د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۱

د پاکستان پوځ: پر اورګاډي د برید په تړاو مو ۳۲ وسله وال وژلي، بلوڅ بیلتونپالو دا ادعا تایید کړې نه ده


د پاکستان پوځي سرچینې ادعا کوي چې په بلوچستان کې یې په ریلګاډي کې برمته شوي کسان خوشي کړې دي او یرغمل یې وژلي دي.

دا خبر د برید کوونکو له لورې چې تر څلور سوه ډير کسان یې برمته کړي وو، نه دی تایید شوی او په خپلواکه توګه هم تر دې دمه د دې خبرې پخلی نه دی شوی.

د پاکستان پوځي سرچینو تیرماښام د ازادي راډیو مشال څانګې ته وویل چې په بولان او شاوخوا سیمو کې، له کوټې نژدې یوسل او شپیته کیلومتره لرې چې برید کوونکو اورګاډی ګرځولی و، دوه دیرش وسله وال وژلي دي.

پوځي سرچینو دا ویلي دي چې د جګړې په ترڅ کې اتلس عسکر هم وژل شوې دي.

بلوچستان کې د یرغمل شوي اورګاډي خوشي شویو مسافرو څه وليدل؟
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:12 0:00

بل لور ته د فرانسې خبرې اژانس د یوه پوځي چارواکي په وینا چې نوم یې نه دی اخیستل شوی خبر ورکړ چې اته ویشت پاکستاني عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړی دي. د دې چارواکي په وینا درې سوه شپږ څلویښت برمته ازاد شوې دي او د دې کسانو د خوشي کیدو د عملیاتو په ترڅ کې دیرش ترهګر وژل شوې دي.

د بلوچستان د ازادۍ پوځ( بي ایل اې) چې ریلګاډی او په منځ کې یې سپرلۍ برمته کړي وو، تیره شپه ادعا وکړه چې دوی لاهم په جګړه دي، ترسلو زیات برمته ورسره دي او تر پنځوسو ډير برمته کسان یې تر اوسه وژلي دي.

( بي ایل اې) د امریکا له لورې د یوې ترهګرې ډلې په توګه پيژندل شوې ده، دې ډلې پرون ورځ خبرداری ورکړی و، که اسلام اباد د دوی د بندیانو د تبادلې وړاندیز ته ځواب ورنه کړي نو پاتې یوسل او پنځوس برمته کسان به ووژني.

ازادي راډیو په خپلواکه توګه د پاکستاني چارواکو او د بیلتون غوښتونکو بلوچانو ادعاوې نه شي تاییدولی.

د سې شنبې په ورځ بلوچ یاغیانو تر یوسل او پنځوس کسان چې اکثر یې ښځې، ماشومان، سپین ږیري او بلوچان وو، خوشي کړي وو.

د نومبر په میاشت کې هم بي ایل ای د کوټې په اورګاډي سټیشن کې ځانمرګی برید ترسره کړ، چې ۲۶ کسان یې د پوځیانو په شمول ووژل.

بلوچ بیلتون غوښتونکو له دوو لسیزو راهیسې د خپلې خپلواکۍ لپاره بغاوت پيل کړی دی.

د پاکستان په دغه تر ټولو ستر ایالت کې بلوچ ملتپال پاکستان تورنوي چې له بشري حقونو څخه یې د دوی په ایالت کې جدي سرغړونې کړې دي، دوی وایي چې د بلوچستان له پراخو سرچینو استفاده کوي او پرته له دې چې د دې ایالت خلکو ته یې څه ګټه ورسیږي.

دوی پر مرکزي حکومت دا تور هم پورې کوي چې په زرګونو بلوچان یې تښتولي دي او پرته له دې چې محاکمه یې کړي دا کسان تري تم شوې دي.

اسلام اباد بیا له امنیتي ځواکونو سره د جګړې له امله او د ملکي وګړو په وړاندې د تاوتریخوالي په تور ( بي ایل اې) او یو شمیر نورې بیلتون غوښتونکي ډلې په بلوچستان کې غیرقانوني اعلان کړې دي.

XS
SM
MD
LG