د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۷

اشرف غنی: د طالبانو راتګ د افغانستان شا تګ دی


د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي اسلامي جمهوریت د افغانستان نظام دی او په اوسني وخت کې تر ټولو مهمه موضوع د دې نظام ساتنه ده.

ښاغلي غني تېره شپه پنجشنبه «۱۳۹۸ کال د زمري ۲۴» د افغانستان د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په تړاو د نیمګړي څپرکي په نوم غونډه کې چې په ارګ کې جوړه شوې وه، وویل چې افغانستان د جمهوري نظام په چوکاټ کې سولې ته رسېږي، خو د طالبانو راتګ د افغانستان د شا تګ په معنی دی.

ښاغلی غني وايي، افغانان باید نور د شخصیت پرستۍ له دایرې ووځي او تګلاره باید داسې وټاکل شي چې په داخل کې د ټولې اجماع لپاره د منلو وي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکايي چارواکو او طالب استازو ترمنځ د سولې اتم پړاو خبرې په قطر کې وشوې او دواړو لورو په دې اړه خپل رضایت څرګند کړی دی.

ارشیف، زلمی خلیل‌زاد او ورسره امریکايي پلاوی په قطر کې له طالب استازو سره د سولې د خبرو پر مهال
ارشیف، زلمی خلیل‌زاد او ورسره امریکايي پلاوی په قطر کې له طالب استازو سره د سولې د خبرو پر مهال

که څه هم د تمې خلاف د امریکا او طالبانو ترمنځ د مذاکراتو په دغه پړاو کې د سولې هوکړه لاسلیک نه‌شوه، خو د دواړو لورو ترمنځ په مذاکراتو کې شویو پرمختګونو ته په کتو ویل کېږي چې ښايي د دواړو لورو ترمنځ د سولې هوکړه په بل پړاو مذاکراتو کې چې لا یې ځای او وخت نه‌دی معلوم، لاسلیک شي.

په ورته وخت کې ولسمشر محمد اشرف غني وايي، په افغانستان کې د يوه پیاوړي دولت د جوړولو لپاره سیاسي، اقتصادي، هویتي او فکري خپلواکۍ ته اړتیا ده او ټول حرکتونه باید د خلکو او ټولنې د غوښتنو او اړتیاوو سره سم ترسره شي.

ښاغلی غني ټینګار کوي چې د خلکو له اجماع پرته حرکت کول د بې‌اتفاقۍ لامل کېږي او هېڅ‌چا ته باید اجازه ورنه‌کړل شي د هېواد د پرمختګ مخه ونیسي.

ښاغلی غني زیاتوي: "د ملت له اجماع نه پرته باید حرکتونه ترسره نه‌شي چې د پاشل کېدو لامل کېږي، خو که د ملت اجماع وي، نو يوه اقلیت ته باید اجازه ورنه‌کړو چې د پرمختګ مخه ونیسي."

ښاغلي غني ټینګار وکړ چې د غازي امان‌الله خان نیمګړی څپرکی چې د افغانستان د پرمختګ يوه هڅه وه باید بشپړ شي او د هغه په خبره دغه ظرفیت اوس په هېواد کې پیدا شوی دی.

خو هغه وايي، د افغانستان د پرمختګ لپاره يوازې تخینکي پوهه کافي نه‌ده، بلکې ترڅنګ‌یې وطن‌پالنه هم ډېر ارزښت لري.

XS
SM
MD
LG