د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۰

کرکټ بورډ: لغمان او کندز کې د لوبغالو د رغونې چارې په بشپړېدو دي


ارشیف، بلخ کې رغېدونکی کرکټ لوبغالی
ارشیف، بلخ کې رغېدونکی کرکټ لوبغالی

د افغانستان کرکټ بورډ وايي په لغمان او کندز ولایتونو کې د کرکټ د لوبغالو د رغونې چارې په بشپړېدو دي.

په لغمان کې د کرکټ لپاره یو نوی لوبغالی رغول کېږي او په کندز کې د کرکټ د لوبغالي ځمکه اوارېږي.

د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک پرون ناوخته ازادي راډیو ته وویل: "د لغمان کرکټ لوبغالي د رغونې چارې په چټکۍ سره روانې دي چې په نږدې راتلونکي کې به‌یې د رغونې چارې بشپړې شي، د دې ترڅنګ په کندز کې د کرکټ لوبغالي د اوارولو چارې په خلاصېدو دي."

تر دې مخکې په کونړ او هلمند ولایتونو کې هم د کرکټ لپاره د ځانګړو لوبغالو د رغونې د چارو په اړه راپورونه ورکړل شوي وو.

XS
SM
MD
LG