د لاسرسۍ وړ لېنکونه

 
سرچېنې:پاکستاني لورې په تورخم دروازه کې سمنټي دیوالونه او موانعو ایښي دي
تازه خبر
یکشنبه ۲۶ کب ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۵

سرچېنې:پاکستاني لورې په تورخم دروازه کې سمنټي دیوالونه او موانعو ایښي دي


 په داسې حال کې چې نن یکشنبه د تورخم دروازې د تړل کیدو ۲۳مه ورځ پورې کیږي، سرچینې وايي، پاکستاني لورې په دې دروازه کې سمنټي دیوالونه او موانعو ایښي دي.

یوې سرچیني د نوم او غږ نه خپرولو په شرط د شنبې په ورځ د (مارچ ۱۵مه) ازادي راډیو ته وویل، "پاکستاني لورې پرون (شنبې) ناوخته د تورخم په دروازه کې سمنټي دیوالونه او نورې موانعې ايښې دي ".

د سرچینې په ټکو، د موانعو د اېښودو پرمهال د طالب او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ شخړه نه ده شوې.

پاکستاني لورې په دې دروازه کې سمنټي دیوالونه او موانعو ایښي دي
سرچېنې

د دغې سرچینې له لورې ازادي راډیو ته په رالیږل شویو عکسونه کې ښکاري چې د تورخم په دراوزه کې سمیټي موانع اېښودل شوي دي.

خو د تورخم په دروازه کې د پاکستان له لورې د موانعو اېښودل د دې دروازې د نه خلاصون په مانا ده؟

په اړه یې د اقتصادي چارو شنونکی سمیع ستانکزی وايي:

" زما په اند د پاکستان دا حرکت موقت او د عامه ذهنیتونو د کنټرول لپاره دی، په وروستیو کې چې د کندهار او حقانیانو ترمنځ اختلافات ډیر شوي ای اس ای د دې لپاره چې دا درز زیات نشي او وکولی شي د مېلشو ترمنځ د اختلاف مخه ونیسي یو مصنوعي او بهرنۍ دوښمن طالبانو ته جوړوي، هر ځلې چې پاکستان وغواړي د عامو افغانانو پام له جدي مسایلو واړوي همداسې ورته اقدامات کوي".

بل پلو، د ننګرهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی او د پاک ـ افغان د ګډې خونې سلاکار مخلص احمد وايي، د تورخم دروازې د خلاصون په موخه د دواړو خواوو سوداګرو ترمنځ د وړمې ورځې د جرګې له لغوه کیدو وروسته د دې دروازې د خلاصون په برخه کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی، خو د مخلص په ټکو، هیله مندي شته چې یو ځل بیا د دواړو خواوو سوداګر سره جرګه شي.

امید لرو که سبا یا بله ورځ څه پلان وشي او د هغې لورې خلکو سره په تفاهیم ورسیږو چې څوک جرګې ته راځي چې د هغوي لیست ورسیږي نو بیا انشالله جرګه ترسره شي
د جرګې غړی

"امید لرو که سبا یا بله ورځ څه پلان وشي او د هغې لورې خلکو سره په تفاهیم ورسیږو چې څوک جرګې ته راځي چې د هغوي لیست ورسیږي نو بیا انشالله جرګه ترسره شي ".

د تورخم دروازه د تیرې فبرورۍ له ۲۱مې وروسته له هغې وتړل شوه چې طالب او پاکستاني پولو ساتو په سیمه کې د مورچلو په جوړولو شخړه وکړه.

د دروازې له تړل کېدو وروسته په وقفه یې ډول درې پرله پسې شپې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ درنې نښتې هم وشوې چې له امله یې دواړو لوریو ته مرګ ژوبله واوښته.

پاکستاني لوری وايي تورخم دروازه یې د هغه څه په خاطر تړلې چې دوی یې تر ډیورنډ کرښې اغاړه د طالبانو د حکومت له خوا د تاسیساتو جوړول ګڼي، خو د طالبانو د حکومت سرحدي چارواکي دا نه مني او وايي دوی د ډیورنډ د کرښې د افغانستان خواته تاسیسات جوړوي.

که څه هم د دې دروازې د تړل کیدو ۲۳ ورځې پورې کیږي او د خلاصون لپاره یې د دواړو لوریو د سوداګرو او قومي مشرانو ترمنځ د جرګې په بڼه ناستې هم وشوې خو لا یې کومه پایله نه ده ورکړې.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مسوولانو مخکې ازادي راډیو ته ویلي وو، چې د دغه لارې د تړل کېدو له امله په ورځني ډول سوداګرو ته شا او خوا یو میلیون ډالر زیان اوړي.

له دې زیانونو سربیره، په زرهاوو مسافر او ناروغ لرونکې د دروازې دواړو خواوو ته د اوښتو په تمه په هوټلونو کې شپې او ورځې تیروي.

XS
SM
MD
LG