د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۶

له علماوو او ملا امامانو په خطبو کې د خپلواکۍ د ورځې د ارزښت د بیان غوښتنه


ارشیف
ارشیف

یو شمېر افغان ديني عالمان نن شنبه په کابل کې د خپلواکۍ د بېرته ګټلو د سلمې کلیزې د نمانځلو لپاره سره راټول شوي.

په دې غونډه کې د افغانستان د حج او قافو وزیر عبدالحکیم منیب پر ټولو علماوو غږ وکړ چې د غازي امان الله خان هغه کارنامې چې افغانان یې خپلواکۍ ته ورسول، د خطبو پر مهال په جوماتونو کې بیان کړي.

ارشیف، په جلال اباد ښار کې د امیر غازي امان الله خان د مقبرې یو انځور
ارشیف، په جلال اباد ښار کې د امیر غازي امان الله خان د مقبرې یو انځور

ده زیاته کړه: زه په ټولو علماوو او په جوماتونو کې پر ملا امامانو غږ کوم او هیله ترې کوم چې د خپلواکۍ د ورځې د ارزښت په تړاو خلکو ته ویناوې وکړي او د جمعې د ورځې په خطبو کې د خپلواکۍ د بېرته تر لاسه کولو په اړه د غازي امان الله خان هغه کارنامې چې افغانان یې خپلواکۍ ته ورسول، بیان کړي، ځکه دا د ټولو مسؤلیت دی.

ښاغلي منیب دغه شان په دغه غونډه کې د افغانانو د یووالي په موضوع هم ټينګار وکړ او په دې برخه کې یې هم له دیني عالمانو د تبلیغ او همکارۍ غوښتنه وکړه.

د اسد یا زمري د میاشتې اته ویشتمه نېټه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ګټلو ورځ ده چې هره کال ورنه په پلازمېنه کابل او بېلابېلو ولایتونو کې په دولتي او غیر دولتي کچه نمانځنه کېږي.

سږکال بیا ویل کېږي چې د دغې ورځې د سلمې کلیزې په مناسبت د نماځنې پروګرامونه بېلابېل، یو څه پراخ او شاندار دي چې تدابیر ورته نیول شوي دي.

ارشیف، په جلال اباد کې د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ګټلو د ورځې د نمانځنې یو انځور
ارشیف، په جلال اباد کې د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ګټلو د ورځې د نمانځنې یو انځور

که څه هم یو شمېر دیني عالمان د خپلواکۍ د ورځې له نمانځلو سره فکراً جوړ نه دي او په دې اړه یې ازادي راډیو ته څرګندونې درلودې، خو یو شمېر بیا سږ د دغه جشن د نماځلو په تړاو د حکومت د تیاریو اقدامات ستايي.

دیني عالم محمدي ګل محمدي د خپلواکۍ د ورځې د لمانځلو په اړه ازادي راډيو ته وویل: دا ډېر د خوشحالۍ او فخر ځای دی چې علما، ځوانان او قومي مشران سره په ګډه راټولېږي او دغه ورځ نمانځي، د دې ورځې نمانځل د هر افغان لپاره د ویاړ خبره ده او موږ د حکومت له دې هڅو هرکلی کوو.

د یادونې ده چې په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې په ځانګړي ډول، په ملي مسایلو کې د دیني عالمانو رول ته تل په درنه سترګه کتل شوي او د جوماتونو او خطبو له لارې د دوی له خوا پر یادو مسایلو خبرې کولو د خلکو پر ذهنونو ژور او مثبت اغېز درلودلی دی.

راپور: خاطر پردېس

XS
SM
MD
LG