دغه سازمان د سه شنبې په ورځ د مارچ په ۴مه په خپل راپور کې ویلي، د جنوري په میاشت کې د شدیدو تنفسي ساري ناروغیو لکه سینه بغل ۲۰۶ زره پېښې او ورنه د مړینې ۵۰۶ پېښې ثبت شوې دي.
د دې راپور له مخې دا شمېرې د تېر کال د ډسمبر میاشتې په پرتله دا ناروغۍ ۵۴ سلنه ډیرې شوي او د مړینې په کچه کې بیا جزئي زیاتوالی ښیي.
د روغتیا د نړیوال سازمان په راپور کې دا هم راغلي چې په جنورۍ میاشت کې د شري ناروغۍ ۷۳۰۷ شکمنې پېښې او ورنه د مړینې ۴۲ ثبت شوي چې د تېر کال د ډسمبر میاشتې په پرتله ۷۱،۴ سلنه زیاتوالی ښيي.
د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت په دې اړه څه نه دي ویلي.
د ناروغانو کورنۍ
ځینو کورنیو هم ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې ماشومان یې په سینه بغل او شري ناروغیو اخته شوي او دوی یې د درملنې وسه نه لري.
د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ اوسېدونکي وحیدالله وايي درې میاشتې مخکې یې دوه میاشتنی ماشوم د سینه بغل ناروغۍ له امله مړ شوه.
اول ښه و، وروسته سینه بغل شو، د شپې درې بجې مو روغتون ته یوړ، هلته یې ورته اکسیجن او ستنې ولګولې، موږته یې وویل چې د غني خېلو روغتون ته یې یوسو خو په روغتون کې وفات شووحیدالله د ننګرهار اوسیدنکی
"اول ښه و، وروسته سینه بغل شو، د شپې درې بجې مو روغتون ته یوړ، هلته یې ورته اکسیجن او ستنې ولګولې، موږته یې وویل چې د غني خېلو روغتون ته یې یوسو خو په روغتون کې وفات شو."
اسماعیل هوتک هم د چهارشنبې په ورځ د مارچ په پنځمې ازادي راډیو ته وویل چې ماشومان یې یوه میاشت مخکې په شري ناروغۍ اخته شوي دي.
"زموږ په کور کې تقریباً ټول ماشومان په دې ناروغۍ اخته شوي دي، که یو و کولای مې شول چې په سمه توګه یې درملنه وکړم خوکه څو ناروغان وي ورته رسېدنه نه شم کولای، ځکه اقتصادي ستونزې مو زیاتې دي."
دا ډاکټرانو سپارښتنې څه دي؟
د کابل د انتاني ناروغیو روغتون د داخلې څانګې متخصص ډاکتر فرید الله عمري د دغو ناروغیو د ډېرېدو د لاملونو په اړه ازادي راډیو ته وویل،
"د شدیدو تنفسي ناروغیو پېښې په ژمي کې ډېرېږي، ډېری هغه کورنۍ چې واکسین یې نه وي ترلاسه کړی په هغوی کې به دشري، تور ټوخي او د سینه بغل پېښو امکانات زیات وي، بل زموږ هېوادوال چې کډوال وو او اوس هېواد ته راستانه شوي، دوی هم په هېواد کې د میکروبي ناروغیو د زیاتېدو لامل ګرځېدلي دي".
ښاغلی عمري زیاتوي چې د دې ترڅنګ د کورنیو لخوا د ناروغانو د لوښو نه جلا کولو او د ژمي په موسم کې په یوه خونه کې د ډېرو کسانوراټولېدل هم د ساري ناروغیو د زیاتوالي لامل کېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان «ډبلیو اچ او» په خبره، په افغانستان کې په ۲۰۲۴ کال کې ۱.۲۲ میلیونه کسان په تنفسي ناروغیو اخته شوي وو او له دې امله ۲۷۰۰ کسان په کې مړه شوي دي.
ډبلیو اچ او مخکې اندېښنه څرګنده کړې وه چې د افغانستان روغتیایي سیسټم د بودجې له کمښت سره مخ دی او د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، روغتیایي او د درملنې خدمتونه کمزوري شوې دي.