د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۲
د کابل ښار شپږمې امنیته حوزه کې د نن ورځې د موټر بم چاودنې سیمه
د کابل ښار شپږمې امنیته حوزه کې د نن ورځې د موټر بم چاودنې سیمه

د کابل ښار په لوېدیځ کې چاودنې ۱۴ تنه وژلي او ۱۴۵ تنه نور ټپیان کړي

ښاغلی رحیمي د دغې چاودنې د تلفاتو په اړه جزئیات نه‌ورکوي.

۱۹:۰۵ ۱۶.۵.۱۳۹۸

د کابل په ښار کې د چهارشنبې موټر بم حملې نږدې ۱۶۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دا موټر بم حمله سهار شااوخوا نهه بجې د کابل په لوېدیځ کې د شپږمې امنیتي حوزې د امریت په نظام قراول رامنځته شوه.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال خوشحال سعادت په یوه خبري ناسته کې وویل چې په دې موټر بم حمله کې ۱۴ تنه وژل شوي او ۱۴۵ نور ټپيان دي چې زیاته برخه‌يې ولسي وګړي دي.

ښاغلی سعادت زیاتوي: "د نن ورځې تلفات ۱۴ تنه شهیدان لرو، همدا شان ۱۴۵ ټپيان چې ۹۲ تنه‌يې ملکي وګړي دي او نور ټول ملي پولیس دي."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال جنرال خوشحال سعادت
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال جنرال خوشحال سعادت

دا په روانه اوونۍ کې درېیمه چاودنه ده چې په کابل ښار کې رامنځته کېږي.

تېره ورځ د دې ښار د ۱۱مې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د یوې چاودنې له امله له نشه‌یي توکو سره د مبارزې پنځه افغان کارکوونکي ووژل شول.

همدا شان د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د خورشید ټلوېزیون د کارکوونکو د انتقال پر موټر د مقناطیسي ماین چاودنه کې دوه تنه ووژل شول او ۴ نور ټپیان شول.

تېره اوونۍ بیا د "دولت جوړوونکي" انتخاباتي ټیم د لومړي مرستیال امرالله صالح په مشرۍ د زرغون بهیر په دفتر ډله‌ییزه حمله وشوه چې له امله‌يې ۲۰ تنه ووژل شول او ۵۰ نور ټپيان شول.

که څه هم د دغه چاودنو او انتحاري حملو مسؤلیت کومې وسله‌والې ډلې ونه‌مانه، خو د کابل د چهارشنبې د ورځې د موټر بم حملې مسؤلیت وسله‌والو طالبانو ومانه او ویې‌ویل چې ګڼ شمېر دولتي عسکرو ته‌يې مرګ ژوبله اړولې ده.

په همدې حال کې د افغان حکومت مشرانو دغه حمله غندلې ده.

له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له قوله لیکل شوي چې طالبان د سولې مذاکراتو کې د امتیازاتو ترلاسه کولو په موخه پر ملکي وګړو او عام‌المنفعه تأسیساتو بریدونه کوي.

همدا شان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله ویلي چې طالبان هڅه کوي چې په دې ډول حملو سره انتخاباتي بهیر له خنډ سره مخ کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې ځانګړو ځواکونو تېره شپه د کابل ښار د اتمې او ۱۵مې امنیتي حوزې او دغه‌شان د بګرامیو ولسوالۍ اړوند سیمو کې د ترهګرو پر ضد تصفیوي عملیات کړي چې له امله‌يې د ترورېستانو یو مهم مرکز له‌منځه وړل شوی او دوه تنه انتحاري حمله کوونکي په‌کې وژل شوي دي.

د افغانستان د ملي امنیت له لوري په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې بیا راغلي چې د دغه عملیاتو له امله د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو درې عسکر هم وژل شوي دي.

بل‌خوا یو شمېر افغان امنیتي کارپوهان که څه هم د وسله‌والو پر ضد د دغه ډول عملیاتو کول ښه اقدام بولي، خو وايي بسنه نه‌کوي او باید کشفي او استخباراتي ارګانونه هر ډول حملې په نطفه کې خنثی کړي.

له ډلې يې محمداګل مجاهد ازادي راډيو ته وویل: "دا باید ومنو چې زموږ کشفي او استخباراتي برخې ډېرې کمزورې دي، ځکه که دوی کمزوري نه‌وی، نو باید د دښمن په دننه کې دوی باید نفوذ درلودای او د دغه ډول حملو په اړه‌يې وړاندې له وړاندې اطلاعات ترلاسه کولای تر څو په نطفه کې يې خنثی کړي وی، که څه هم امنیتي ځواکونو د وسله‌والو پر ضد عملیات زیات کړي دي، خو دا هم بسنه نه‌کوي، امنیتي ځواکونه باید د خلکو د ساتنې لپاره نورې هڅې هم وکړي."

وروستۍ پېښې داسې مهال کېږي چې له یوې خوا د قطر په مرکز دوحه کې د سولې خبرې روانې دي او له بله خوا په افغانستان کې د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره منډې ترړې پیل شوي دي او د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د دغه بهیر د ښه امنیت په هدف ۷۲ زره امنیتي او دفاعي ځواکونه په دندو ګمارلي دي.

د دوحې په ناسته کې که څه هم د ملکي تلفاتو په مخنیوي ټینګار شوي، خو په افغانستان کې د یوناما د وروستي راپور په اساس یوازې د روان میلادي کال په جولای میاشت کې نږدې ۵۰۰ ملکي وګړي د جنګ جګړو له امله وژل شوي دي.

۱۶:۳۱ ۱۶.۵.۱۳۹۸

د کورنیو چارو وزارت وايي په کابل کې د طالبانو په ننني برید کې ۱۴ کسه مړه او ۱۴۵ کسه نور ټپیان شوي دي.

دغه وزارت وایي په دغه موټر بم برید کې وژل شوي کسان ۴ پولیس او پاتې نور ولسي خلک دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په ټویټر پانه ولیکل چې ۱۴۵ کسه ټپیانو کې هم ۹۲ تنه ولسي خلک دي.

دغه وزارت وايي کېدای شي د مړو شمېر زیات شي ځکه چې دځینو ټپیانو وضعیت نازک دی.

طالبانو د برید مسؤلیت په غاړه اخیستی او وایي چې د دولتي ځواکونو د جلب او جذب یو مرکز یې په نښه کړی دی.

د افغانستان جمهوري ریاست دغه برید په سختو ټکو غندلی او وایي چې دا د طالبانو یو بل جنایت دی چې د ښځو او کوچنیانو په شمول ګن شمېر کسان په‌کې مړه او ټپیان شول.

ولسمشر اشرف غني وايي، طالبان د سولې په خبرو کې د امتیازاتو ترلاسه کولو لپاره په ولسي خلکو او عام‌المنفعه تأسیساتو ترورېستی بریدونه کوي.

۱۵:۲۶ ۱۶.۵.۱۳۹۸

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال خوشحال سعادت وايي چې د کابل ښار په شپږمه حوزه کې چاودنې ۱۴ تنه وژلي او ۱۴۵ تنه ټپیان دي.

۱۴:۵۱ ۱۶.۵.۱۳۹۸

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وايي، د کابل ښار په شپږمه حوزه کې د نن سهار په چاودنه کې د ښځو او ماشومانو په شمول ۴ تنه وژل شوي او ۹۵ ټپیان دي.

ښاغلی مایار زیاتوي چې دا لومړني ارقام دي او ښايي زیات شي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG