د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۷
د کابل ښار شپږمې امنیته حوزه کې د نن ورځې د موټر بم چاودنې سیمه
د کابل ښار شپږمې امنیته حوزه کې د نن ورځې د موټر بم چاودنې سیمه

د کابل ښار په لوېدیځ کې چاودنې ۱۴ تنه وژلي او ۱۴۵ تنه نور ټپیان کړي

ښاغلی رحیمي د دغې چاودنې د تلفاتو په اړه جزئیات نه‌ورکوي.

۱۴:۰۸ ۱۶.۵.۱۳۹۸

روغتیا وزارت وايي په کابل کې د طالبانو په ننني برید کې لسګونه کسان ټپیان شوي دي.

روغتیا وزارت وایي د کابل لوېدیځ کې د ننني ځان وژونکي موټر بم برید څخه د ښځو او کوچنیانو په شمول ۹۵ ټپیان بېلابېلو روغتونو ته رسول شوي دي.

برید کوټې سنګي ته نږدې د "ګولايي دواخانه" په سیمه کې شوی دی.

طالبانو یې مسؤلیت په غاړه اخیستی او وایي چې د دولتي ځواکونو د جلب او جذب یو مرکز یې په نښه کړی دی.

ځیني عیني شاهدان وايي چې په دې پېښه کې یو شمېر ولسي خلک وژل شوي دي، خو کورنیو چارو وزارت وایي د مرګ ژوبلې وروستي ارقام تر اوسه په لاس کې نه‌لري.

په ټولنیزو رسنیو کی خپاره شوي تصویرونه ښیي چې برید پراخ زیان اړولی دی.

بل‌خوا ملي امنیت وایي چې تېره شپه‌يې د کابل په درېیو برخو کې د مخکېنۍ اطلاع له مخې عملیات کړي چې په نتیجه کې یې د داعش یو لوی مرکز له‌منځه وړل شوی او دوه داعشیان وژل شوي دي.

اعلامیه وایې چې په دغو عملیاتو کی د ځانګړو ځواکونو درې عسکر هم وژل شوي.

۱۰:۳۸ ۱۶.۵.۱۳۹۸

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مجروح وايي، د کابل ښار په شپږمه حوزه کې د نن سهار له چاودنې د ښځو او ماشومانو په شمول تر اوسه ۹۵ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

۱۰:۳۳ ۱۶.۵.۱۳۹۸

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مجروح وايي، د کابل ښار په شپږمه حوزه کې د نن سهار د چاودنې د ټپیانو شمېر ۸۰ تنو ته ورسېد.

وسله‌والو طالبانو د دغې چاودنې مسؤلیت ومانه.

۱۰:۰۵ ۱۶.۵.۱۳۹۸

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مجروح وايي، د کابل ښار په شپږمه حوزه کې د نن سهار له چاودنې ۳۴ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG