د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۱

ارګ: هر هغه مذاکرات چې پایله یې د جګړې پای وي، موږ ته مهم دي


د افغانستان د جمهوري ریاست ارګ
د افغانستان د جمهوري ریاست ارګ

په قطر کې د امریکا او طالب استازو ترمنځ د اتم پړاو خبرو له پای سره هم مهاله افغان حکومت د دغه پړاو د خبرو پایلې مهمې بولي.

د افغان سولې په اړه د امریکا او طالب استازو د مذاکراتي ټیمونو ترمنځ اتم پړاو خبرې تېره شپه پای ته ورسېدې.

دغه پړاو مذاکرات چې روانه میلادي میاشت پیل شوي وو، دواړو لورو پکې د موافقې په تخنیکي اړخ، میکانیزم او عملي ګامونو باندې کار کاوه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د دوشنبې په ورځ په خپله ټوېټرپاڼه یاد مذاکرات ګټور بللي دي.

په قطر کې د افغان سولې په اړه د امریکا او طالب استازو ترمنځ د اتم پړاو خبرو له پای سره هم مهاله افغان حکومت د بین الافغاني خبرو لپاره هیله مندي ښودلې ده.

د جمهور رئيس ویاند صدیق صدیقي د دوشنبې په ورځ له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل: موږ ګورو او په تمه یوو، موږ حالت له نږدې څارو، هر هغه مذاکرات چې پایله یې په افغانستان کې د جګړې ختم او اوربند وي، زموږ لپاره مهمه ده.

د افغانستان د جمهور رئيس ویاند صدیق صدیقي
د افغانستان د جمهور رئيس ویاند صدیق صدیقي

صدیقي همداشان وايي، تر دامهاله چې مذاکرات شوي، ښکاره پایله یې نه ده معلومه شوې او طالبانو خپلو بریدونو ته دوام ورکړی.

د جمهور رئيس د ویاند په خبره، افغانان د جنګ پای غواړي او د یوې تلپاتې او باعزتې سولې غوښتونکي دي.

په ورته وخت کې د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد افغانانو ته په خپل اختریز پیغام کې هیله ښودلې چې دا لوی اختر به د افغانانو لپاره د جګړې وروستی اختر وي.

نوموړي په افغانستان کې د جګړې د ټولو لورو پر مشرانو غږ کړی چې د اختر په مناسبت سولې ته کار وکړي.

اتم پړاو مذاکرات داسې مهال پای ته رسېږي چې د خبرو د دواړو لورو پکې د پرمختګونو ترڅنګ ډېر ژر هوکړې ته د رسېدو خبر ورکړی و.

خو اوس پوښتنه دا ده چې د اتم پړاو خبرو ته دغه هیله مندۍ په څه معنی دي؟

د سیاسي چارو شنونکی سخي منیر له ازادي راډیو سره په خبرو کې که څخه هم خپله ناهیلی دی، خو روان وضعیت داسې تحلیلوي: زه هغې پروسې ته چې په قطر کې یې په اړه اته پړاوه خبرې وشوې، دومره ورته خوشبین نه یم، د دې لپاره چې خپله غني تېره ورځ وویل چې اول به انتخابات کېږي، هغه څه چې ښکاره له دې پروسې سره مخالفت دی، دغه اوسنۍ خبرې هم د خلکو د غولولو لپاره او په ټاکنو کې د بریالیتوب لپاره کېږي.

دده په خبره، افغانان د یوې تلپاتې او با عزتې سولې لپاره د هر لوري له خوا د هڅو هرکلی کوي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم تېره ورځ په خپل اختریز پیغام کې وویل چې د سولې مذاکرات بې له قید او شرطه او سوله په قید او شرط سره ده.

هغه وویل، سوله راتلونکې ده، خو ټینګار یې وکړ چې داسې سوله چې د افغانستان مطلق اکثریت یې غواړي.

XS
SM
MD
LG