د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۴

چارواکي: غزني کې د امان الله خان د ماڼۍ رغنیزې چارې ۹۸ سلنه مخته تللي


غزني کې د امان الله خان ماڼۍ
غزني کې د امان الله خان ماڼۍ

د غزني له مرکزه کابو ۱۳۰ کیلومترۍ لېرې د کابل ـ کندهار پر لویه لاره مقر ولسوالۍ کې د غازي امان الله خان ماڼۍ موقعیت لري.

دغه درې پوړیزه ماڼۍ کابو ۹۵ کاله وړاندې د وخت باچا غازي امان الله خان په ځانګړي سپارښتنه د یو لړ موخو لپاره جوړه شوې وه، خو د تېرې ۱۴مې پېړۍ په وروستۍ نیمايي کې د کورنیو جګړو له امله سخته زیانمنه شوه.

چارواکي وايي، اوس یې بېرته رغنیزې چارې په بشپړېدو دي.

د غزني د والي ویاند واحدالله جمعه زاده ازادي راډیو ته وویل، د یادې ماڼۍ د بیارغونې چارې په ۱۳۹۸ کال کې پیل شوې وې: "د شاه غازي امان الله خان ماڼۍ د بیارغونې کارونه ۹۸ سلنه مخته تللي او ترڅنګ یې د احاطوي دېوال کارونه هم ډېر پرمخ تللي، پر ټولو شااوخوا دېرش میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې هېواد کې یې د جمهوري ریاست د ملي پراختیا د امنیتي ادارې له لوري ورکول کېږي."

تاریخ پوهان لیکي، د دغه ماڼۍ د بنسټ ډبره په ۱۳۰۵ هجري شمسي کال کې کېښودل شوه او د جوړېدو چارې یې د غازي امان الله خان په ځانګړي سپارښتنه د وخت د نوموتو معمارانو له خوا سرته رسیدلي دي.

په غزني پوهنتون کې د پښتو ادبیاتو استاد نقیب الله خانېخېل د یادې ماڼۍ جوړښت په خپل وخت کې بې ساري او بې مثاله یادوي.

نوموړي ازادي رادیو ته وویل، دغه ماڼۍ د ډېری سیاسي، ټولنیزو سیمه ییزو او هر اړخیزو ملاقاتونو، جرګو او مرکو شاهده پاتې شوې: "دغه سیمه کې د دغه ماڼۍ د جوړولو دوه لاملونه مورخین په ګوته کوي، یو لامل یې دا دی چې دا د کابل ـ کندهار په نیمايي کې په مقر ولسوالۍ کې پروت دی، کله چې به کاروانونه تلل، نو هغوی به هلته دمه کوله، دوهم علت یې دا و چې دغه سیمه د سیلانیانو لپاره ډېره په زړه پورې وه، ځکه ډېره ښه اب هوا لري، شنې ونې لري، روانې اوبه لري، پراخه او هواره سیمه لري."

تاریخ پوهان لیکي، د دغه ماڼۍ د بنسټ ډبره په ۱۳۰۵ هجري شمسي کال کې کېښودل شوه
تاریخ پوهان لیکي، د دغه ماڼۍ د بنسټ ډبره په ۱۳۰۵ هجري شمسي کال کې کېښودل شوه

په دې وروستیو کې دغه ماڼۍ د ملي اردو ځواکونو د قرارګاه په توګه کاروله.

د یادې ماڼۍ ترڅنګ په غزني ولایت کې د شاه امان الله خان واکمنۍ د دورې یوه بله ودانې هم شته.

د غزني ښار د مۍ مبارک زیارت ترڅنګ د هغه وخت د سیلانیانو هوټل دی چې دا وخت په کې ملي پولیسو پوسته جوړه کړې او د جګړو له امله ورته زیان هم اوښتی دی.

XS
SM
MD
LG