د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۶

د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د کلیزې په ویاړ کرکټ سیالي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړو د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو ۱۰۱ مه کلیزه د کرکټ د شل اوریزه سیالۍ په ترسراوي ونمانځله.

د یووالي تر سرلېک لاندې نن د خپلواکۍ د بېرته اخیستو د سلمې کلیزې په ویاړ د کرکټ د یو شمېر ملي لوبغاړو ترمنځ یوه شل اوریزه سيالي ترسره شوه.

افغان لوبغاړي حشمت الله شهیدي ازادي راډيو ته وویل، چې دغه لوبه د یووالي پیغام لري.

نوموړي پر افغان ځوانانو غږ وکړ چې د هېواد په جوړولو کې سر یو شي.

حشمت الله شهیدي
حشمت الله شهیدي

هغه زیاته کړه: "یوه خبره چې زه غواړم ځوانانو ته وویل هغه داده چې افغان ځوانان باید د دي هېواد په بیا جوړولو کې سر یو شي او هڅې دې وکړې وطن ته خدمت وکړي، ښه راتلونکې ولرو او په خپلو پښو ودرېږو."

د کرکټ یو مینه وال فرید یوسفزی چې له جلال اباد څخه د دغه سیالۍ د لېدلو لپاره کابل ته راغلی و ازادي راډيو ته وویل، چې له امنیتي ستونزو سره سره بیا هم راغلی چې د خپلې خوښې لوبغاړو له نږدې وګوري.

هغه وویل: "ډېر خوشاله یم، لومړی ځل دی چې زه خپل د خوښیې لوبغاړي له نږدې ګورم، همدارنګه خوښ یم چې د سولې په فضا کې دا لوبه ترسره شوه."

له بلې خوا نن د کابل ښار واټونه او څلور لارې هم د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستونکي شاه امان الله خان غازي په انځورونو، د خپلواکۍ د ورځې شعارونو او د افغانستان په درې رنګه بیرغونو پوښل شوي وو.

کابل ښار کې دوکانداران وايي، د خپلواکۍ د جشن لپاره د ملي بيرغونو د پلور بازار تود شوی او د ښار سربېره د ولسواليو اوسېدونکي يې هم اخيستو ته ورځي.

دوی وايي، ډول ډول درې رنګه خولۍ، پر کمېسونو ځړېدونکي واړه بيرغونه، د مخ لپاره بېرغ رنګه رنګونه او د کورونو او دوکانونو لپاره لوی لوی بيرغونه ترې په ډېره مينه اخيستل کېږي.

يو تن وويل: "زما نوم یاسن دی، ټول د خوشالۍ احساس کوي، خدای دې وکړي افغانستان اباد شي تل داسې جشن وي،سهار نه ډير خلک راغلي او رانه بیرغ ،رنګ،جنډې او دستبندونه اخلي هېله مند یم چې دا ورځ بیا بیا راشي."

د کابل ښار یو اوسېدونکی ولي جان وايي، که څه هم وېره شته چې د دغه ښار امنيتي فضا به د تېر په څېر د خپلواکۍ جشن نماځل رنګينيو ته پرې نه ږدي خو چارواکي وايي، بیا هم غواړي چې دغه ورځ لمانځي.

هغه چې له خپلو ملګرو سره ښار ته د بيرغونو د اخېستو لپاره راغلی، ازادي راډیو ته وويل، چې له کلونو يې دا ارمان و، چې د خپل هيواد خپلواکۍ جشن ونمانځي او بيرغونه واخلي.

نوموړي زياته کړه: "بيرغ مې اخیستی له خپلو ملګرو سره یوځای راغلی یم، زه نن خوشاله یم، داسې ده لکه اختر، ګڼ خلک ګرځي ډېر خوشاله یم، خدای دې سوله او امن راولي."

د افغانستان پاچا غازي امان الله خان له نن څخه ۱۰۱ کاله مخکې په ۱۹۱۹ میلادي کال کې د وخت له بریتانوۍ امپراتورۍ څخه د افغانستان خپلواکي واخیستله، چې اوس هر کال په افغانستان کې دا ورځ په شاندارو مراسمو نمانځل کېږي.

XS
SM
MD
LG