د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۶

د ننګرهار د بهسودو کرکټ لوبغالي د رغونې کار پیل شو


ارشیف
ارشیف

افغان کرکټ بورډ وايي د ننګرهار د بهسودو کرکټ لوبغالي د رغونې کار پیل شو.

د افغان کرکټ بورډ سرپرست اجرائیه رئیس نظیم جار عبدالرحیمزي په یو خبري کنفرانس کې وویل چې د دغه لوبغالي د لومړني پړاو رغنیزې چارې درې میاشتې وخت نیسي.

ښاغلي عبدالرحیمزي وویل: "د دغه لوبغالي په لومړي پړاو کې د لوبغالي د ډکون چارې شاملې دي چې اړوند شرکت به‌یې د نقشې ایستلو چارو له پای ته رسولو وروسته د درې میاشتو په موده کې بشپړ کړي او د ډکون چارې به‌یې پای مومي. همدارنګه باید وویل شي چې دوهم پړاو چارې به‌یې هم ډېر ژر د تدارکاتي لړۍ له بشپړېدو وروسته پیل شي چې په‌کې د دېوال او لوبغالي د چمن او نورې اړوند کارونه شامل وي."

د ننګرهار د بهسودو د کرکټ لوبغالی چې د ځمکې د انتقال په برخه کې يې ستونزې موجودې وې کرکټ بورډ وايي اوس‌يې له ډېرو هلو ځلو وروسته د ځمکې د انتقال پروسه پای ته ورسېده او ډېر ژر به د یاد لوبغالي ټولې چارې بشپړې شي.

دا په داسې حال کې ده چې کرکټ بورډ دوه ورځې وړاندې په ميدان وردګ ولایت کې هم د کرکټ د یوه لوبغالي د جوړولو چارې پیل کړې دي.

په دې اړه د کرکټ بورډ په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې یاد لوبغالی په ۲۲ جریبه ځمکه کې جوړېږي چې د نورو اسانتیاوو ترڅنګ به د نږدې ۴ زره نندارچیانو د ځایېدو ظرفیت هم ولري.

XS
SM
MD
LG