د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۸

د روغتیا نړیوال سازمان: د افغانستان په ښځو کې اعتیاد مخ پر ډېرېدو دی


ارشیف: په افغانستان کې یو شمېر روږدې مېرمنې
ارشیف: په افغانستان کې یو شمېر روږدې مېرمنې

د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د افغانستان په ښځو کې اعتیاد مخ پر ډېرېدو دی.

د روغتیا نړیوال سازمان تازه په یوه خبرپاڼه کې ويلي، په افغانستان کې اعتیاد یوه اساسي روغتيايي ستونزه ده چې هر کال سلګونه انسانان وژني.

په افغانستان کې د دې سازمان دفتر وايي، د دې هېواد په ښځو کې اعتیاد مخ پر ډېرېدو دی چې دې وضعیت د کورنیو اندېښنې ډېرې کړي دي.

له ازادي راډيو سره ځينو ښځو د مرکې کولو پر مهال دا منلې چې، اعتیاد د دوی ژوند تریخ کړی او د روغتیايي امکاناتو د نشتوالي په صورت کې له دې ستونزې څخه د خلاصون لاره نه ويني.

له دې ښځو څخه یوه هم شازیه نومېږي، دا وايي چې څو ځله يې نشه پرې ايښې، خو دا چې مېړه او د کورنۍ غړي يې معتادان دي بيرته يې نشو ته مخه کړې ده.

هغه وايي: "داسې ژوند مو دی چې په بد حالت کې ژوند کوو او زما په ګډون مو د کورنۍ پنځه غړي معتادان دي. د نشو پرېښودل خو ډېر ښه دی، خو یو مناسب ځای چې سړی هلته نشه پرېږدي، نه داسې ځای چې یو څوک زندان ته واچوه او وږی تږی يې پرېږده. که د نشې پرېښودلو مناسب ځای پيدا شي پرېښودل يې ډېر ښه کار دی. "

دا مهال په افغانستان کې د معتادینو شمېر څو سوه زرو ته رسېږي، خو د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې دا سازمان د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ په کال کې يوازې د زرو معتادو ښځو د درملنې زمینه برابروي.

د افغانستان لپاره د ملکرو ملتونو د سرمنشي استازې مېرمن روزا اوتونبایووا د طالبانو د حکومت له چارواکو سره د لیدنې پر مهال ويلي، د دوحې د وروستي تړون پر بنسټ، دا سازمان یوه کمېټه جوړوي چې د معتادینو د درملنې په برخه کې د بهرنیو مرستو لړۍ له سره پيل او له بزګرو سره د بديل کښت لارې چارې ولټوي.

د ښځو د حقونو یوه فعاله مهدیه رضايي وايي، د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو تړل او دغه ډول په کورنیو کې د نارینه‌وو بې کاري هغه لاملونه دي چې په ټولنه کې يې د اعتیاد ډېروالي او کورني تاوتریخوالي ته زمینه برابره کړې ده.

هغه وايي: "بې‌وزلي، کورنی تاوتریخوالی او په کورنۍ او ټولنه کې د نارینه معتادینو موجودیت د دې سبب شوی چې ښځې نشو ته مخه کړي. د ټولنې دې پوړ ته ډېر اسانه زیان رسېږي او له بلې خوا په ټولنه کې روغتيايي خدمات هم نه دي ورته برابر شوي. دا د دولت مسئولیت دی چې باید د ټولنې ټولو اقشارو، په تېره بیا ښځو ته د روغتيايي خدماتو زمینه برابره کړي."

په افغانستان کې د ښځو او ماشومانو د هوساينې او پياوړتیا موسسې هم په دې اړه تازه یو راپور خپور کړی او ادعا يې کړې چې د طالبانو تر دوهم ځل واکمنۍ وروسته د افغانستان په ښځو کې اعتیاد ډېر شوی چې دا وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د دې موسسې مسووله مېرمن اروین وايي چې دا راپور په افغانستان کې له ښځو سره د مرکو پر بنسټ چمتو شوی دی.

هغه وايي: "که د اعتیاد لمن همداسي پراخه شي ستونزې ډېرولای شي، که موږ ولایتونو ته وګورو پخوا ښځو ښه ژوند درلود، خو اوس د هرې ورځې په تېرېدو سره ستونزې ډېرېږي، په بېلابېلو ډولونو سره ښځینه پوړ ته او په مجموع کې ټولنې ته زیان رسېږي."

دا موسسه داسې مهال په افغانستان کې د ښځينه معتادینو د ډېرېدو ادعا کوي چې د طالبانو حکومت له دریو کالو راهيسې د ملګرو ملتونو په ګډون، هېڅ یوه سازمان ته اجازه نه ده ورکړې چې په افغانستان کې د نشه يي موادو او اعتیاد د وضعیت په اړه سروې وکړي.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:16 0:00


-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG