د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۳ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۴۵

طالبانو د ريیس الوزرا مرستیالانو له نړۍ سره د تعامل غوښتنه وکړه


د طالبانو حکومت یو شمیر چارواکي وایي د متقابل احترام، اقتصاد محوره او حسنه اړیکو په چوکاټ کې له نړۍ سره د تعامل غوښتونکي دي.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د مرستیالانو په ګډون یو شمیر طالب چارواکو د کوچني اختر لمونځ په ارګ کې ادا کړ په خپلو څرګندونو کې یې له نړۍ سره د تعامل غوښتنه وکړه.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي تر لمانځه ورسته خبرو کې چې ویدیو یې د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو ټلویزیون خپره کړې وویل:

"زموږ پیغام ټولو ګاونډیو هېوادونو ته دا دی چې موږ له ټولو سره د نېکو او حسنه اړیکو د اسلامي اخوت او متقابل درناوي غوښتونکي یو، دغه راز موږ د سیمې او نړیوالو ټولو هېوادونو سره هم د حسنه، اقتصاد محوره، د درناوي او متقاfل تعامل غوښتونکي یو."

که څه هم په دې مراسمو کې د طالبانو د حکومت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخند ګډون نه و کړی خو په اختریز پیغام کې یې چې د بل چا له خوا واورول شو نړۍ ته ډاډ ورکړی و او ویلي یې وو چې دوی د هېڅ هېواد په چارو کې نه یوازې دا مداخله نه کوي بلکې په ټکو یې د اړیکو د پراختیا او دوه اړخیزه تعامل غوښتونکي دي.

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال یې ملا عبدالغني برادر هم خپلو خبرو کې د نړۍ له هیوادونو وغوښتل چې له دوی سره د رغنده او مناسب سیاسي او اقتصادي تعاملاتو ته لاره هواره کړي.

دا طالب چارواکي داسې مهال له نړۍ سره د تعامل خبره کوي، چې نړیوالې ټولنې تل په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړي دول د ښځو د حقونو په نه خوندیتوب، د یو ټول ګډونه او حکومت په نه جوړلو او یو شمیر نورو موضوعاتو د طالبانو پر حکومت نیوکې کړې دي.

تازه یو شمیر بهرنیو او افغان شخصیتونو او پخوانیو او اوسنیو چارواکو په خپلو اختریزو پیغامونو کې په دې موضوعاتو بیا ټینګار کړی دی.

د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ریچارد بینیت په خپل اختریز پیغام کې چې د شنبې په ورځ یې په خپل ایکس پاڼه ( پخواني ټویټر) خپور کړی د اختر مبارکیو ترڅنګ د بشري حقونو او عدالت پر تامینولو ټینګار کړی دی.

هغه د سولې په فضا کې ټولو ته یو باعزته او هیله من ژوند غوښتی دی.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم ورته هیله کړې ده.

ښاغلي کرزی هم د شنبې په ورځ په خپله ایکس پاڼه ( پخواني ټویټر) پر یووالي، سوکالۍ، د یو بل په منلو منلو او یو ځل بیا د نجونو په تعلیم ټینګار کړی دی.

تېر جمهوري نظام کې د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله هم په خپله ایکس پاڼه خپور کړي اختریز پیغام کې هیله څرګنده کړې چې افغانانو ته د ټولنیز عدالت تر سیوري لاندې د باعزته ژوند زمینه برابره شي .

خو د طالبانو د حکومت ځینو مخالفو جبهو خبرداری ورکړی چې تر اختر وروسته به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

د افغانستان د ازادۍ جبهې په خپله ایکس پاڼه د شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې دغې جبهې پر طالبانو روژې میاشت کې بریدونه درولي وو خو په ټکو یې له اختر وروسته به بېرته دوام ورکړي.

دې جبهې له ملکیانو غوښتي چې د طالبانو د راټولیدو مرکزونو، قطعاتو، اډو او اشخاصو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي.

د طالبانو حکومت بیا مخکې د دغو جبهو بریدونه ناکام او ان په ځینو مواردو کې یې د دوی خبرپاڼې او د عملیاتو اعلان، د امنیت او خلکو د اذهانو د مخشوشولو لپاره تبلیغات بللي وو.

XS
SM
MD
LG