د کندهار اوسېدونکي وايي، د ښار په واټونو کې د ریړۍ چلوونکو بې نظمۍ او د موټرونو غیر منظم پارکینګ د ترافیکي ګڼې ګوڼې د زیاتېدو اصلي لاملونه دي.
د روغتیا نړیوال سازمان «ډبلیو اچ او» وایي په افغانستان کې ساري ناروغۍ زیاتې شوي او خبرداری یې ورکړی چې د دغه هېواد فلج شوی روغتیایي سیستم د دې ناروین سره د مبارزې په هڅه کې دی.
په داسې حال کې چې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت نن چهارشنبه له اسلام اباده دغه هیواد ته د افغان پناه غوښتونکو د یوې ډلې د انتقال پلان لري.
ډونالډ ټرمپ تېره شپه د کانګرس دواړو جرګو ته په لومړنۍ وینا کې د بهرني او کورني سیاست مهم اړخونه را وسپړل او ادعا یې وکړه چې امریکا یې په ښه لوري روانه کړې ده. د هغه د خبرو پر مهال ډیموکراتانو اعتراض هم کاوه چې ترڅ کې یې د کانګرس یو ډیموکرات غړی له غونډې و ایستل شو.
د امریکا ولسمشر ویلي په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امریکايی سرتیرو د وتلو پر مهال د کابل په هوايي ډګر کې د شوې ځان مرګې برید طرحه کوونکې چې له ۱۳ امریکايي سرتیرو په کې ووژل شول نیول شوی دی.
د قزاقستان د بهرنیو وزارت وايي، د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې په الماتا کې د منځنۍ اسیا او افغانستان لپاره د یو سیمه ییز مرکز د جوړولو پرېکړه لیک تصویب کړ.
اوکراین سره د امریکا د متحدو ایالتونو د پوځي مرستو له ځنډېدو وروسته دا پوښتنه را ولاړه شوې چې ایا اروپا کولای شي په اوکراین کې د امریکا د مرستو تشه ډکه کړي؟ خپله په اروپا کې یوشمېر هېوادونه لکه هنګري له اوکراین سره د مرستې ملاتړ نه کوي.
په تورخم کې د افغانستان او پاکستان د پوله ساتو ترمنځ تر سختو جګړو وروسته سلګونه کسانو خپلې مېنې پریښي او خوندي ځایونه تللي دي. ننګرهار کې طالب چارواکي وایي، تورخم کې لا هم وضعیت بشپړ نظامي دی او عامو خلکو ته دروازې ته د نژدې کېدو اجازه نه ورکول کیږي.
د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې هر کال سېلابونه نه یوازې دا چې کرنیزې ځمکې او کورونه ویجاړوي، بلکې خلک له خوړو او سرپناه هم بېبرخې کوي.
د طالبانوتر واک لاندې افغانستان کې د څلورم تعلیمې کال په رانږدې کېدو سره، د نجونو د زده کړو ملي کمپاین د طالبانو له حکومت غوښتي چې نور د نجونو په زده کړو دا غیر عالادنه او غیر قانوني بندیز پای ته ورسوي.
نور راوښيه