د افغانستان په ګڼو سیمو په تېره بیا جنوب لویدیځو برخو کې دا څو ورځې تر شدیدو توپانونو او بارانونو وروسته سېلونه راوتلي دي. سېلونو، توپانونو او ږلیو یواځې په فراه، هلمند او کندهار کې لږ تر لږه ۴۰ کسان مړه او شاوخوا ۵۰ نور ټپیان کړي دي.
د اسراییلو حکومت نن یکشنبې غزې ته د بشري مرستو د داخلیدو مخه نیولې او خبرداری ورکړی که چیرته حماس وسله واله ډله د اوربند له نوي وړاندیز سره موافقه ونه کړي نور اقدامات به هم وکړي.
په جرمني کې د فبروري د ۲۳ نېټې په پارلماني انتخاباتو کې د مسیحي محافظه کار ایتلاف په بریالیتوب، او د کډوالو په اړه یې د مشر فردریش مرتس له یو څه نرمو څرګندونو ورسته، د ځينو افغان فعالانو په خبره، اوس د افغان کډوالو اندېښتېې تر یو بریده لرې شوې دي.
د طالبانو حکومت د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د سالنګونو په ګډون د افغانستان په ۲۹ ولایتونو، کې د سختو اورښتونو او بادونو اټکل کړی دی.
د افغان کډوالو د جبرې ایستلو په اړه د اندېښنو په دوام د بشري حقونو د ملاتړو او مدني فعالانو ۳۹ افغان بنسټونو د پاکستان حکومت ته یو سر خلاصی لیک لیږلی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د تورخم له تړلو شاوخوا یوه اونۍ وروسته، افغان طالبان په دې تورن کړل چې هڅه کوي د پاکستان په خاوره کې امنیتي پوستې جوړې کړي. خو په ننګرهار کې د طالبانو چارواکي وايي چې تورخم د پاکستان له خوا په یو اړخیزه توګه تړل شوی دی.
د بریټانیا صدراعظم کایر سټارمر ویلي هېواد یې د اوکرایین دوامداره ملاتړ ته متعهد دی. ښاغلي سټارمر شنبه ماښام د اوکرایین له ولسمشر ولودومیر زیلنسکي سره لیدلي. تمه ده چې د یکشنبې په ورځ په لندن کې د اوکرایین په اړه د اروپايي هېوادونو سرمشریزه جوړه شي.
دخوړو نړیوال پروګرام وايي سره له دې چې د ځینو توکو بیې يو څه ټیټې شوي، خو په ټوله کې په افغانستان کې د ژوند لګښت لا هم لوړ دی او د ډېری اړینو توکو بیې لاهم له کورونا او د ۲۰۲۱ کال له سیاسي بدلون د مخکې پرتله لوړې دي.
د اروپا مشران دوه ورځې وروسته له دې د اوکراین په اړه په یوه سرمشریزه کې راغونډیږي چې د اوکراین ولسمشر ولودویمیر زیلینسکي د واشنګټن سفر نیمګړی پریښود او ولسمشر ډونالډټرمپ دی تورن کړ چې سوله نه کوي او جګړه غواړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونومرستندوی ماموریت یا یوناما وایي ښځې او ماشومان په دغه هېواد کې د اوبو د ناورین تر ټولو زیات زیان ګالي.
د عمان په مېدلیست کالج کې لسګونه افغانې محصلينې چې د متحده ايالاتو په مرسته يې د " ډبليو اس اي" بورسيې تر لاسه کړې وې وايي چې د دې پروګرام مالي ملاتړ بند شوی او دوی اوس له دې هيواده د ایستلو له ګواښ سره مخ دي.
نور راوښيه