د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۵

تاریخ‌پوهان: د افغانستان په تاریخ کې د زمري ۲۸مه برخلیک ټاکونې ورځ ده


کابل کې د خپلواکۍ ورځې ته تیاری
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

نن د زمري ۲۸مه نېټه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو ۹۹مه کالیزه ده.

هر کال دا ورځ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې لمانځل کېږي او دا ځل هم په ښارونو او واټونو کې هر چېرې د افغانستان درې رنګه بیرغ ښکاري.

تاریخ‌پوهان او لیکوالان وايي، د هېواد په تاریخ کې دا یوه برخلیک ټاکونکې ورځ ده چې باید ترې یادونه وشي.

د خپلواکۍ کلمه چې اورېدل‌یې هر انسان ته د ارامتیا او ملکیت احساس ورکوي.

د افغانستان خپلواکي هم د ۱۲۹۸ کال د زمري د میاشتې په ۲۸مه نېټه اخیستل شوې ده.

غازي امان‌الله خان له نن نه ۹۹ کاله پخوا د وخت حاکم بریتانیا حکومت څخه خپلواکي ترلاسه کړه او افغانانو ته يې نوي هیلې ورکړې.

لیکوال عبدالغفور لېوال وايي، د خپلواکۍ دا ورځ په‎دې وروستیو کلونو کې نوي پړاو ته داخله شوې چې د ځوانانو له‎خوا يې تود هرکلی کېږي.

دی ټینګار کوي چې د افغانستان نوی نسل او ځوانان باید د خپلواکۍ د څرنګه اخیستلو له مبارزو درس واخلي او د خپل هېواد د پرمختګ او بسیاينې لپاره دې د پیاوړې قوې په توګه ترې استفاده وکړي.

لیکوال عبدالغفور لېوال
لیکوال عبدالغفور لېوال

دی وايي:

"خپلواکي په پښو د ودرېدلو لپاره یو ملي فرصت دی، د خپلواکۍ ساتنه د خپلواکۍ د ترلاسه کولو څخه ډېره مهمه ده او موږ باید له خپلو اوبو، کانونو، ځمکې او شتو څخه داسې استفاده وکړو چې افغانستان تر یوه حده اقدار او حاکمیت ته ورسوي، تر څو بیا څوک زموږ د خپلواکۍ د له‌منځه وړلو جرأت ونه‎لري."

امان‌الله خان د افغانستان ازادۍ غوښتونکی شاه وو، ده د سلطنت د پیل له وخته د افغانستان خپلواکي د پروګرامونو په سر کې نیولې وه.

افغانانو درې ځله له انګرېزانو سره سختې جګړې وکړې.

د افغانانو او انګرېزانو ترمنځ لومړی جګړه د ۱۸۳۹ـ۱۸۴۲ کالونو ترمنځ دوهمه‌يې د ۱۸۷۸-۱۸۸۰ کالونو ترمنځ وه چې د افغانانو په ګټه تمامې شوې.

د افغانانو او انګرېزانو ترمنځ درېیمه جګړه هم د ۱۹۱۹ میلادي کال د مې په میاشت کې پیل او د اګسټ په میاشت کې د افغانستان د خپلواکۍ په بیا اعلان پای ته ورسېده.

د ۱۲۹۸ لمریز کال د زمري د میاشتې په ۲۸مه نېټه چې د ۱۹۱۹ میلادي کال د اګسټ د میاشتې له ۱۹مې نېټې سره برابره ده انګرېزان دې ته اړ شول چې د افغانستان د خپلواکۍ هوکړه لاسلیک کړي.

د ازادۍ له اعلانه وروسته، خلکو ته په وینا کې شاه امان‌الله خان په هېواد کې د ښوونې او روزنې په پراخېدو ټینګار وکړ ویې‌ویل چې یو بې‌سواده هېواد نه‎شي کولای ازاد واوسي.

د افغانستان په تاریخ کې راغلي چې دا خپلواکي د افغانانو په ډېرو هڅو او منډو ترړو تر لاسه شوې ده.

له دې سره د افغانستان ژغورنې د ملي جبهې مشر او جهادي مشر صبغت‌الله مجددي په‎دې باور دی چې د افغانستان ازادي اسانه نه‎ده ترلاسه شوې او باید په سختو حالاتو کې وساتل شي.

صبغت الله مجددي
صبغت الله مجددي

دی وايي:

"نن د ټولو غازیانو ورځ ده، د افغانستان خپلواکي په اسانه نه‎ده ترلاسه شوې په‎دې کې وینې تويې شوي، قربانۍ ورکړل شوي او دا د هېرولو نه‎ده."

خو دی وايي چې له بده‎مرغه ځيني بیا نن سبا غواړي چې د افغانستان ازادي ستونزو ته یوسي.

باورونه دا دي چې د ډموکراسۍ او د ښځو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې د شاه امان‌الله خان هڅې نه‌هېردونکې وې او باید خوندي وساتل شي.

د یو شمېر سیاسي کارپوهانو په خبره که څه هم د امان‌الله خان له اصلاحي پروګرامونو نږدې یوه پېړۍ تېرېږي خو لاهم عملي شوي نه‎دي.

ودیر صافی
ودیر صافی

د سیاسي چارو افغان کارپوه ودیر صافی وايي:

"هغه اصلاحات چې امان‌الله خان غوښتل هغه په ۲۰مې پېړۍ کې وو، خو اوس ۲۱مې پېړۍ ته ورسېدو، خو لا عملي شوي نه‎دي."

د نوموړي په خبره دا چې د امان‌الله خان پلانونه له ننګونو سره مخ شول لامل‌یې ډېر ژر د اصلاحاتو پیل کول وو.

د ښاغلي صافي په خبره له یوې خوا په افغانانو کې د زده‎کړې کچه کمه وه او له بل پلوه بهرنیو هېوادونو د امان‌الله خان پر ضد منفي تبلیغات شروع کړل چې له کبله‌یې د نوموړي نظام نسکور شو.

بل‎خوا د افغانستان د سولې عالي شورا مرستیال عزیزالله دین محمد هم په‎دې باور دی چې شاه امان‌الله خان په سختو شرایطو کې خپلواکي بېرته واخیسته، خو ۹۹ کاله وروسته اوس بیا افغان ځواکونه د حاکمیت د ساتلو لپاره جنګېږي.

This image contains sensitive content which some people may find offensive or disturbing.
عزیزالله دین محمد
عزیزالله دین محمد

خو د دغو جګړو سره سره د افغانستان په ډېرو سیمو کې د خپلواکۍ د بیا اخیستلو د ورځې په مناسبت ځانګړې تیاریانې نیول شوې دي.

په دې ورځ د سترو ښارونو ظاهري بڼې بل رنګ اخیستی، د هېواد د بیرغ څخه نیولې بیا ډلې ډلې ګرځېدا او اتڼونه ځای ځای لیدل کېږي.

یو له هغو ښارونو څخه چې دا ورځ په‎کې په ځانګړو مراسمو لمانځل کېږي د جلال‌اباد ښار دی.

په دې ښار کې د غازي امان‌الله خان مقبره هم واقع ده.

خو جلال‌اباد په‎دې وروستیو کې د سختو خونړیو پېښو شاهد و، اوس پوښتنه دا ده چې دغو ناامنیو ایا د خپلواکۍ د ورځې پر ویاړلو او لمانځلو اغېز نه‎دی کړی؟

د ننګرهار والي حیات الله حیات
د ننګرهار والي حیات الله حیات

د ننګرهار والي حیات‌الله حیات‌يې په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"زه د ننګرهار خلکو ته ډاډ ورکوم چې وسله‎والو ځواکونو د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو ورځې د لمانځلو او جشن په خاطر ځانګړي تدابیر نیولي او د خپلواکۍ د لمانځلو په پار مو د شپې د اور لوبو ستر پروګرام درلود او ډېر ځوانان مو رابللي وو."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم ډاډ ورکوي چې د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو ورځې د لمانځنې په خاطر یې په ټول هېواد کې ځانګړي تدابیر نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش هیله‌مندي ښيي چې د خپلواکۍ د ورځې مراسم په امنه فضا کې ترسره شي.

نجیب دانش
نجیب دانش

ښاغلی دانش زیاتوي:

"د خپلواکۍ د ورځې د لمانځلو د جشن لپاره امنیتي پلان جوړ شوی سر له نن نه امنیتي ځواکونه لومړۍ درجه احضاراتو کې دي او خلک کولای شي په ډاډه توګه جشن کې ګډون وکړي."

د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو له ۹۹مې کالیزې څخه داسې وخت یادونه کېږي چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د افغان ځواکونو او وسله‎والو مخالفینو ترمنځ جنګ جګړې دوام لري تر دې چې په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د دغې ورځې په ویاړ د جشن په مراسمو وسله‎واله حمله وشوه.

که څه هم له دې حملې مخکې د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو په مناسبت مراسم په رسمي ډول او د نظامي قطعو په تشریفاتو ترسره کېدل، خو له هغې وروسته د حکومت په کچه د دغې ورځې لمانځل یوازې د څلورو دېوالونو ترمنځ پاتې دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG