د پولیو د له منځه وړلو نړیوال ابتکار ( نوښت) اعلان کړی چې په افغانستان کې د "سیمې په سیمې" پولیو واکسین کمپاین پلي کول د هغو ماشومانو په شمېر کې زیاتوالی راوستلی چې د واکسین له ترلاسه کولو محروم شوي دي.
د کونړ او ننګرهار د هغو سیمو اوسېدونکي، چې د ډیورنډ کرښې سره نېږدې پرتې دي، وايي، شاوخوا ۱۵ کاله کېږي چې د پاکستان پوځ یې پر کلیو او کورونو د سپکو او درنو وسلو ډزې کوي.
په وروستیو کلونو کې په کندهار کې د غواګانو فارمونو په چټکۍ سره وده کړې، چې له لارې یې مالداران خپلې اقتصادي اړتیاوې پوره کوي. خو د مناسب بازار نشتوالي له امله، د دغو فارمونو څښتنان له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د سویلي کوریا استخباراتو د فیبرورۍ په ۲۷مه وویل چې شمالي کوریا روسیې ته نور سرتېري استولي او یو شمېر یې بېرته د اوکراین پولې ته نږدې، د کورسک سیمې د جګړې لومړۍ کرښې کې ځای پر ځای شوي.
په اسلام اباد او راولپنډۍ کې د هغو افغانانو لپاره، چې ویزه نه لري، سبانۍ جمعه، د فبرورۍ ۲۸ مه، وروستۍ نېټه ټاکل شوې ده.
فریډم هاوس، یا د ازادۍ کور په خپل تازه راپور کې ویلي چې د نړۍ په ۶۰ هیوادونو کې د سیاسي او مدني ازادیو وضعیت خراب شوی دی.
د افغان هنرمندانو یوه ډله په یو بې ساري اقدام کې خپل هنري اثار فضا ته استوي.
د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت وایي، د یوې بریټانوي الاصله افغانې جوړې تر څنګ یې یو چینایي الاصله امریکایی او د هغه ژباړن هم نیولی دی. دوی وایي چې دغه کسان د یوشمېر محلحوظاتو له کبله نیول شوي، خو دغه ملحوظات دوی له رسنیو سره نه دي شریک کړي.
نور راوښيه