احمد الشرع د سوریې لنډمهاله ولسمشر د پنځه کلنې انتقالي دورې لپاره د اساسي قانون اعلامیه لاسلیک کړه. الشرع دا اعلامیه د سوریې د "نوي تاریخ پیل" وبلله.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ادعا کوي د جعفر ایکسپریس په نوم پر اورګاډي د برید او د لسګونو کسانو د یرغمل تر شا وسله وال "افغانستان کې له خپلو ملګرو" سره په تماس کې وو.
د پاکستان پوځي سرچینې ادعا کوي چې په بلوچستان کې یې په ریلګاډي کې برمته شوي کسان خوشي کړې دي او یرغمل یې وژلي دي.
د ملګرو ملتو د مخدره موادو او جرمونو اداره( یو این او ډي سي) وایي چې په دوه زره څلرویشتم کال کې په افغانستان کې د اپیومو د یو کیلو قیمت اووه سوه پنځوس امریکایي ډالرو ته ورسیده.
د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر رادوسلاو سیکورسکي وایي، د امریکایي او اوکرایني چارواکو ترمنځ په سعودي عربستان کې له شوې موافقې وروسته د پولنډ له سرحدي لارې اوکراین ته د امریکا د پوځي مرستو لیږد بېرته پیل شوی دی.
د سوریې په لویدیز کې د تاوتریخوالي د راپورته کیدو له امله، ددې هېواد انتقالي حکومت د دې توان په اړه پوښتنې راپورته شوې دي چې آیا دا حکومت د خپلو اړوندو ډلو کنټرول ساتلی شي او که نه. همداراز، دې پیښې د روسیې او ایران ښکیلتیا ته هم جدي پام اړولی دی.
نور راوښيه