د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۴

د غزني چارواکي: د غازي امان‌الله خان د ماڼۍ د بیارغېدو بودجه نه‌راکول کېږي


په غزني کې د امان‌الله خان ویجاړه شوې ماڼۍ, 09 May 2019
په غزني کې د امان‌الله خان ویجاړه شوې ماڼۍ, 09 May 2019

د غزني اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وايي، په‌دغه ولایت کې د اماني دورې له ابداتو څخه په مقر ولسوالۍ کې د غازي امان‌الله خان ماڼۍ د بیارغونې له‌پاره بودجه نه‌ورکول کېږي.

دوی وايي، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دغه بودجه ورته منظور کړې، خو د مالیې وزارت ورته انکار کوي.

د دغې ماڼۍ پر بیا رغونه اووه میلیونه افغانۍ لګښت راځي.

د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس بشیر محمدي په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"روانو جګړو دغه قصر وران کړی، دوه ځله مو انجنیران د رغولو سروې کړې، اوس ولسونو غبرګون ښودلی چې د ولسمشر د حکم پر اساس باید د اماني دورې ټول اماکن ورغول شي، څو د خپلواکۍ په سلمه کلیزه کې افتتاح شي، خو بیا هم د دغه قصر د جوړولو چارې ولاړې دي، د مالیې وزارت دې موږ ته بودجه راکړي."

د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس بشیر محمدي
د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس بشیر محمدي

په‌دغې ماڼۍ کې دا وخت د ملي اردو سرتېري ځای پر ځای دي او ځیني وخت ورباندې د وسله‌والو له لوري جګړې کېږي.

لرغون پېژندونکي او فرهنګپال هم د دغه ماڼۍ د بیا رغولو غوښتنه کوي.

په غزني پوهنتون کې د پښتو ادبیاتو استاد نقیب‌الله خاني‌خېل وايي:

"که سوکه سوکه دغه ډول تاریخي ځایونه نړېږي او ورکېږي، نو لیرې نه‌ده چې موږ به ډېری تاریخي ابدې له لاسه ورکړو، اطلاعات او فرهنګ وزارت او تاریخي ابداتو ته ژمن ارګانونه باید د دغه ماڼۍ په رغونه او ساتنه کې خپل ملي مسؤلیت ادا کړي، د سیمې خلک هم باید خپل تاریخي ځایونه وساتي او دې حقیقت ته ځیر واوسي، ځکه دا ارزښت د دې سیمې ده، که خدای سوله راولي بیا به دغه ځای ته سیلانیان راځي."

د غزني ولایتي جارواکي هم وايي، د دغه ماڼۍ د بیا رغولو په اړه‌یې ټینګار کړی دی.

د غزني ولایت ویاند محمد عارف نوري
د غزني ولایت ویاند محمد عارف نوري

د ولایت ویاند محمد عارف نوري په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"موږ هم په دا وروستیو کې د ولایت مقام له ادرسه، ادارې امور، سیمه‌ییزو ارګانونو او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته مکتوبونه استولي، څو د افغانستان د سل کلن جشن په ویاړ دغه تاریخي ارزښت ورغول شي."

د غزني په مقر ولسوالۍ کې د غازي امان‌الله خان قصر هغه ماڼۍ ده چې غازي به له کابله د هېواد جنوبي ولایتونو یا هم هرات او نورو سیمو ته سفرونه کول، نو په دغه ماڼۍ کې به‌یې د غزني ولایت تر څنګ د پکتیا، پکتیکا، زابل، بامیان او نورو څنګ‌لورو ولایتونو له مشرانو سره لیده کاته کول او د هېواد د پرمختګ په اړه به‌یې ورسره مشورې کولې.

راپور: حبیب‌الرحمن تأثیر

XS
SM
MD
LG