د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۵

طالبانو له نشه‌يي موادو سره د مبارزې کمېسیون تشکیل له ۲۵ ادارو څخه یوې ادارې ته راټيټ کړ


ارشیف: په کندهار کې طالب وسله وال د کوکنارو د کروندو ویجاړولو پر مهال
ارشیف: په کندهار کې طالب وسله وال د کوکنارو د کروندو ویجاړولو پر مهال

د طالبانو حکومت له نشه‌يي موادو او مسکراتو سره د مبارزې کمېسیون د درېیو هدفونو لپاره جوړ کړی و، خو د دې کمېسیون تشکیل تر پخوا ډېر محدود شوی دی.

له نشه‌يي موادو او مسکراتو سره د مبارزې عالي کمېسیون په ۱۳۹۶ کال د جمهوري نظام په وخت کې جوړ شو چې په خپل جوړښت کې يې ۲۵ وزارتونه او ریاستونه درلودل، د دې کمېسیون مشري د ولسمشر د مرستیال پر غاړه وه او په کال کې به يې یوځل غونډه کوله.

اوس د طالبانو حکومت دا کمېسیون بیا جوړ کړی، خو د دې کمېسیون تشکیلات یوازې تر کورنیو چارو وزارت او رئیس الوزرا تر سياسي معاونیت پورې محدود شوي دي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي چې، له نشه‌يي موادو او مسکراتو سره د مبارزې عالي کمېسیون درې عمده هدفونه لري.

هغه وویل: " له نشه‌يي موادو او مسکراتو پر وړاندې د مبارزې عالي کمېسیون د جوړولو هدف په هېواد کې له نشه‌يي موادو پر وړاندې موثره مبارزه، د بزګرانو لپاره د بديل کښت موندل او معتادینو درملنه ده. د دې کمېسیون تر چتر لاندې به اړوندې ادارې په ګډه او همغږۍ سره دا هدفونه تعقیبوي."

پخوا د دې کمېسیون اړونده وزارتونو او ریاستونو ته وظیفه سپارل شوې وه چې له نشه‌يي موادو سره د مبارزې ترڅنګ، د بزګرو لپاره د بديل کښت چمتو کولو، د معتادینو د درملنې لپاره امکانات، ځوانانو او د هغوی کورنیو ته د نشه‌يي موادو د زیانونو په اړه د عامه پوهاوي زمینه برابره کړي.

خو تحلیلګران وايي چې د دې کمېسیون له تشکیل څخه دا څرګندېږي چې دا کمېسیون یوازې د بهرنیو مرستو د جلبولو لپاره جوړ شوی دی، ځکه د زراعت وزارت، لوړو زده‌کړو وزارت، عامې روغتیا وزارت، د پوهنې وزارت، حج او اوقافو وزارت چې د بديل کښت په ترویج او نشه‌يي موادو د زیانونو د پوهاوي په برخه کې يې کلیدي رول درلود له دې تشکيل څخه ايستل شوي دي.

د زراعت متخصص او ځمکه‌وال محمد ایوب رفيقي وايي چې د کوکنارو د کښت، تولید او قاچاقو منع کولو دوام د لنډمهاله، منځمهاله او اوږدمهاله پرمختیايي پروګرامونو عملي کولو ته اړتیا لري.

رفیقي وویل: "په ملي کچه یوې همغږۍ ته اړتیا ده چې وکولای شي یو ژمن ټيم جوړ کړي او پر دې موضوع کار وکړي چې بزګرو ته څنګه روحیه ورکړي او د هغوی محصولات په ښه ډول بازار ته ورسول شي. همدا اوس بزګران او ځمکه‌وال که څه هم محصولات لري، خو اوبه، کېمیاوي سره او اصلاح شوي تخمونه نه لري، نو له همدې امله باید له بزګرو سره نغدي مرسته وشي. د ټول افغانستان اقلیم په یوه ډول نه دی، هر ولایت ځان ته خپل اقلیم لري چې باید په دې اړه څېړنې وشي."

د طالبانو حکومت داسې مهال له نشه يي موادو او مسکراتو سره د مبارزې عالي کمېسیون جوړوي چې د دوحې په دریمه غونډه کې د هېوادونو استازو د افغانستان له بزګرو سره د مرستو پر بیا پيل کېدو ټينګار وکړ.

که څه هم ځينو هېوادونو په دې برخه کې د مرستې کولو لپاره خپل چمتووالی وښود، خو دا چې د طالبانو حکومت پر دې ټينګار کوي چې دا مرستې دي د دوی له لارې وشي، دغه ډول دریځ د دې سبب شوی چې له جاپان پرته چې هغه هم د ملګرو ملتونو له لارې مرسته کوي، بل هېڅ یوه هېواد مرستې ته غاړه نه ده ايښې.

د دې راپور غږیزه بڼه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:54 0:00

-----------------------
راپور: مرسلین ارسلا

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG