۰۹:۵۴
۱۶.۵.۱۳۹۸
د کابل ښار په لوېدیځ کې د یوې چاودنې غږ اورېدل شوی.
د دغې چاودنې د نوعیت او مرګ ژوبلې په اړه به وروسته جزئیات وړاندې شي.
۰۹:۵۵
۱۶.۵.۱۳۹۸
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي چې نن سهار شااوخوا ۰۹:۰۰ بجې د کابل ښار د "ګولايي دواخانه" په سیمه کې چاودنه شوې ده.
په دې اړه به نور جزئیات وروسته وړاندې شي.
۰۹:۵۵
۱۶.۵.۱۳۹۸
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي وايي چې نن سهار شااوخوا ۰۹:۰۴ دقیقې یو موټر بمب د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې د امریت نظام قراول په نښه کړی دی.
نور جزئیات وروسته وړاندې کېږي.
۱۰:۰۵
۱۶.۵.۱۳۹۸
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مجروح وايي، د کابل ښار په شپږمه حوزه کې د نن سهار له چاودنې ۳۴ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.