د پښتنو د یووالي لپاره مبارزه کړې ده."

دی ادعا کوي چې د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست محتسبینو له دې وړاندې په جلال اباد ښار کې هم ورته کړنې ترسره کړي او د معاصر افغانستان د بنسټ ایښودونکي احمد شاه بابا تر څنګ یې د ګڼو نورو افغان پوهانو او لیکوالانو انځورونه له عمومي واټونو ليرې کړي دي.

د جلال اباد یو شمېر نورو ښاریانو هم ازادي راډیو ته وویل چې په وروستیو کې د دې ښار په ځینو واټونو کې د کرکټ د ملي لوبغاړو له ځړول شویو انځورونو سره هم ورته عمل شوی دی.

خو په ننګرهار ولایت کې د طالبانو حکومت سیمه‌ییزو مسوولانو په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې.

د ټولنیزو رسنیو ګڼو کاروونکو او یو شمېر پخوانیو افغان چارواکو هم دا کړنه غندلې ده.

پخواني ډیپلوماټ او د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پخوانی مرستیال زردشت شمس په خپله ايکسپاڼه کې لیکلي چې د سترو شخصيتونو سپکول د خپلو ځانونو سپکول دي او د ولس تر منځ د خپل حیثیت د لا بایللو نه پرته بله هېڅ ګټه نه لري.

پخوانی ډیپلوماټ او د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پخوانی مرستیال زردشت شمس
پخوانی ډیپلوماټ او د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پخوانی مرستیال زردشت شمس

نوموړي ازادي راډیو ته وویل: "شاه غازي امان‌الله خان او باچا خان د افغان تاریخ دوه هغه ستر شخصیتونه دي چې په لر او بر کې افغانان ورته ډېر احترام لري، دا دواړه داسې شخصیتونه دي چې په افغان تاریخ او ټولنه کې یې شخصیت ثابت دی او که هر څوک د دوی په شخصیت وار کوي اصلاً هغوی خپله سپکېږي او د ولس په منځ کې به یې په وړاندې نفرت لا ډېرېږي."

د تېر جمهوري حکومت د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر هم په خپله ایکسپاڼه کې دا کړنه غندلې او دا یې د افغان ولس پېژندنې او تاریخ ته سپکاوی بللی دی.

د سیاسي مسایلو پوه او لیکوال افراسیاب خټک بیا ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، دا کار چې د هر چا وي، دوی خپل مخونه تور کړي دي.

د سیاسي مسایلو پوه او لیکوال افراسیاب خټک
د سیاسي مسایلو پوه او لیکوال افراسیاب خټک

نوموړي وويل: "د غازي امان‌الله خان او د باچا خان د عکسونو تورول اصلاً د خپل مخ تورول دي، دا کار چې هر چا کړی دوی خپل مخونه تور کړي دي، ځکه دا له افغانیت او پښتنولۍ سره دښمني ده او بیا د تورخم سره نږدې دا کار کول، د چا خوشحالول دي؟"

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد مو هم په دې اړه وپوښت، خو نوموړي هم د دې راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې.

خو د طالبانو د حکومت د لوړ زده کړو وزارت مرستیال لطف‌الله خیرخواه د يادې کړنې ننګه کړې ده.

نوموړي په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې خبره د باچا خان او امان‌الله خان نه ده بلکې په ټکو یې د مجسمې ده.

نوموړي زیاته کړې، که د کوم مشر مجاهد مجسمه وي هم، همدغسې به یې خلک توره کړي.

خو د تورخم ښاروالۍ د پخوانیو مسوولانو په خبره چې دا مجسمې نه بلکې د تیږو په وسیله په لاس جوړ شوي عکسونه وو چې د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ګټلو د سلمې کلیزې په ویاړ د یوې مېرمنې په لاس جوړ شوي وو.

امان‌الله خان پر ۱۹۱۹م کال د انګریزانو او افغانانو ترمنځ د درېیمې جګړې ګټونکی پاچا و چې په پایله کې یې د افغانستان سیاسي خپلواکي بېرته ترلاسه کړه او افغانانو نوموړي ته د غازي لقب ورکړ.

خان عبدالغفار خان چې په فخر افغان هم مشهور و، د عدم تشدد فلسفې یو مخکښ و.

دوی دواړه د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې خښ دي او دا چې د خلکو تر منځ ډېر محبوبیت لري نو عکسونه او انځورونه یې د افغانستان د اکثرو ولایتونو په ډېرو برخو کې د تېر جمهوري نظام په ملاتړ او هم په شخصي ډول جوړ شوي دي.

XS
SM
MD
LG