د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۷

جان بس: کلونه وروسته په افغانستان کې د جوړجاړي پر لور رښتینی پرمختګ لیدل کېږي


په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالاتو سفیر جان بس
په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالاتو سفیر جان بس

په افغانستان کې د امریکا د متحدو ایالاتو سفیر جان بس د لوی اختر په مناسبت په پيغام کې د سولې د ټينګښت په اړه هیله څرګنده کړې ده.

جان بس په دې تصویري پیغام کې چې پرون د اګست په لسمه پر ټوېټر خپور شوی، ویلي: تر ډېرو کلونو بحران وروسته په افغانستان کې د داسې جوړجاړي پر لور رښتینی پرمختګ لیدل کېږي چې د سولې د ټینګښټ سبب کېدلای شي.

په افغانستان کې د ناټو د ملکي ماموریت سرپرستې هولي هولزر هم د سولې د ټینګښت په اړه خوشبیني څرګنده کړې ده.

هغې هم د اختر په مناسبت په ویډیويي پیغام کې ویلي: هیله لرم چې سږکال به اختر د ټول افغانانو لپاره د سوکاله او سوله ییزې راتلونکې پیل وی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان ځانګړي استازي تدامیچي یاماماتو هم د لوي اختر په پيغام کې د جګړې په ټولو خواوو غږ کړی چې له زغمه کار واخلي او له تشدده لاس وباسي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان ځانګړی استازی تدامیچي یاماماتو
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان ځانګړی استازی تدامیچي یاماماتو

هغه د اګست په لسمه په یوه بیان کې ویلي چې ملګري ملتونه د ثبات او سولې لپاره د افغانانو د هڅو ملاتړ کوي.

په لندن کې د سیاسي چارو یو کتونکی ولي اریا ازادي راډیو ته وايي چې سولې ته د خوشبینۍ او بدبینۍ دلایل شته.

هغه وویل چې که نړیواله ټولنه د افغانستان د دولت ملاتړ وکړي، په ځانګړي ډول د افغانستان د امنیتي ځواکونو ملاتړ وشي، په کور سیاسي اجماع جوړه شي او په حکومت کې د اداري فساد پر ضد جدي مبارزه وشي، د خوشبینۍ موقع شته.

د وسله والو طالبانو یوه مشر ملا هبت الله خندزاده د اګست په اتمه د لوي اختر په مناسبت په پیغام کې پر خپلو وسله والو غږ وکړ چې د لوی اختر په ورځو کې د مسلمان ولس خوشالۍ او مصؤنیت ته پام وکړي.

خو په ځواب کې یې د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي یو پیغام خپور کړ او ویې ویل چې د طالبانو لهجه د وحشت لهجه ده او د افغانستان خلک د هغوی د اختري پیغام اروېدو ته اړتیا نه لري.

د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي
د افغانستان د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي

صدیق صدیقي په دې اړه د جمعې په ورځ له ازادي راډیو سره په مرکه کې په کابل کې هغې خونړۍ حملې ته اشاره وکړه چې څوارلس کسان په کې ووژل شول او ۱۴۵ تنه په کې زخمیان شوي وو او مسؤلیت یې وسله والو طالبانو اخیستی و.

په همدې حال کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت خاص استازی هڅې کوي چې په لنډ وخت کې د وسله والو طالبانو له سیاسي استازو سره د سولې یو توافق وشي.

XS
SM
MD
LG