د بریټانیا صدراعظم کایر سټارمر ویلي هېواد یې د اوکرایین دوامداره ملاتړ ته متعهد دی. ښاغلي سټارمر شنبه ماښام د اوکرایین له ولسمشر ولودومیر زیلنسکي سره لیدلي. تمه ده چې د یکشنبې په ورځ په لندن کې د اوکرایین په اړه د اروپايي هېوادونو سرمشریزه جوړه شي.
دخوړو نړیوال پروګرام وايي سره له دې چې د ځینو توکو بیې يو څه ټیټې شوي، خو په ټوله کې په افغانستان کې د ژوند لګښت لا هم لوړ دی او د ډېری اړینو توکو بیې لاهم له کورونا او د ۲۰۲۱ کال له سیاسي بدلون د مخکې پرتله لوړې دي.
د اروپا مشران دوه ورځې وروسته له دې د اوکراین په اړه په یوه سرمشریزه کې راغونډیږي چې د اوکراین ولسمشر ولودویمیر زیلینسکي د واشنګټن سفر نیمګړی پریښود او ولسمشر ډونالډټرمپ دی تورن کړ چې سوله نه کوي او جګړه غواړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونومرستندوی ماموریت یا یوناما وایي ښځې او ماشومان په دغه هېواد کې د اوبو د ناورین تر ټولو زیات زیان ګالي.
د عمان په مېدلیست کالج کې لسګونه افغانې محصلينې چې د متحده ايالاتو په مرسته يې د " ډبليو اس اي" بورسيې تر لاسه کړې وې وايي چې د دې پروګرام مالي ملاتړ بند شوی او دوی اوس له دې هيواده د ایستلو له ګواښ سره مخ دي.
یو شمېر افغانې ښځې او نجونې وايي وایي د طالبانو د حکومت له خوا پر دوی د لګېدلو محدودیتونو له امله په افغانستان کې د ګڼو نورو بشري اړتیاوو تر څنګ یې په ځېنو برخو کې ان ژوند ژغورونکو حیاتي روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی سخت او ستونزو سره مخ شوي دي.
د اروپایي ټولنې، بریتانیا او نورو هېوادونو استازو له طالبانو غوښتي دي چې پر نجونو او ښځو لګېدلي محدودیتونه لیرې کړي او د نړیوالو قوانینو په اساس د افغانستان پر ژمنو عمل وکړي.
د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي سره د ولسمشر ډونالډټرمپ کتنه پرون وروسته له هغه نیمګړې پاتې شوه چې د دواړو مشرانو ترمنځ په سپینه ماڼۍ کې د کتنې پرمهال له ناندریو وروسته لفظي شخړه وشوه او په دې پسې د دواړو مشرانو ګډه خبري غونډه هم کنسل شوه.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم دروازې له تړل کېدو یوه اوونۍ اوړي، خو لا یې هم د خلاصېدو په اړه په خبرو کې کوم پرمختګ نه دی شوی. له دې امله دواړو غاړو ته مساپرو او سوداګر له جدي ستونزو سره مخ دي.
کندهار کې د اوړو تولید زیات شوی، خو صنعت لاهم له ستونزو سره مخ دی
د طالبانو حکومت وایي له متحدو ایالاتو سره یې د دوحې تړون پای ته رسېدلی او له دې وروسته یې پر بنسټ خپل حاکمیت پر مخ نه وړي.
ټاکل شوې چې د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي واشنګټن ته په سفر کې نن په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وګوري. تمه ده چې دواړه ولسمشران به هغه تړون لاسلیک کړي چې متحدو ایالتونو ته د دې اجازه ورکوي چې د اوکراین کاني زیرمو ته لاسرسی ولري.
نور راوښيه