امریکا ته د افغانستان په ګډون د لسګونو هېوادونو د وګړو پر سفر د احتمالي بندیز په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته، په افغانستان او دریمو هېوادونو کې د امریکا د کډوالۍ د دوسیو یو شمېر لرونکي افغانان د خپلې راتلونکې په اړه اندېښمن دي.
یو شمېر دغه کسان چې له کلونو راهیسې امریکا ته د لېږد په تمه دي، وايي چې دې خبر منفي اغېز پرې کړی او دوی یې له بې برخلیک حالت سره مخ کړي دي.
ګرانه ده چې دوه کاله په تمه یې او بیا داسې خبر واورې چې تمه یې نه لرې.
له دې ډلې يوه تن چې نه يې غوښتل په راپور کې يې نوم واخيستل شي او له دوو کلونو راهيسې په کابل کې د خپلې دوسيې له ټولو پړاوونو تېرېدو وروسته امريکا ته د لېږدېدو په تمه دی، ازادي راډيو ته وويل“دې زما پر روحیې ډېر بد اغیز کړی دی، یوازې زما پر روحیه نه بلکې زموږ پر ملګرو او همکارانو یې بد تاثیر کړی، دا ډېره سخته ده چې تقریبا دوه کاله یو څوک په تمه وي او بیا داسې خبر واوري چې تمه یې نه وي.”
په پاکستان کې مېشت یو افغان کډوال وارث وایي“موږ له افغانستانه ووتلو او ټولې شتمنۍ مو خرڅې کړلې او پاکستان راغلو کېس ته مو اپلای وکړ چې امریکا ته به ځو، خو افغانان اوس دلته له ډېر تشویش او لوی خفګان سره مخ دي.”
د«No One Left Behind» سازمان د امریکا متحدو ایالتونو ته د افغانانو پر سفر د احتمالي بندیز په اړه د راپورونو پر خپرېدو اندېښنه ښودلې ده.
دغه سازمان د شنبې په ورځ (د مارچ ۱۵مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې په دې بندیز کې ښایي د ټولو افغانانو د منلو ځنډول شامل وي.
خو وړاندې راغلي چې د مارچ تر ۱۴مې د دغو وګړو لپاره د منلو شرایط بدل شوي نه دي.
دا اندیښنې وروسته له هغې مطرح کیږي چې رویټرز خبري اژانس د سې شنبې په ورځ (د مارچ ۱۵مه) د هغه نوملړ له مخې چې ترلاسه کړی یې دی، په یوه راپور کې د افغانستان په ګډون د لسګونو هېوادونو پر وګړو د متحده ایالاتو ته د سفر د بندیز په اړه د غوښتنې د څېړلو خبر ورکړی دی.
افغانستان په هغو هېوادو کې دی چې وګړو ته یې ویزې ښايي وځنډېږي.
د دې راپور له مخې، په دې بندیز کې ۴۱ هېوادونه شامل دي چې په دریو ډلو وېشل شوي او افغانستان له کیوبا، ایران، لیبیا، شمالي کوریا، سومالیا، سوډان، سوریې، وینزویلا او یمن سره په لومړۍ ډله کې دی، چې وګړو ته به یې د ویزې ورکول په بشپړه توګه وځنډول شي.
د امریکا متحده ایالاتو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ واک ته له رسېدو وروسته د جنورۍ پر ۲۰مه په امریکا کې د کډوالو د بیا مېشتېدنې پروګرام د دریو میاشتو لپاره وځنډاوه.
د متحده ایالاتو حکومت د افغان کډوالو د لیږد د ځنډولو په تړاو ویلي چې هغه هیواد ته استول شوي افغانان د امنیت له پلوه په سمه توگه نه دي څیړل شوي.
متحده ایالاتو د هغو زرګونو افغانانو لپاره چې په افغانستان کې د متحده ایالاتو د حضور پر مهال یې ورسره په بېلابېلو برخو لکه امنیتي او پرمختیايي پروژو کې همکاري کړې ده، د «پي ۱، پي۲ او اس،ای، وي» په څېر د کډوالۍ پروګرامونه پیل کړي دي.