د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۲

د خپلواکۍ پر سلمې کلیزې په کابل کې د واده پر مراسمو د خونړي برید اغېز


په کابل کې د واده پر مراسمو خونړي برید د خپلواکۍ سلمه کلیزه تر سیوري لاندې راوسته.

ټاکل شوې وه چې دغه کلیزه د دوشنبې په ورځ د زمري په ۲۸ په ټول افغانستان کې د سترو پرګرامونو په جوړولو سره ونمانځل شي، خو پروګرامونه یې محدود شول.

د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني په دارالامان ماڼۍ کې د خپلې وینا پر مهال د خپلواکۍ جشن وځنډاوه.

د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني
د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني

دولس کلن حبیب الله چې د سهار ۷ بجې له کوره د خپلواکۍ د ورځې د نمانځلو په خاطر راوتلی و، وایي: زه نن په دې خاطر له کوره راوتی یم چې د خپلواکۍ ورځ ونمانځم، د سهار ۷ بجې له کوره راوتی یم، غواړم ټولو ته وښایم چې موږ خپلواکي لرو او زه په دې پوهېږم چې ۲۸مه د زمري د خپلواکۍ ورځ ده.

د کابل ښار په ګوټ ګوټ کې د افغانستان درې رنګه بیرغونه او د شاه امان الله خان تصویرونه تر سترګو کېږي.

د کابل ښار د اهنګرها په څلور لاري کې د درې رنګه بیرغونو نښلولو د دغه ځای بڼه وربدله کړې، ماشومان په ډېرې علاقمندۍ سره په دغه ځای کې د خپلواکۍ ورځ نمانځي.

د کابل یو بل اوسېدونکی محب وايي، که په کابل کې وروستی برید نه وای شوی، دغه جشن به لا خوندور و.

دی وایي: موږ نن د سهار ۷ بجې له کوره ووتو، د دې لپاره چې د خپلواکۍ ورځ ونمانځو، هیله لرم چې په افغانستان کې امنیت ټنیګ شي، موږ خوښ یوو چې شاه غازي امان الله خان زموږ لپاره خپلواکي اخیستې ده.

د خپلواکۍ د ورځې په رارسېدو سره د هټۍ والو کاروبار هم ښه شوی، ډېری یې د افغانستان درې رنګه بیرغ پلوري او له خپله کاره خوښ دي.

د دوی له ډلې یوه هټۍ وال وویل: د خپلواکۍ په خاطر بیرغ، ټاپه، خولۍ، عینکې او د شاه امان الله خان انځورنه پلورم، په دې ورځو کې زمو خرڅلاو زیات شوی، خلک د خپلواکۍ په خاطر دغه شیان زیات اخلي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان حکومت اعلان وکړ چې د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د سلمې کلیزې لپاره جشن او پروګرامونه یې د کابل ښار د شنبې د شپې د خونړۍ پېښې له امله ځنډولي دي.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ازادي راډیو ته وویل: يوازې دوه رسمي پروګرامونه وو چې يو یې په دفاع وزارت کې د خپلواکۍ منار ته د ګلو ګېډۍ ایښودل او بل ملت ته د ولسمشر وینا وه، نور تفریحي او جشني پروګرامونه ځنډېدلي دي، ولسمشر غواړي چې موږ ټول د خپل ولس په خوا کې واوسو، په ځانګړې توګه له هغو کورنیو سره چې خپل خپلوان یې په ځان وژنکي برید کې له لاسه ورکړي.

د افغانستان حکومت سږ کال د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ګټلو د سلمې کلیزې لپاره ځانګړي پروګرامونه په پام کې نیولي وو او له څو میاشتو راهیسې یې د دغې ورځې د نمانځنې لپاره چمتووالی نیولی و، خو په کابل کې د واده په مراسمو وروستۍ خونړۍ حملې په دغو پروګرامونو سیوری وغوړاوه او حکومت اړ شو چې په دې اړه خپل ټول پروګرامونه وروسته کړي.

XS
SM
MD
LG