د لاسرسۍ وړ لېنکونه

 
ایا اروپا کولای شي له اوکراین سره د امریکا ځنډیدلې مرستې جبران کړي؟
تازه خبر
یکشنبه ۲۶ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۲

ایا اروپا کولای شي له اوکراین سره د امریکا ځنډیدلې مرستې جبران کړي؟


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اوکراین ولسمشر ولودمیر زلنسکي

اوکراین سره د امریکا د متحدو ایالتونو د پوځي مرستو له ځنډېدو وروسته دا پوښتنه را ولاړه شوې چې ایا اروپا کولای شي په اوکراین کې د امریکا د مرستو تشه ډکه کړي؟ خپله په اروپا کې یوشمېر هېوادونه لکه هنګري له اوکراین سره د مرستې ملاتړ نه کوي.

له اوکراین سره د امریکا د متحدوایالتونو د پوځي مرستې له ځنډیدو وروسته په بروکسل کې ډيپلوماتان وایي " اوس د اروپا وخت دی".

د ازادي راډيو د خبر مرکزي څانګه وایي، له خبرو ور هاخوا اصلي خبره داده چې ایا اروپا له اوکراین سره د امریکا د مرستو بشپړ جبران ته سیاسي اراده لري او که نه؟

ناټو سازمان په دې برخه کې له هر ډول رسمي اعلان مخکې دې ته په تمه دی چې واشنګټن له اوکراین سره د مرستو د لنډمهالې ځنډیدو جزیات ورکړي.

د ناټو ډيپلوماتانو د ازادۍ راډیو د خبر مرکزي څانګې ته ویلي، د پام وړ مسله داده چې ایا اروپا کولای شي د امریکا وسلې واخلي او اوکراین ته یې وسپاري؟

دغه غوراوي باندې بحث داسې مهال کیږي چې یوه ډيپلومات ویلي، دا مهال خپله اروپا د وسلو کافي زیرمې نه لري خو په خبره یې که دوی وغواړي کولای شي د امریکا وسلو ته لاسرسي پيدا کړي.

د اروپایي کمیسیون مشرې اورسلا فون دیرلاین د سه شنبې په ورځ وویل چې اروپایي هېوادونه دې له اوکراین سره د دفاعي او پوځي مرستې د زیاتېدا په اړه خپل وړاندیزونه ورسره شریک کړي، خو نوموړې د امریکا د مرستو د ځنډیدو اقدام ته هیڅ اشاره ونه کړه.

فان دیرلاین په بروکسل کې د اروپایي ټولنې له یوې مهمې غونډې مخکې چې " له نوي امنیتي چاپیریال سره د چلند " په اړه د مارچ په شپږمه جوړیږي ویلي، نوی پړاو مخکې دی او په خبره یې اروپا له خطر سره مخامخ ده.

فون دیرلاین د اروپایي ټولنې غونډې ته د وینا په یوه متن کې چې کاپي یې ازادي راډیو ترلاسه کړې لیکلي، له امریکا سره پیاوړې اړیکې د دې یو اصلي هدف دی ، هم په دوه اړخیز چوکاټ او هم د جي۷ ډلې په وسیله.

هغې زیاته کړې چې د فعالیت زمینه په شدت سره د بدلون په حال کې ده.

د وینا په دغه متن کې له اوکراین سره د اروپایي ټولنې د نویو مرستو په اړه څه نه دي ویل شوي خو یوازې د هغو دیرش میلیارده یورو خبره شوې چې پخوا یې اروپایي ټولنې د ۲۰۲۵ کال په مخه اوکراین سره ژمنه کړې ده.

د فون دیرلاین په خبره نوي اقدامات کولای شي د اروپا دفاعي بودجه تر ۸۰۰ میلیارده یورو پورې چې ۸۴۴ میلیارده ډالر کیږي، لوړه کړي.

د ازادي راډيو د خبر مرکزي څانګه لیکي، دا منطقي خبره ده چې د اروپا د دفاعي بودجې په زیاتوالي سره د اوکراین ملاتړ ډېریږي، خو دا پوښتنه شوې چې ایا دا کار پایله لرلی شي؟

د اروپایي ټولنې ډيپلوماتانو ویلي، دا مهال د دوی یوشمېر غړي هېوادونه د دومره ډيرو پیسو د ورکړې وس نه لري، حال دا چې ځينې نور بیا هنګري ته اشاره کوي چې له اوږدې مودې راهیسې له اوکراین سره د اروپا د مرستو مخالفت کوي.

ډيپلوماتانو ویلي، هنګري ګواښ کړی چې د اروپایي ټولنې د مشرانو په غونډه کې به هره هغه طرحه ویټو یا رد کړي چې له مسکو سره د امریکا د سولې خبرې وننګوي.

XS
SM
MD
LG