د لاسرسۍ وړ لېنکونه

 
یوناما وایي، د افغانستان د اوبو د ناورین تر ټولو ډېر کړاو ښځې او ماشومان ګالي
تازه خبر
پنجشنبه ۱۴ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۰۸

یوناما وایي، د افغانستان د اوبو د ناورین تر ټولو ډېر کړاو ښځې او ماشومان ګالي


کابل، افغانستان- یوشمېر ښځې او ماشومان خپلو کورونو ته اوبه وړي
کابل، افغانستان- یوشمېر ښځې او ماشومان خپلو کورونو ته اوبه وړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونومرستندوی ماموریت یا یوناما وایي ښځې او ماشومان په دغه هېواد کې د اوبو د ناورین تر ټولو زیات زیان ګالي.

د کابل ښار د قلعه زمان خان سیمې اوسېدونکې ګلدسته چې د خپلې کورنۍ یوازینۍ سرپرسته ده وایي د څښاک پاکو اوبو ته د نه لاسرسي له امله دا او ماشومان یې په بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي.

ګلدسته وايي“مخکې مو په کور کې څاه لرله، له هغې مو اوبه څښلې نو ګاونډیو مو دا اوبه یوړې معاینه یې کړې ورته یې وویل چې تر ډېره میکروبي دي او ان د جامو مینځلو ته یې لا مه کاروئ، اوس مې د لور له کوره اوبه راوړو، هغه هم پاکې نه دي، او د لوښو او جامو د مینځلو لپاره زموږ کور سره نژدې دوکانونه او د اوبو ذخیرې دي، له هغه ځایه اوبه راوړو.”

د هرات ولایت اوسېدونکې نظیفې هم وايي چې د اوبو څاه یې وچه شوې ده او اوس اړ دي د اړتیا وړ اوبه له بازاره وپېري.

ملګري ملتونه وايي، د افغانستان د اوبو ناورین د پراخېدو په حال کې دی.

نوموړې له آزادۍ راډیو سره په خبرو کې وویل“څاه مو لرله او په ډوله مو اوبه راویستلې، څاه ګانې وچې شوې بیا مو نل راکش کړ ، سولري اوبه لري، اول په برق وې بیاچې برقونه بند شول سولري شوې، اوس له هماغو سولرونو په میاشت کې د یو نیم زرو ډېرو افغانیو پیسې ورکوو، نلونو کې هم ډېر وروسته اوبه راځي ډېر په تکلیف یو.”

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی ماموریت- یوناما په دې هیواد کې د اوبو ناورین دپراختیا په حال کې بللی دی.

د یوناما پر فیسبوک پاڼه په یوه بیان کې، د یوناما د مشرې روزا اوتونبایووا له قوله راغلي دي چې نوموړې وايي ”د اوبو ناورین جنسیتي نابرابرۍ پراخوي او د روغتیايي اسانتیاوو د کمښت او د ککړو اوبو د استعمال له امله په ماشومانو کې ناروغۍ زیاتوي.”

بیان یادونه کوي چې د فبروري له ۲۴مې تر ۲۸مې پورې په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د افغانستان د اوبو د مخ په زیاتیدونکي ناورین په اړه د انځورونو او بحثونو پنځه ورځنی نندارتون جوړ شوی و، چې د دې هیواد له زیانګالو خلکو سره د نړیوالې ټولنې پر ملاتړ ټینګار پکې وشو.

د افغانستان د اوبو د بحران په اړه د نندارتون یوه څنډه عکس د یوناما له فیسبوکپاڼې
د افغانستان د اوبو د بحران په اړه د نندارتون یوه څنډه عکس د یوناما له فیسبوکپاڼې

بیان زیاتوي چې په دې بحثونو کې د اقلیمي بدلونونو، څو کلنو جګړو او سرچینو د له منځه تلو او همداراز د څښاک پاکو اوبو ته د افغانانو د لاسرسي پر ستونزو هم خبرې وشوې.

د پاکو اوبو د ستونزې حل باید د طالبانو دحکومت له لومړیتوبونو څخه وي.

په عین حال کې د اوبو د مدیریت د برخې متخصص نجیب الله سدید ازادي راډیو ته وویل، د څښاک د پاکو اوبو د ستونزې حل باید د طالبانو دحکومت له لومړیتوبونو څخه وي.

سدید وايي“په افغانستان کې وچکاليو اوبو ته لاسرسی محدود کړی او ښځې او ماشومان ډېر زیانمنوي ځکه چې په ډېرو کورنیو کې دوی د پاکو اوبو برابرولو ته ډېره اړتیا لري نو په افغانستان کې باید د اوبو لپاره ډېر کار وشي په ځانګړې توګه د وچکالۍ پر مهال باید خلک اوبو ته لاسرسی ولر. دا د انسان یو اساسي حق دی او باید د حکومتونو د کار په لومړیتوب کې واوسي.”

د طالبانو د حکومت د انرژۍ او اوبو وزارت چارواکو هم د روانې کب یا حوت میاشتې په ۶مه په کابل کې د اوبو په نړیوال کنفرانس کې وویل چې اوس مهال، د څولسیزو جګړو، په ښارونو کې د نفوسو د زیاتوالي، پرله پسې وچکالۍ او د اقلیم د بدلون په ګډون د مختلفو عواملو له امله، په هیواد کې شاوخوا ۶۵ سلنه خلک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري، او دوی د اوبو د کمښت د ستونزې د حل لپاره د حل لارو د موندلو لپاره کار کوي.

افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې د اقلیمي بدلونونو له امله سخت زیانمن شوي دی او په دې برخه کې له ګڼو ګواښونو سره مخ دی.

XS
SM
MD
LG