په داسې حال کې چې له پاکستانه د میشتو " اې سي سي " کارت لرونکو افغان کډوالو د جبري ایستلو لپاره ډیرې کمې ورځې پاتې دي، یو شمېر افغان کډوال هیله لري چې پاکستان خپله دا پرېکړه بدله کړي.
د شنبې په ورځ (د مارچ ۱۵مه) سلګونه متقاعدین د اعتراض په توګه په کابل کې د تقاعد ریاست مخې ته راټول شوي وو او د خپلو معاشونو د ترلاسه کولو غوښتنه یې کوله.
په داسې حال کې چې نن یکشنبه د تورخم دروازې د تړل کیدو ۲۳مه ورځ پورې کیږي، سرچینې وايي، پاکستاني لورې په دې دروازه کې سمنټي دیوالونه او موانعو ایښي دي.
د امریکا متحده ایالات د روسیې په وړاندې جګړه کې د کییف او د دغې جګړې د درولو لپاره د اوو پرمختللو هیوادونو یا جي اوه ډله کې د خپلو متحدینو له پراخو هڅو سره ملګری شو.
No One Left Behind په نوم سازمان امریکا ته د افغانانو پر سفر د احتمالي بندیز په اړه د راپورونو پر خپرېدو اندېښنه څرګنده کړې ده. دې سازمان نن په خپله ایکس پاڼه ولیکل چې په دې بندیز کې ممکن د ټولو افغانانو د منلو ځنډول شامل وي.
د افغانستان د بېلابېلو سیمو یو شمېر اوسېدونکي په دې هیواد کې د غیر ثبت شویو سیم کارتونو له موجودیت څخه شکایت کوي او وايي دا کار د دې سبب شوی چې مزاحمان وخت ناوخته له دوی سره ټلیفوني اړیکي ونیسي.
د خوندیتوب د نړیوال مسوولیت مرکز په خپله تازه ارزونه کې ویلي افغانستان د نړۍ د هغو ۱۸ هېوادونو د نوملړ په سر کې دی چې خلک یې د نورو افراطي ډلو د ګواښونو تر څنګ د طالبانو د حکومت له خوا د بشري حقونو له سرغړونو او د نورو جرمونو له ګواښ سره مخ دي.
د تېرې فبروري میاشتې په ۲۱ مه نېټه د پاکستان له لوري تړل شوې د تورخم دروازه نن د ۲۲ مې ورځې لپاره لا هم د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړلې ده.
نور راوښيه