په جرمني کې میشت د مدني او ځوانانو چارو فعال عنایت صافي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، "دا چې فدریش مدرس" د سي ډي یو" د ګوند نوماند دا ټاکنې وګټلې او هغوی ګډوالو سره نرم چلند کوي او د نړیوالو کنوانسیونونو په پام کې نیولو سره غواړي چې کډوال هم په دغه هیواد کې خپل حقوق ولري، نو هغه اندېښنه او ویره چې تر ډیره د کډوالو تر منځ موجوده وه هغه اوس لرې شوې ده".
خبریال او په جرمني کې "د افغانستان غږ په نوم" د انلاین راډیو مشر صفت الله زاهدي هم ازادي راډیو سره ورته نظر شریک کړ،" ډیری کډوال ووېرېدل او داسې فکر یې کوو که هر ګوند بریالی شي دوی به له دې هیواده شړي، خو دا چې مسيحي محافظه کار ایتلاف انتخاباتو کې ډیرې چوکې ترلاسه کړې د هغوی مشر فدریش مدرس هر څه واضح کړل او ویې ویل، زمونږ هدف یوازې همغه کسان وو، څوک چې جرمونه کوي په جرمني کې ځای نه لري".
هر څوک، له هر ځای چې راغلي او په جرمني کې سوله ییز ژوند ته ارزښت ورکوي د دوی تر څنګ اوسېدلی شيفردریش مرتس د مسیحي محافظه ګوند مشر
دوی وايي، مخکې تر ډیره کډوال په ټوله کې، په ځانګړي ډول افغانان چې ورستیو څو جرمي بېښو کې ښکیل ګڼل شوي وو، د خپل پرخلیک په اړه سخت اندېښمن وو.
فردریش مرتس په پارلماني انتخابونو کې د مسیحي محافظه کار ایتلاف تر بریا ورسته په خپلو څرګندونو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې هم ډیرې لاس په لاس شوې وویل، هر څوک، له هر ځای چې راغلي او په جرمني کې سوله ییز ژوند ته ارزښت ورکوي د دوی تر څنګ اوسېدلی شي.
نوموړي چې ډیر ژر به له یو شمیر نورو ګوندونو سره په ګډه نوې حکومت جوړه کړي، زیاته کړه چې ګوند یې "سي ډي یو" د ټولو لپاره یو پرانیستی کور دی.
فردریش مرتس دا هم وویل "ما لا هغه افغانه نجلې چې په اشافنبورګ ګې یې له خلکو غوښتل چې پرې باور وکړي، او دوی بد خلک نه دي، نه ده هیره کړې."
مرتس د فاطمې په نوم د هغې افغان ماشومې خبره کوله چې د جنوري په ۲۲ مه یې په اشافنبورګ کې په چاړه د وژل شوې جرمني ماشوم له مور سره غم رازي وښوده او ویې ژړل.
مونږ په ګډه یو فیصله وکړه چې باید یو کار وکړو چې هم ارزښمن وي او هم د پیښې له قربانیانو سره یو خواخوږي وښیو او دغسې جنايی او تروریستي بیښې وغندوپه جرمني کې میشت افغان کډوال
جرمنی پولیسو ویلي وو چې دا کار د یو افغان له خوا شوی دی.
د جرمني له پارلماني ټاکنو مخکې افغانان د وژنو او ټپي کولو په شمول په یو شمیر نورو جرمي پېښو هم تورن شوي وو.
د یادونې ده چې د غمرازۍ تر څنګ په دغه هیواد کې میشت یو شمیر افغانانو د دې پېښو په غبرګون ځني مدني فعالیتونه هم ترسره کړي دي.
ډاکټر محب زغم چې پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو ورسته دغه هیواد ته راغلی ازادي راډیو ته یې وویل، دوی چې نېږدې ۲۰۰ کوره افغانان د اولڅن په نوم د جرمني په یو کوچني ښار کې اوسیږي، په یو تازه اقدام کې یې په ډله ییزه توګه وینه ورکړې ده، "مونږ په ګډه یو فیصله وکړه چې باید یو کار وکړو چې هم ارزښمن وي او هم د پیښې له قربانیانو سره یو خواخوږي وښیو او دغسې جنايی او تروریستي بیښې وغندو، بیا فیصله په همدې وشوه چې په ډله ییزه ټوګه به وینه اهدا کوو".
د یادونې ده چې د جرمني له پارلماني ټاکو ورسته له پاکستانه د افغان کډوالو له ځنډول شویو دوه الوتنو هم یوه یې د فبروري په ۲۵وشوه او ۱۵۵ افغانان تازه په دغه هیواد کې میشت شول.
جرمنۍ ویلټ ام زونټاګ ورځپاڼې مخکې ویلي وو، دغه هیواد یوازې له ۲۰۲۱ کال راهیسې ۳۵،۵۰۰ افغان پناه غوښتونکي له پاکستانه څخه انتقال کړي چې لاهم ۳،۰۰۰ په شرایطو برابر کسان د انتقال پروسې په تمه دي.
د جرمني د احصایې ادارې د معلوماتو په پر بنسټ د ۲۰۲۴ کال تر پایه په دغه هیواد کې د افغان کډوالو شمیر لږ تر لږه ۴۴۲زرو ته رسېدلی.